ارزګان کې بې وزله زده کوونکو ته د کانکور د امادګۍ کورس فعال شو
پهدغه وړیا کورس کې د دولسم ټولکي فارغینو ته له اووم ټولګۍ څخه نیولی بیا تر دولسم ټولګي پورې زدهکړې ورکول کېږي.
پهدغه وړیا کورس کې د دولسم ټولکي فارغینو ته له اووم ټولګۍ څخه نیولی بیا تر دولسم ټولګي پورې زدهکړې ورکول کېږي.
د نقیب الله مسود لومړي تلین غونډې ته زرګونه پښتانه ورغلي. د پښتون تحفظ غورځنګ غړو د ټانک د ټاونشېپ په لوی میدان کې د خلکو د امنیت
د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني علماوو د ممکنه غونډې جوړیدو هر کلی کړیدی. نوموړي د جنورۍ پر ۱۲مه، مشال رېډیو ته وویل، په پاکستان او افغانستان کې علماوو تل د روغې جوړې لپاره مهم رول لوبولی دی.
حضرت علي د کالو خان اوسېدونکی دی چې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په شوې اډه کې یې یو وړوکی دوکان پرانیستی چې پکې شوقیانو ته رباب ښيي. دی وايي، نه یوازې دوکان ته، بلکې کور ته هم ځوانان ورځي او رباب ورڅخه زده کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
افغان چارواکي په فاریاب کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د شلو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې نن سهار د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د قاري تاج الدین په نوم د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عمومي قوماندان په ګډون شل وسله وال طالبان ووژل شول. د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې پنځلس نور وسله وال ټپیان او دولس تنه ونیول شول. په دې عملیاتو کې د دښمن درې قرارګاوې او څو عرادې... Читать дальше...
د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د کورنیو د اقتصاد د ښه والي په هدف د نوموړي ولایت په څلورو ولسوالیو کې په زرګونو کورنیو د هګیو چرګان ویشل شوي دي. د دغې ادارې رئیس ولياحمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل چې له چرګانو پرته، له دغو کورنیو سره د چرګانو دانه، د اوبو څښلو لوښي او دغه شان د چرګانو د ساتنې د ځای لپاره د جالیو او دروازو مرسته هم شوې ده. ښاغلی تسل وايي، دغه کورنۍ کولای شي د چرګانو د هګیو په خرڅولو سره خپل اقتصاد ښه کړي. د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي چې کورنیو په ځانګړي ډول... Читать дальше...
د جوزجان چارواکي تېره شپه د دې ولایت د اقچې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو د بریدونو خبر ورکوي. د اقچې ولسوال غلام سخي سبحاني نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې بریدونو کې طالبانو د دې ولسوالۍ له پل نو سره یوه امنیتي پوسته نیولې ده. د هغه په وینا، په دې بریدونو کې اووه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي. سبحاني طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه د اتو طالبانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو خبره کوي. د هغه په وینا، د پل نو پوسته تر اوسه له طالبانو سره ده او نوي ځواکونه تر اوسه سیمې ته نه دي رسېدلي.
د افغان د سوداګرۍ او صنایع وزارت د اقتصادي وضعیت د ښه والي په هدف د سیمې هېوادونو ازبکستان او ترکمنستان ته د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د پلاوي سفر مهم او ګټور ګڼي. د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې صلاح الدین رباني به د دغه سفر په ترڅ کې د دغه هېوادونو له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جذب او دغه شان د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د پرمختګ په برخه کې خبرې وکړي. د نوموړي په خبره، تمه ده چې دا سفر د پانګونې د جذب په برخه کې ګټور تمام شي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکوي چې د یو شمېر فدرالي دولتي ادارو تړل کېدل به چې تر اوسه سابقه نهلري، دوام وکړي او ملامتي به یې د ډموکراټانو پر غاړه شي. ټرمپ پرون په ټویټر ولیکل، موږ به تر هغو چې ډموکراټان بېرته له خپلو رخصتیو راځي او بېرته کارونه پیلوي یوه اوږده موده غیر فعال و. د امریکا د کانګرس دواړه جرګې به د شنبې او یکشنبې د ورځو له رخصتیو وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته کار پیل کړي. د امریکا د یو شمېر فدرالي ادارو پر تړل کېدو پرون ۲۱ ورځې واوښتې چې دا د امریکا په... Читать дальше...
د شبرغان او مزارشریف د لارې په اوږدو کې مسافر له ناامنۍ شکایت کوي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د جوزجان او بلخ ترمنځ په لویه لار کې ناامني هغه مهال ډېره شوه چې د دولت وسلهوالو مخالفانو د دې لارې په اوږدو کې د پولیسو پوستې ویجاړې کړې. د جوزجان سیمهییز چارواکي تأییدوي چې پرون شنبه وسلهوالو طالبانو پهدې لاره کې د سوداګرو ۲۲ بار وړونکي موټرونه له ځان سره وړي دي. د جوزجان د فیضاباد ولسوال انجنیر الف شاه د ازادي راډیو خبریال ته نن یکشنبه وویل چې طالبان له بلخ ولسوالۍ څخه فیض اباد ته ورغلي او عمومي سړک یې ناامن کړی دی.
په کندز ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالي او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري ۱۳۴ کورنیو لپاره شنې خونې جوړې شوي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمېسیون د بشري حقونو د نړیوال سازمان لهخوا د افغانستان د دفاع وزارت...
د کابل ورځپاڼو د نننیو ګڼو زیاته برخه بیا هم د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو او په انتخاباتي بنسټونو کې د اصلاحاتو په تړاو روانو بحثونو ته ځانګړې کړې ده.
د چین دولتۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له کبله ۲۱ تنه وژل شوي دي. د چین د دولتي تلویزیون او شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه نن یکشنبه د شانکسي ایالت په شینمو سیمه کې وشوه. راپور وايي چې ۶۶ کان کیندونکي ژغورل شوي دي.
د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې پهدې موضوع بحث کوو چې:
سعودي عربستان وايي، په پام کې لري چې د پاکستان په ګوادر بندر کې په ۱۰ میلیارد ډالره د تېلو چاڼځای جوړ کړي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفلاح پرون شنبه «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۲» په ګوادر بندر کې چې د چین په مرسته انکشاف ورکول کېږي، وویل: "سعودي عربستان غواړي چې د تېلو د یوه چاڼځای د جوړولو او د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د ګډون له لارې د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې ثبات راولي." الفلاح دا څرګندونې په هغه ځای کې وکړې چې ټاکل شوې ده سعودي عربستان هلته چاڼځای جوړ کړي. ده دا هم... Читать дальше...
یوه اتلس کلنه سعودۍ نجلۍ چې ویل یې که سعودي عربستان ته بېرته وګرځول شي، وبه وژل شي، کاناډا ته ورسېده او د پناه غوښتنه یې وکړه. د دې نجلې چې رهف محمد ال کنون نومېږي، قضیې وروسته له دې په نړۍ کې ځان ته پام واړاوه چې هغې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړ. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریستیا فریلنډ پرون د ټورنټو په نړیوال هوايي ډګر کې د هغې هرکلی وکړ. رهف محمد ال کنون له خپل هېواده لومړی کویټ او له هغه ځایه بنکاک ته لاړه. د بنکاک د هوايي ډګر له یوه هوټله یې پهدې خاطر له وتلو انکار وکړ چې د دې په وینا بېرته سعودي ته استول کېږي. Читать дальше...
خو ایرش ټایمز ورځپاڼې بیا لیکلي چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکا خدای پاماني منطق لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خوشبینې ښودلې چې له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به د سوریي د کُردانو ...
د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل. د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازتلیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی. ښاغلي ریاضت زیاته کړه: "۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې." د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه... Читать дальше...
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان د سولې لپاره سیمهییزه اجماع د پراخېدو په حال کې ده. عبدالعزیز کاملوف د شنبې په ورځ په سمرقند کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره د لیدو پر مهال دا خبره وکړه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي کاملوف ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سیمې او نړۍ د هڅو ملاتړ کوي. صلاح الدین رباني د هند او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په هدف ازبکستان ته تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومې قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره یې خبرې کړي دي. مایک پامپئو تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له جنرال مېلر سره یې په افغانستان کې د دوی د پوځي او ملکي متعهدو ټیمونو او هم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ پر هڅو خبرې کړي دي. ښاغلي پامپئو دغه راز لیکلي چې له افغانانو او د ناټو متحدینو سره یوځای د دایمي سولې لپاره کار کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ټویټرپاڼه له جنرال سکاټ... Читать дальше...
د هرات پر شپږمې امنیتي حوزې د وسلهوال برید په نتیجه کې درې پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د هرات امنیه قوماندان جنرال امینالله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې درې تنه برید کوونکو تېر ماښام لومړی د دغې امنیتي حوزې د دروازې پر ساتونکو ډزې وکړې او وروسته ودانۍ ته ننوتل. ښاغلي امرخېل زیاته کړه: "د هرات ولایت پر شپږمه امنیتي حوزه برید د تروریستانو لهخوا شوی چې یو موټر بم یې له ځانه سره راوړی وو. دوی لومړی د حوزې پر ساتونکو ډزې وکړې." د ښاغلي امرخېل په خبره برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شول. Читать дальше...
د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې په یوې نانوایي کې د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول. چارواکي وایي، د دوی په باور دا پېښه د ګاز د لیک کېدو څخه رامنځته شوه. دوه تنه وژل شوي کسان اور وژونکي وو چې د اور وژنې عملیاتو پر مهال مړه شول. د چارواکو په خبره درېیم کس یوه هسپانوۍ مېرمن وه چې له خپل مېړه سره د پاریس د لیدو لپاره ورغلې وه. د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټرپاڼه د دې پېښې له کبله خواشینې ښودلې ده. ۴۷ تنه نور پهدې پېښه کې ټپیان شوي چې د لسو روغتیایي حالت خراب ښودل شوی دی. Читать дальше...
د مقدونیا صدراعظم زوران زایف وايي، تمه لري چې د یونان پارلمان به هغه موافقه تأیید کړي چې پر اساس یې د مقدونیه نوم پر شمالي مقدونیا جمهوریت اوړي. زایف پرون شنبه وویل، د مقدونیه د پارلمان غړیو چې د مقدونیه د نوم له بدلون سره مخالفت درلود، د جنورۍ پر ۱۱مه له ده سره تر درې ورځنیو خبرو وروسته موافقه وکړه چې د دغه هېواد نوم پر شمالي مقدونیه جمهوریت بدل شي. د امریکا متحده ایالتونو د مقدونیه د پارلمان د دې پریکړې هرکلی وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو د جنورۍ پر ۱۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو... Читать дальше...