محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي ثبت کړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د افغانستان د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د افغانستان د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو...
له دې سره سره چې یو شمېر ګوندونه د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې له بېلابېلو نوماندانو د ملاتړ په برخه...
فغان چارواکي وايي د جنورۍ د شلمې په سهار، په لوګر ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې اته سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان د قره قل پوستکي د ادارې مسؤلان وايي، د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال له پیله تر اخره پورې په صادراتو کې ډېر کموالی راغلی دی. د دغې ادارې اداري مدیر محمد عارف نن ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د قره قل پوستکي صادارات یو لک او نوي زره جلده و، حال دا چې تېر کال دا رقم پنځه لکه او پنځوس زره جلدو ته رسېده. ښاغلی عارف وايي، تر ډېره د قره قل پوستکي له دغه هېواده فنلنډ او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي. د ښاغلي عارف په خبره، د قره قل پوستکي د قیمت په ټیټېدلو او په بهرنیو مارکېټونو کې... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې یې د پستې ۱۲۰ هکتاره ځنګلونه رغولي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه اندازه ځمکه کې کښت شوی او له ۶۰ تر ۸۰ زرو پورې د پستې ونې به په کې وده وکړي. د نوموړي په خبره، دا ځنګلونه په هرات، بادغیس، تخار، سمنګان او بدخشان ولایتونو کې د ۲۴ وړو عایداتي پروژو له لارې ۲۴ کورنیو ته رغول شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو لسو کلونو پورې به له دغو ځنګلونو ۲۱۰ مټریکه ټنه پسته تر لاسه شي. د سرچینې په... Читать дальше...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې لسګونو خلکو له افغان پوځیانو سره یو ځای د ترینکوټ ښار واټونو ته راووتل...
سهیل احمد مغلزی مسلکي بوکسر چې ۳۰ کاله عمر لري او ۱۴ لوبې یې د افغانستان په نوم کړي چې یوازې یوه لوبه یې بایللې ده. ویډیو: تمیم اخګر او لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي
د خیبر د باړې د خبریالانو مرکز شاوخوا ۱۰ کاله وروسته بیا پرانیستل شوی دی. امنیتي او انتظامي چارواکو د جنورۍ پر ۱۹مه خبریالانو ته مرکز وسپاره چې پکې د هغوی هلې ځلې پخوا درېدلې وې. د باړې د خبریالانو مرکز مشر خیال مت شاه اپریدی وايي، د ناامنیو له کبله خبریالان له مشکلاتو سره مخامخ ول. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د حکومت اجرائیه رئیس وایي، په انتخاباتي ټیم کې یې د اجرائیه ریاست څوکۍ سره له دوو مرستیالانو په پام کې نیولې ده. عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن مخکې له دې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان رسماً د کاندید په توګه ثبت کړي، په کابل کې په یوه انتخاباتي غونډه کې وکړې. عبدالله عنایت الله فرهمند لومړی مرستیال او اسدالله سعادتي یې دوهم مرستیال غوره کړي دي. د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د وحدت اسلامي ګوند مشر او د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي او یو شمېر... Читать дальше...
د لوګر امنیتي چارواکي د لوګر د والي د موټرو پر کاروان د وسله والو د یوه برید خبر ورکوي. د لوګر د والي محمد انور اسحق زي د موټرو پر کاروان دغه برید نن سهار شااوخوا لس بجې د محمد اغې ولسوالۍ په سیمه کې شوی دی. د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې په دې برید کې والي ته زیان نه دی رسېدلی، خو یو شمېر ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو ویاند ویلي چې دا برید دوی کړی دی.
د سوریې دولتي ټلویزیون وايي چې نن د دغه هېواد په پلازمېنه دمشق کې د ګڼې ګوڼې په وخت چاودنه وشوه. تراوسه پورې د دې چاودنې په اړه چې د دمشق د جنوب په قزاز سیمه کې وشوه، د مرګ ژوبلو جزیات نه دي څرګند. دولتي ټلویزیون دا چاودنه ترورېستي حمله بللې ده. د پېښې ځای امنیتي ځواکونو محاصره کړی دی.
د کابل ورځپاڼو نن هم د خپلو بحثونو زیاته برخه د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ...
د پرله پسې واورو له کبله د سالنګ لویه لار بنده شوې او تراوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ دا مهمه لار به کله پرانیستل شي. له سیمې د ازادي راډیو خبریال وايي چې شااوخوا یو نیم متر واوره ورېدلې او لا هم دوام لري. که څه هم د لارې بندېدو مسافر سرګردانه کړي، خو ډېر خلک د واورو ورښت ته خوشال دي چې ګوندې وچکالي به ورسره کمه شي. د وروستیو واورو له امله د سر د تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي. خو ۶ کاله پخوا په سالنګونو کې د زیاتې واورې له ورېدو وروسته، د د واورې ښویدنې له کبله نږدې ۳ سوه تنه مړه شول.
د امریکا سمندري ځواک وايي، د دغه هېواد جنګي بېړۍ (یو. اېس. اېس ډانلډ کوک) په اوبو کې د امنیتي عملیاتو او په تور سمندرګي کې د ناټو له نورو متحدانو سره د دې سیمې د ثبات د ډېرولو لپاره د تور سمندرګي لور ته روانه ده. د امریکا سمندري ځواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا بېړۍ چې تور سمندرګي ته روانه ده، پرون شنبه د ترکیې له داردانیل تنګي تېره شوه. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا سمندري ځواک له نړیوال قانون او د مونټریکس له کنوانسیون سره سم په تور سمندرګي کې عملیات کوي. په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې (یو. Читать дальше...
د بلغاریا حکومت د سوریې یو وګړی او یوه بلغارۍ ښځه په دې تورن کړي چې په منځني ختیځ کې یې ترورېستي ډلو ته پیسې برابرولې. د بلغاریا د لویې څارنوالۍ یوې ویاندې رومیانیا ارنودوفا پرون شنبه وویل، دغو دوو تنو په تېرو ۴ کلونو کې له ترورېستي ډلو سره د ۲۵ ميلیونو یورو چې ۲۹ ميلیون ډالره کېږي، مالي مرسته کړې ده. د راپورونو له مخې، د دې شبکې له لوري ترورېستي ډلو ته د پیسو لېږد له ۲۰۱۶ کال راهیسې پیل شوی و. د بلغاریا امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ په دې تړاو ۳ تنه ونیول. دا کسان همداراز د لسګونو موټرو په... Читать дальше...
ډېرو امریکايي ورځپاڼو افغانستان او بلجیم ته د امریکا د استازو د جرګې مشرې نانسي پلوسي د سفر د مخنیوي...
زلمي خلیلزاد ويلي چې سولې ته د رسېدو لپاره چمتو دی چې د ټولو خواوو مشروع اندېښنې له یوې داسې لارې ځواب کړي چې د افغانستان خپلواکي او حاکمیت تضمین او د سیمې د هېوادونو د مشروع ګټو ځواب ویوونکي وي. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره پرون شپه په خپله ټویټر پاڼه کړې ده. ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، جګړه باید سمدستي پای ته ورسېږي، خو د سولې لټون لا هم په دې معنی دی چې له اړتیا سره سم باید جنګ وکړو. هغه زیاته کړې، ګڼ کسان اندېښنه لري چې امریکا هم سوله او هم جنګ... Читать дальше...
د بغلان ولایت مدني ټولنې په حکومت غږ وکړ چې شمال ته د پرتو لویو لارو امنیت دې ونیسي. دوی په یوه غونډه کې چې پرون ماښام په بغلان ولایت کې جوړه شوې وه، ټینګار وکړ چې له بغلانه تېرېدونکې لویې لارې نا امنه دي او حکومت باید په دې اړه جدي اقدام وکړي. د بغلان د مدني ټولنو د شبکې اجرائيه مسؤل بابک قادري وایي، که دولت د ټول بغلان د امنیت وس نه لري، لږترلږه دې د لویو لارو امنیت ونیسي. دی وایي: "یوه لویه ستونزه چې د بغلان خلک ورسره مخ دي، د پلخمري – دوشي، پلخمري – بلخ او پلخمري – کندز د لویو لارو نا... Читать дальше...
د امریکا هوايي ځواکونو په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې ۵۲ غړي په یوه هوايي برید کې وژلي دي. په افریقا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي چې دا برید یې په سومالیايي پوځيانو د الشباب ډلې د یوې لویې حملې په غچ کې کړی دی. تر هواِيي برید وروسته په اخیستل شویو عکسونو کې ښکاري چې یوه لویه لارۍ سوځېدلې او د ګڼو کسانو مړي یې شااوخوا پراته دي. د الشباب لسګونه غړي داسې وخت د امریکا په هوايي برید کې ووژل شول چې دې ډلې څلور ورځې مخکې د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې په یوه هوټل کې ۲۱ کسان په ډزو ووژل. Читать дальше...
د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې پرون زرګونه کسانو لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې سیاسي بندیان خوشې کړي. لاریون کوونکو په خپل ولسمشر الهام عليیف غږ کاوه چې د فساد ضد مشهور بلاکر مهمان حسینوف په شمول ټول سیاسي بندیان خوشې کړي. که څه هم په لاریون بندیز و او ویل کېږي چې تر مظاهرو مخکې سل کسان بندیان شوي وای، خو پولیسو ویلي چې ۲۸۰۰ کسانو په لاریون کې برخه درلوده. د ډموکراټیکو ځواکونو ملي شورا او مخالفو ګوندونو دا لاریون رهبري کاوه چې په خبره یې، شااوخوا شلو زرو کسانو پکې برخه اخیستې وه. ... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن یکشنبه د جدي په دېرشمه له خپلو دوو مرستیالانو ...
ډونالد ترمپ بېګاه شپه په سپینه ماڼۍ کې یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې یو پلان وړاندې کړ چې پکې له مکسیکو سره ...