بلغاریا د یوه روسي میلیونر بلغاریايي تابعیت فسخ کړ
وروسته له دې چې اروپايي ټولنې د طلایي پاسپورټ په نوم د بلغاریا پر پلان انتقاد وکړ د دې هېواد حکومت د یوه روسي میلیونر بلغاریايي تابعیت فسخ کړ. د بلغاریا د عدلیې وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د سیرګي ادونیف بلغاریايي تابعیت یې په امریکا کې د درغلۍ په یوه قضیه کې د نوموړي د ۲۰ کاله مخکې محکومیت له وجې سلب کړ. د بلغاریا حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې شتمنو بهرنیانو ته په بلغاریا کې د پانګونو په بدل کې د دې هېواد د تابعیت د پېرودلو پروګرام بندوي. بلغاریا له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې د اروپايي ټولنې... Читать дальше...