ملي ارمان: یو ځل بیا باید درغلۍ د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې رانه ولي
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې طوفاني بارانونو او سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په پاکستان کې له افتونو سره د مبارزې د مرکزي ادارې یوه چارواکي سید الرحمن قریشي له ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې په سېلاب کې د ۲۸ کسانو د مړینې پخلی کړی او همداشان یې د تلفاتو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده. د راپورونو له مخې، د ازاد کشمیر په نیلم دره کې د سېلابونو له امله په وژل شویو کسانو کې د ۱۰ تبلیغیانو په ګډون، ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د سېل لپاره نیلم درې ته تللي وو. Читать дальше...
افغان چارواکي وایي، د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان او درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د ارزګان امنیه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د یکشنبې په ماښام شوي وو چې هوایي ځواکونه هم پکې شامل وو. ښاغلي خنجري وویل: درې تنه په دې عملیاتو کې وژل شوي چې ښایي د طالبانو په ډزو وژل شوي وي، خو اصلي هدف د طالبانو پر یوې غونډه حمله وه چې ۸ تنه طالبان ووژل شول. خو د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي. Читать дальше...
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د پراخو تصفیوي عملیاتو پر مهال ۸۷ طالبان وژل شوي چې ۲۲ یې د هغوی قوماندانان وو. د دغه قول اردو ویاند حنیف رضایي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د شاهین ۲۰۷ په نوم دغه عملیات له تېرو لسو ورځ راهیسې په بلخ، چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې دوام لري. ښاغلی رضایي وایي: په دوی کې د طالبانو د بېلابېلو کمېسیونونو مسؤلین شامل دي، ۷۷ نور طالبان په دې عملیاتو کې ټپیان شوي او ۷ تنه د افغان ځواکونو له خوا اسیر شوي دي. ... Читать дальше...
د پاکستان د هوایي چلن ادارې اعلان وکړ چې د دې هېواد هوایي قلمرو بشپړ د ټولو ملکي الوتنو پرمخ بېرته پرانيستل شوی دی. د دې ادارې په ویبپاڼه کې نن په یوه خپاره شوي یاداشت کې ویل شوي چې د ټولو ملکي الوتنو پرمخ د پاکستان هوایي قلمرو سمدستي پرانیستل شوی. پاکستان وروسته له هغې په تېره فبرورۍ میاشت کې خپل هوایي قلمرو بند کړ چې له هند سره یې د هغې حملې پر سر کړکېچ زیات شو چې نوي ډیلي یې په پاکستان کې دېره یوه سخت دریځه ډله مسؤله وبلله. د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پولیسو پر یوه کاروان په ځانوژونکې حمله کې د هندي ملېشو ۴۰ تنه غړي ووژل شول. Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د بودجې له ترلاسه کېدو وروسته پر وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته لا ژمن شوي، خو امنیت لا هم یوه لویه ننګونه ګڼي. د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې له امنیتي سکټور سره یې د انتخاباتو د امنیت په اړه اونیزې غونډې پیل کړي دي. دې وویل: په مجموع کې د امنیت ستونزه ده، موږ په دې اړه وخت په وخت له امنیتي کمېسیون سره ناستې لرو، موږ یوه وسله واله اداره نه یوو، حکومت د قانون له مخې مکلفیت لري چې د... Читать дальше...
د پاریس د سیاسي مطالعاتو د انسټيټیوټ یوه ایراني الاصله فرانسوۍ څېړونکې په ایران کې نیول شوې ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۵مه پر تهران غږ وکړ چې له ځنډه پرته د فریبا عدلخواه مدافع وکیل ته اجازه ورکړي چې له هغې سره وویني. دغې مېرمنې پر ایران څو کتابونه لیکلي دي او راپورونه وایي، نوموړې تېره میاشت په نامعلومو تورونو ونیول شوه. نا تأیید شوي راپورونه وایي، د ایران سپاه پاسداران د مېرمن عدلخواه په نیولو کې لاس لري او په جاسوسۍ یې تورنوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، شمالي کوریا او متحده ایالات چې هڅه کوي د پیونګ یانګ د اټمي پروګرام د بندولو په هدف بیا خبرې پیل کړي، یو څه زیات نوښت وکړي. پامپیو دغه څرګندونې امریکایي رسنیو ته کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې کله به دغه خبرې پیلېږي. د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تېره میاشت په کتنه کې چې د د دواړو کوریاوو ترمنځ په پوله کې وشوه، سلا وکړه چې دغه خبرې دې له سره پیل شي. ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د دندې په مهال د شمالي کوریا خاورې ته داخلېږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې د روسیې هوایي دفاعي اېس ۴۰۰ سېستم به د ۲۰۲۰ کال د اپرېل په میاشت کې بشپړ فعالیت ته چمتو وي. اردوغان چې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا د درېیمې کلیزې په مناسبت یې څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې تراوسه پورې اتو الوتکو د دغو توغندیو ډېرې برخې ترکیې ته لېږدولي او نورې به هم راتلونکو ورځو کې ولېږدوي. د ترکیې له خوا له روسیې د دغه سېستم پیرلو د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي. واشنګټن ګواښ کړی چې که ترکیه دغه معامله عملي کړي، پر انقرې به بندیزونه ولګوي.
ملګرو ملتونو نیویارک ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د سفر په ترڅ کې پر هغه د امریکا له خوا د لګولو شویو محدودیتونو په اړه واشنګټن ته خپله اندېښنه ښکاره کړې ده. ظریف د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا په غونډه کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ نیویارک ته رسېدلی دی. ظریف ته یوازې اجازه ورکړل شوې چې د ملګرو ملتونو د مقر، په دې سازمان کې د ایران د نمایندګۍ، د ایران د سفیر د استوګنځای او د نیویارک د جان اف کینیدي د هوایي ډګر ترمنځ تګ راتګ وکړي. د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق پرون خبریالانو... Читать дальше...
اروپایي ټولنه وایي، اروپایان د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې د ایران سرغړونه ډېره جدي نه انګيري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، سوله او انتخابات دوه هم مهاله پروسې دي چې د یو او بل مخ ته خنډ نشي کېدای.