د کندهار-هرات په لویه لار په یوه مسافر وړونکي بس چاودنې ۳۴ کسان وژلي
افغان چارواکي وايي د کندهار-هرات په لویه لار په یوه مسافر وړونکي بس د ماین چاودنې نن سهار ۳۴ کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله فېسبوک پاڼه باندې دا خبره لیکلې ده. صدیقي زیاته کړې چې د ښځو او ماشومانو په شمول د دې پېښې ټول قربانیان عام وګړي دي. هغه طالبان تورن کړي چې د ماین په دې چاودنې سرهیې عام خلک وژلي. د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب محب ازادي راډیو ته ویلي چې د ماین چاودنه د دغه ولایت په اب خرما سیمه کې سهار اته بجې په یوه بس موټر شوې چې مسافرینیې له هراته د کندهار په خوا روان و. Читать дальше...