له نشهيي موادو سره د طالبانو د مبارزې لومړۍ دورې پولیسو فعاليت پيل کړ
د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۵۰ تنو افسرانو او پولیسو ته لنډمهاله زدهکړې ورکړې. دې پولیسو ته د یوه لنډمهاله سمينار په بهیر کې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيولو په اړه زدهکړې ورکول شوې. د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا پولیس په اتو برخو کې روزل شوي دي، خو په دې روزنه کې د کوکنارو د کښت مخنيوی او اړول نهدي شامل. د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د دفتر رئیس حسيبالله احمدي وايي چې دا تربيتي دوره ۱۵ ورځې وه... Читать дальше...