کابل او نورو ولايتونو کې چاودنې؛ ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول په څو ښارونو چاودنې شوې چې د راپورونو په اساس لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله رسېدلې. په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه تاریخي جومات ( سه دوکان ) کې د ماسپيښین د لمانځه پر مهال درنه چاودنه شوې. د بلخ د روغتون رییس ډاکتر غوث الدین انوري تایید کړې چې روغتون ته لس مړي او څه باندې څلوېښت ټپیان ور انتقال شوي. په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو رییس ذبیح الله نوراني بیا د مرګژوبلو شمېره ۲۵ یاده کړې. اخوا په کندز کې د طالبانو د په یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. Читать дальше...