د پاکستان قامي سلامتيا کمیټۍ: د عمران خان حکومت د بهرني سازش له وجې نه دی نسکور شوی
د پاکستان د قامي سلامتيا کمیټي وايې، د استخباراتي ادارو له تحقيقاتو ثابته شوې چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.
د پاکستان د قامي سلامتيا کمیټي وايې، د استخباراتي ادارو له تحقيقاتو ثابته شوې چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.
ټاکل شوې چې د ملګروملتونو سرمنشي د سه شنبې په ورځ مسکو ته ولاړ شي څو د روسیې له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي. د ملګروملتونو سرمنشي وايي، هیله لري چې مسکو ته د ده سفر او د روسیې له جګپوړو چارواکو سره لیده کاته به اوکراین ته سوله راولي. ټاکل شوې چې انتونیوګوتېریش د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۲۶مه مسکو ته د سفر پرمهال له ولسمشر ولادیمیرپوتین او د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف سره وګوري. د سرمنشي مرستیال ویاندې ایري کانیکو د ګوتېرېش د سفر د اجنډا جزییات پرون په نیویارک کې له خبریالانو سره شریک کړل. Читать дальше...
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پرون په یوه جومات کې چاودنې د طالب چارواکو په وینا ۳۳ کسان ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام پر ټویټر ولیکل چې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ولسي خلک وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. ښاغلي مجاهد پرته له دې چې د کومې خاصې ډلې نوم واخلي ویلي دي چې د دې پېښو عاملان فتنه ګر او شریر عناصر دي چې د نیولو او سزا ته رسولو لپاره یې جدي هڅې روانې دي. د سیمه ییزو سرچینو او عیني شاهدانو... Читать дальше...
د ملګروملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې وروستۍ چاودنې او حملې په کلکه غندلې دي. د ملګروملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د وروستیو چاودنو او بریدونو د غندنې ترڅنګ غوښتنه کړې چې د دې پېښو عاملان عدالت ته راکاږل شي. د امنیت شورا په پرونۍ اعلامیه کې راغلي دي، چې دا ډول حملې هېڅ راز توجیه نه لري او زیاتوي چې د دې تروریستي حملو تنظیموونکي، تمویلوونکي او ملاتړي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. په عین حال کې د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې وروستۍ حملې ښيي چې د هزاره ګانو پر وړاندې سیستماتیک تشدد روان دی. Читать дальше...
د کراچۍ ابادي ورځ تر بلې زیاتېږي او همدا لامل دی چې په هدیرو کې یې د نویو قبرونو لپاره ځای په ختمېدو دی. اوس د هغه ښار په هدیرو کې د پخوانیو قبرونو پر ځای نوي هغه جوړېږي. نور د اژانس فرانس پرېس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په بوسنیا هرزیګوونا کې تېره شپې د زلزلې له امله یوه مېرمن مړه شوې او لږ تر له درې تنه ټپیان شوې دي. دا زلزله د شپې له یولس نیمو بجو لږ وروسته وشوه چې په ګاونډیو هېوادو، کرویشیا، سربیا او مونتینګرو کې هم احساس شوه.
ایراني رسنیو راپور ور کړ چې وسله والو د سپاه پاسداران د یوه جګپوړي قوماندان حسین الماسي پر موټر نن د ایران په جنوب ختیځ کې ډزې کړې دي چې په دې پېښه کې د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی. رویټرز اژانس هم تایید کړې ده، چې په دې پیښه کې الماسي ته زیان نه دی رسېدلی. ایرنا اژانس وای، چې برید کوونکي نیول شوي دي. دا برید د زاهدان ښار ته څېرمه شوی دی.
پاکستان پنځلس میاشتې وروسته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د یوې پېښې خبر ورکړ. د پاکستان روغتیایي چارواکو رسنیو ته پرون وویل، چې له بده مرغه د پولیو یوه پېښه په وزیرستان کې ثبت شوه. په پاکستان کې په دوه زره شلم کال کې د پولیو یوسل او اووه څلویښت پېښې ثبت شوې وې، خو د واکسین له امله دا ناروغي په دې هېواد کې ورکه شوې وه. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا افغانستان یواځنی هېواد دی چې د پولیو پېښې په کې شته او اوس په پاکستان کې د دې ناروغي یوه نوپېښه ثبت شوې ده.
د ماین پاکۍ یو شمېر موسسو مسئولان وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې هره مياشت تر ۱۰۰ ډېر افغانان د ماینونو په چاودنو کې مړه او ټپیان کېږي. د کريمې خاوند او زوی د ماین په یوې چاودنه کې وژل شوي دي. د کریمې مېړه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کابل په خواجه جمع سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین قرباني شو. د کریمې زوی ۳۲ کلن اسماعیل هم د پلار له مرګ ۴ کاله وروسته د شپې هغه مهال چې له دندې کور ته روان و، د ماین په چاودنه کې ووژل شو . کریمه وايي، زوی یې اسماعیل چې ۲ ماشومان درلودل، کراچۍ یې درلوده او د همدې وسیلې له لارې یې کور ته ډوډۍ راوړله. Читать дальше...