امریکا او ملګرو ملتونو د کابل پرونۍ چاودنه وغندله
په داسې حال کې چې په کابل کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، ملګروملتونو، متحدوایالتونو او نورو دا برید غندلی دی. د کابل د پلازمېنې په امن سیمه وزیراکبرخان مېنه کې د پرونۍ چاودنې د مړو شمېر چې لومړی څلور تنه وو، اوو ته لوړ شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا حمله د وزیراکبرخان د جامع جومات مخې ته د یوه موټربم د چاودلو له کبله شوې ده او پر اوو مړیو سربېره د ماشومانو په ګډون له ۴۰ زیات نور کسان هم په کې ټپیان شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بېګا آزادۍ... Читать дальше...