نن د فوټبال په نړیوال جام کې د درېیم مقام ګټلو په خاطر سيالي ترسره کېږي
ټاکل شوې ده چې د قطر په خلیفه لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې مراکش او کروېشیا سره سيالي وکړي. مراکش په نیمه پایلوبه کې له فرانسې او کروېشیا بیا له ارجنټاین خپلې لوبې وبایللې. د نننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام ترلاسه کړي. تر نننۍ لوبې وروسته به دواړه لوبډلې له دې نړیوال جام سره خدای پاماني وکړي. ټاکل شوې ده چې سبا(یکشنبه) به پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي.