Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Декабрь
2022

Новости за 24.12.2022

Pa.azadiradio.com 

بېنیټ: طالبان دې د وروستیو لاریونونو پرمهال نیول شوي معترضان خوشې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو د هغو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو پرضد د اعتراض له امله نیول شوي دي. ریچارډ بېنیټ پرون په ټویټر کې ولیکل چې داسې خواشینوونکي راپورونه خپاره شوې دي چې په کابل، ننګرهار او تخار کې ښځینه احتجاج کوونکې او خبریالان وهل شوي او نیول شوې دي. وروسته تر دې چې د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ تر امر ثاني پورې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو او تعليمي موسسو دروازې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: ښایي روسیه د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې ښايي روسیه د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي. ده له اوکراینیانو وغوښتل چې په راتلونکو ورځو کې ډېر احتیاط وکړي. زیلینسکي په خپله وینا کې چې تېر ماښام د ویډیو له لارې خپره شوه دا خبره هم وکړه چې د رخصتیو په وخت ښایي د ده په وینا روسیي ترهګر بیا فعاله شي. د اوکراین په ختیځ کې پرون هم سخته جګړې روانې وې، د روسیي ځواکونو بریدونه د باخموت او اودیفکا پر ښارونو متمرکزه و. بل لور ته په واشنګتن کې د استازیو جرګې له اوکراین سره د پنځه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوفناکینګز لوبډلې د درېیم ځل لپاره د لانکا غوره لیګ اتلولي وګټله

د سریلانکا غوره لیګ سيالۍ یا لانکا پرېمیرلیګ تېره شپه د جوفناکینګز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. په پای لوبه کې کولمبو سټارز لوبډلې ۱۶۳ منډې کړې وې چې د کینګز له لوري په وروستي اور کې پوره شوې او د لانکا غوره لیک سیاليو د درېیم پړاو اتلولي یې وګټله. دغه سیالۍ چې د ډسمبر میاشتې په ۶ نېټه د پينځو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم په کې ولوبېدل، چې په پایلوبه کې محمدنبي عیسي خېل د کولمبوسټارز او رحمن الله ګربز د جوفناګینګز لوبډلې برخه وال وو. محمدنبي په پایلوبه کې ۱۵ منډې وکړې او یوه ویکټ یې واخیسته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مهاجرت نړیوال سازمان د افغان نجونو پر لوړو زده کړو بندیز غندلی

د مهاجرت نړیوال سازمان یا ای او ایم د نجونو د پوهنتونونو د بندولو په برخه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا په دې هېواد کې د ښځو پر زده کړو او کار سیستماتیک محدودیت او د ښځو د حقونو سرغړونه ده. په هغه بیان کې چې پرون د ای او ایم له خوا خپور شو، د طالبانو له چارواکو څخه غوښتنه شوې چې په دې اړه خپله پرېکړه بدله کړي څو دا خبره یقیني شي چې ټولې افغان نجونې او ښځې زده کړې کولای شي. دې نړیوالې موسسې همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې په تېرو څو میاشتو کې افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابلوف: روسیه او هند د افغانانو ترمنځ د خبرو بیا پیل سره مرسته کولای شي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې که طالبان وغواړي نو مسکو کولای شي چې له نوې ډیلي سره په ګډه د افغانانو ترمنځ د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي. ښاغلي کابلوف د هند چاپ هندو ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه، همداراز ویلي چې د تروریزم پر ضد د طالبانو اقدامات کافي نه دي، خو هغه په عین حال کې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه د طالبانو د موافقې په صورت کې چمتو دي چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري ورسره وکړي. د روسیې استازي همداراز ویلي چې د کابل د موافقې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د امریکا یوه پوځي اډه کې مېشتو افغانانو تر ۲۶۰ میلیون ډالرو زیان اړولی

د پنټاګون یو ځانګړی مفتش وايي، د امریکا هغه پوځي اډې چې زرګونه افغان کډوال په کې دېره دي، تر ۲۶۰ میلیون ډالرو پورې زیانمن شوي دي. اسوشیتیدپریس خبري آژانس پرته له دې چې د دې چارواکي نوم یاد کړي، پرون د ډسمبر ۲۳مه راپور ورکړ چې د څو اډو دېوالونو او د نلدوانۍ سیسټمونو ته سخت زیان اوښتی دی او ترڅو چې بیارغونه په کې ونه شي نور نو د پوځي ځواکونو له کاره وتلي دي. د تېر کال د اګست میاشتې په وروستیو دوو اونیو کې متحدوایالتونو له ۱۲۰ زرو زیات افغانان د کابل له هوايي ډګر څخه ولېږدول چې ډېری دا کډوال امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازو جرګې د ۱.۷ تریلیون ډالرو په ارزښت د بودیجې لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې د ۱.۷ تریلیون ډالرو په ارزښت د بودیجې لایحه چې اوکراین ته د ۴۵ میلیارد ډالرو مرسته هم په کې شامله ده تصویب کړه. د استازو جرګې چې ډیموکراتان په کې اکثریت دي دا لایحه تېره شپه د ټاکلي مهلت له پای ته رسېدو مخکې تصویب کړه. دې لایحې ته ۲۲۵ وکیلانو موافقې او ۲۰۱ نورو مخالفې رایې ورکړې. یاده لایحه به د ولسمشر جوبایډن له توشېح وروسته په قانون بدله شي، ځکه د امریکا سنا هغه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

پاریس کې د کردانو پر یوه غونډه د برید پرمهال لږترلږه ۳ کسان وژل شوي

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د کردانو پر یوه غونډه د برید پرمهال لږترلږه درې کسان وژل شوي دي. دې پېښې ته چارواکو د نژادپالنې د برید نوم ورکړی دی. د راپورونو له مخې پرون د ډسمبر ۲۳مه یوه وسله وال کس په هغه ځای کې ډزې وکړې چې ډېری کردان دکانونه او کافې ګانې په کې لري. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یوه بوږنونکې او کرکجنه پېښه بللې ده. رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د دې برید درې واړه قربانیان کردان دي. ویل کېږي دا برید هغه ۶۹ کلن سړي کړی چې تازه له زندانه خوشې شوی و.

Pa.azadiradio.com 

ایا طالبان به د نجونو د پوهنتونونو پرانیستلو په تړاو د نړیوالو غوښتنې ومني؟

اندونیزیا په افغانستان کې د نجونو د پوهنتونونو د بندېدو پر پرېکړه خپګان ښودلی او له طالبانو یې غوښتي دي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي. له دې مخکې نورو اسلامي هېوادونو او سازمانونو هم له طالبانو څخه دې ته ورته دا غوښتنې کړې دي. په دې اړه احمدتکل د دیني او حقوقي چارو د شنونکي صلاح الدین سعیدي نظر پوښتلی او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د اندونیزیا او نورې اسلامي نړۍ غوښتنې به طالبان دې ته وهڅولای شي که نه چې د نجونو پوهنتونو او ښوونځیو ته اجازه ورکړي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: اوکرایني ځواکونه په جګړه کې د بریا لپاره سختې هلې ځلې کوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د امریکا له سفره کییف ته له رسېدو سره سم اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونه د روسیې پرضد جګړه کې د بریا لپاره سختې هلې ځلې کوي. زیلینسکي په هغه وینا کې چې پرون خپره شوه یوځل بیا ټینګار وکړ چې اوکراین به په دې جګړه کې بریالی شي. هغه متحدوایالتونو ته خپل سفر هم له بریاوو او لاسته راوړنو ډک وباله. زیلینسکي وویل: "بریالی سفر و. موږ د خپلو هوايي دفاعي ځواکونو د پیاوړي کولو پرېکړه وکړه. د امریکا کانګرس د اوکراین او نړۍ د امنیت لپاره د ۴۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اندونیزیا او الازهر د افغان نجونو پر لوړو زده کړو بندیز خواشيني وښوده

د اسلامي همکاریو له سازمان او یوشمېر اسلامي هېوادونو وروسته اندونیزیا د طالبانو پر هغې پرېکړې خواشیني ښودلې چې د نجونو پوهنتونونه یې بند کړل. د اندونیزیايي رسنیو د راپورونو له مخې د نړۍ د ترټولو زیاتو مسلمانانو لرونکي هېواد په افغانستان کې د نجونو د پوهنتونونو پر بندېدو خپګان څرګند کړی او پر افغانستان له واکمنو طالبانو یې غوښتي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي. جاکارتا پوست ورځپاڼې او نورو رسنیو پرون راپور ورکړ چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت پر خپل رسمي ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې اړه د طالبانو د پرېکړې له کبله ژوره اندېښنه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټي ټي پي مشر: د جګړې لپاره په خپله د پاکستان له خاورې ګټه اخلو

ډیپلوماټ: ډیپلوماټ خپرونې د پاکستاني طالبانو له لوري د حملو زیاتوالي ته پام اړولی او د پیل په کرښو کې لیکي چې د پاکستان کومانډو ځواکونو د ډسمبر په ۲۰مه په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ترهګرۍ ضد په یوه مرکز کې چې د ټي ټي پي وسله والو په کې د دې مرکز یو شمېر چارواکي او امنیتي کسان برمته کړي وو، د ژغورنې په عملیاتو کې د دې ډلې ۲۵ تنه ووژل. د ډیپلوماټ په لیکنه تر دې پېښې څو ورځې مخکې په دې مرکز کې په بنو سیمه کې پروت دی، د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسله والو یو شمېر پولیس او نور کسان برمته کړي وو چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

معتادین: د ژمې سړې هوا زموږ د ژوند ستونزې دوه برابره ډېرې کړي

بې کوره او بې سرپناه معتادین اندېښمن دي چې ژمی او سړا هوا به د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړي. د کابل د چمن حضوري په يوه څنډه کې څو معتادین راټول شوي، پر سر يې د ترپال يوه ټوټه غوړولې او د پلاسټيکونو او لرګیو په سوځولو سره خپل ځانونه تودوي. دا معتادین وايي چې، د ژمي سړې هوا د دوی ستونزې دوه برابره ډېرې کړي دي، ځکه چې د اوسېدو ځای نه لري او شپه او ورځ په ازاده هوا کې تېروي. د محمدعليم په نوم يو معتاد چې څو ساړه ژمي يې په دغه ډول تېر کړي وايي چې، د تېرو کلونو د سړې هوا ناوړه اثرات يې اوس هم په وجود کې پاته دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: له نشه يي موادو سره د طالبانو د مبارزې پايله راتلونکی کال معلومېږي

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو فرمان تر اوسه پوره نه دی عملي کړی، خو دا تر وخت مخکې خبره ده چې پايلو ته يې خوشبین ووسي. په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د نوي فصل پيل او د طالبانو د حکومت جدي اقدام ته د نړیوالو هيله مندي. ملګري ملتونه وايي که څه هم د کوکنارو کښت د کال په لومړي فصل کې ۳۲ سلنه ډېر شوی و، خو دوی اوس هيله لري چې د طالبانو د حکومت د فرمان په عملي کولو سره به په روان فصل کې د کوکنارو کښت ښه ډېر راکم شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې... Читать дальше...


«Вырабатывается канцероген»: чем полезны шпроты, как их выбрать и для кого они опасны

Эксперты рассказали о создании интерьеров в концепции «дом открытых дверей»

Болельщики выбрали Игнашевича лучшим тренером Кубка России

Желающие проститься с Заворотнюк выстроились у Покровского монастыря



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Желающие проститься с Заворотнюк выстроились у Покровского монастыря

Московская пенсионерка подшутила над мошенниками

К 100-летию педиатрической службы Якутии: врач Сардана Маркова о профессии, кадрах и проблемах

Московская пенсионерка пошутила над мошенниками, подменив деньги бумагой

Музыкальные новости

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина

Сотрудники Росгвардии задержали устроившего стрельбу с балкона мужчину в Подмосковье 

В Штабе «Единой России» детям рассказали о правилах безопасного отдыха

Концерты оркестра Бутмана посмотрели более 50 миллионов китайцев

Новости России

Сегодня играем с Подмосковьем. ФК "Орел" проведет матч на выезде

Московская пенсионерка подшутила над мошенниками

Чебоксарцы смогут приложиться к иконе Божией матери "Казанская"

Главные новости к утру 1 июня

Экология в России и мире

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Коллекция купальников Love Republic

Пять морей и одно озеро: в России создадут новые круглогодичные курорты - стали известны подробности

Спорт в России и мире

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"

Мирра Андреева вышла во второй круг Открытого чемпионата Франции

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Moscow.media

Выгодно ли покупать квартиру в новостройке?

Военные следователи продолжают оказывать гуманитарную помощь военнослужащим, находящимся в полевых госпиталях

Удаленная настройка охранных комплексов StarLine

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *