ځینو نړیوالو ورځپاڼو د ښځو خلاف د طالبانو وروستیو پرېکړو ته کتنه کړې
ګڼو نړیوالو ورځپاڼو د ښځو خلاف د طالبانو وروستیو پرېکړو ته، چې یو په بل پسې یې اعلانوي، کتنه کړې ده. مېل: د بریتانیا مېل ورځپاڼې د طالبانو له لوري په افغاني او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې تر بلې خبرتیا پورې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې څرګندونې خپرې کړي دي. پیني وونګ د طالبانو دا پرېکړه غندلې او پر هغو یې غږ کړی چې پر خپله پرېکړه، چې د ښځو د محدودولو او ځپلو لپاره ده، بیا کتنه وکړي. ورځپاڼې په دې اړه د اسټرالیا د باندنیو چارو وزیرې ټویټ ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي... Читать дальше...