د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل طالبانو سره خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي
په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو له خوا د بندیز تر لګېدو وروسته ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل، مارټین ګریفیټس له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف پرون ناوخته په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، چې دغه سفر راتلونکو اوونیو ته پلان شوی دی. نوموړي وويل: "د طالبانو دې پرېکړې چې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کوي، له وړاندې اغېزې کړې دي، ځکه له دې بندیز سره باید مشخص فعالیتونه ودرول شي. Читать дальше...