د اوکراينۍ الوتکې د رانسکورېدو په تور د ايراني ځواک لس غړي په بند محکوم شوي دي
ایران د وسلهوالو ځواکونو لس غړي په ۲۰۲۰ کال د یوې اوکراینۍ الوتکې د راغورځولو په پېښه کې د لاس لرلو په جرم په زندان محکوم کړي دي. د ایران د قضایي ادارې د وېبپاڼې له مخې د اوکراین د هوایي شرکت اړوند د دغې مسافر وړونکې الوتکې د را نسکورېدو په دې پېښه کې ۱۷۶ کسان وژل شوي وو. د ایران میزان انلاین ورځپاڼې د راپور له مخې د دغو ځواکونو قومندان چې نوم یې نهدی ښودل شوی، په لس کاله بند محکوم شوی او نهو نورو ته د یوه نه تر درېیو کلونو پورې د بند سزاوې ورکړل شوي دي. د راپور له مخې دا قضیه په دې وروستیو... Читать дальше...