کرکټ؛ سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه
د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په دویمې یو ورځنۍ سیالۍ کې خپل مېلمه افغانستان ته د ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن یکشنبه د جون ۴مه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. کوربه لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۲۳ منډې جوړې کړې. سریلانکا ته کوسال مینډس ۷۸ او کرانورتنې ۵۱ منډې جوړې کړې. په افغان توپ اچونکو کې بیا فریداحمد او محمدنبي ۲ـ۲، مجیب الرحمن او نوراحمد یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. افغانستان د ورکړل شول هدف... Читать дальше...