ایا د 'بچه بروت' په رسټورانټ کې مو چاینکي خوړلې؟
په کابل ښار کې د 'بچه بروت' په نوم یو مشهور رسټورانټ چاینکي پخوي. په دې ورځو کې دغه رسټورانټ ډېر یادېږي او خلک د افغانستان د دغو دودیزو خوړو د خوړلو لپاره ورځي.
په کابل ښار کې د 'بچه بروت' په نوم یو مشهور رسټورانټ چاینکي پخوي. په دې ورځو کې دغه رسټورانټ ډېر یادېږي او خلک د افغانستان د دغو دودیزو خوړو د خوړلو لپاره ورځي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د جون پر ۲۰مه عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د بنو زندان ته لېږل شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د جون پر ۲۰مه د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د علي وزیر او د یاد غورځنګ د نورو پلویانو د نیولو خلاف مظاهرې وکړې. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
اداکار خالد خټک، چې دی (دي ايکټرز کلېکټېف ټرسټ پاکستان) په نوم د ټول هېواد په کچ د ډرامو او فلمونو د اداکارانو د ټولنې يو فعاله غړی دی، د جون پر ۲۰مه يې مشال راډيو ته وويل چې حکومت د دوی د صحت مسلو د حل لپاره د ډېرو لږو روپيو اعلان کړی دی او دا چې دا پروګرام به هېڅ ګټه و نه کړي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت مني چې د یونان په اوبو کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د نورو هېوادونو د اتباعو ترځنګ افغانان هم مړه شوي دي. له شپږ ورځني ځنډ وروسته د یونان په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د افغانانو مړینه تایید شوه. په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت د کونسلي چارو مسوول احمد خالد اکبر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه کې افغانان مړه دي، خو کره شمېر یې نه دی معلوم. نوموړي وویل: "کوم معلومات چې موږ تر لاسه کړي دي په دې کښتۍ کې لږ افغانان و، د دې لپاره چې دغه کښتۍ... Читать дальше...
د کراچۍ په ناظم اباد کې یوه کورنۍ هر کال د قربانۍ څاروي د کور پر بام ساتي او بیا یې د اختر پر ورځ د کرېن په مرسته ښکته کوي. د څارویو ښکته کولو ته له لیرې، لیرې سیمو څخه خلک نندارې ته ورځي. ویډیويي رپورټ.
د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا 'سیف ده چلډرن' خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د درې میلیونو ماشومانو په ګډون له ۱۵ میلیونو ډېر کسان د لوږې له بحران سره مخ شي. د ماشومانو د ساتنې نړيواله اداره 'سيف ده چلډرن' وايي، د ملخانو يرغل د افغانستان اته شمالي ولايتونه تر ټولو زیات اغېزمن کړي او دا وضعيت به په دغه هېواد کې ميليونونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخ کړي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به په... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو درې ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې مس عینک لوبډلې د ۱۹۱ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. دغه پایلوبه چې د جون په ۱۷مه نېټه د ننګرهار د شهید نجیب ترکي په لوبغالي کې پيل شوې وه، په شلمه نېټه د مس عینک په ګټه پای ته ورسېده. د پایلوبې لومړۍ پاڼۍ مس عینک ترسره کړه چې ۳۳۵ منډې یې وکړې، مخکښ توپوهونکی یې عبدالله ځدراڼ و چې ۹۳ منډې یې کړې وې. امو لوبډلې ته عظیم ځدراڼ ۵ لوبغاړي وسوځول. امو لوبډلې بیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۵ منډې وکړې، دوی ته پخواني ملي... Читать дальше...
د روسیې دفاع وزیر سرګې شویګو نن اوکراین ته خبرداری ورکړ چې که د لوېدیځ له توغندیو په استفادې پر کریمیا برید وکړي، سمدستي به ترې غچ واخلي. شویګو وویل، د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشران پلان لري چې د کریمیا ټاپووزمې په ګډون چې روسیې له خپلې خاورې سره ملحق کړې، د روسیې پر قلمرو د امریکایي هیمرز او برتانوي ستورم شډو توغندیو په ذریعه برید وکړي. هغه زیاته کړه چې د پوځي ځانګړیو عملیاتو له زون څخه بهر له دا ډول توغندیو استفاده به دا معنا لري چې متحده ایالات او ستره بریتانیا په بشپړه توګه په دغه جګړه... Читать дальше...
د طالبانو حکومت په لغمان کې ولایت کې یو کس اعدام کړ. د طالبانو حکومت وايي، د سهشنبې په ورځ یې د لغمان ولایت په عیدګاه جومات یو تن اعدام کړی دی. د طالبانو حکومت سترې محکمې نن یوه اعلامیه کې د اعدام شوي کس نوم محمد اجمل ښودلی چې د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ادعا یې کړې چې په لغمان ولایت کې یې د یوې کورنۍ ۵ تنه وژلي دي. د طالبانو سترې محکمې ادعا کړې چې پر یاد کس یې ابتداییه، مرافعه او تمیز درې ګونو محکمو د اعدام حکم کړی او وروستۍ پرېکړه یې مشر ملا هبتالله څېړلې او د عملي کېدو امر یې کړی دی. Читать дальше...
یو تازه تحقیقاتي راپور ښيي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې کسان هڅه کوي خپلې شتمنۍ په بهر کې پټې کړي او په دې توګه د نړیوالو بندیزونو له اغېزو ځانونه خوندي کوي. د ای ستوريز او د تنظیم شویو جرمونو او د فساد په اړه د راپور ورکولو د پروژې په مشرۍ د ژورنالیستانو یوې ډلې په خپل نوي تحقیقاتي راپور کې چې نن د جون شلمه خپور شو ویلي چې د دوی موندنې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د څه باندې پنځوس زره افشا شویو ایمیلونو او اسنادو پر بنسټ ولاړې دي. د دې موندنو له مخې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ماشومتوب... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو او ځورولو لړۍ دې ودروي. په پاکستان هغه افغان پناه غوښتونکي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي، وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې یو ځل بیا په دې هېواد کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې ده. په پاکستان کې یوه افغان پناه غوښتونکې ویدا عمري ادعا کوي چې پولیس یې کور ته د افغانانو د نیولو په خاطر ورغلي او دا اړ شوې چې د پولیسو له سترګو د پناه کېدو په خاطر له کوره ووځي او... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ناسته به تر یوې میاشتې په جنیوا کې روانه وي او د دې ناستې په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت لا ډېر بحثونه وشي. په همدې موضوع مرسلین ارسلا د دغه ناستې د تېرې ورځې د ناستې له یوې ګډونوالې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي چې دغې ناستې ته د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندې شوي راپور کې تر کومه د افغانستان رښتینی وضعیت انځور شوی؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
ملګري ملتونه له ۲۰۰۰ز کال راهیسې د کډوالو نړیواله ورځ د دې لپاره لمانځي چې کوربه هیوادونو ته سپارښتنه وکړي چې له کډوالو سره دې له تعصب، تاوتریخوالي، مذهبي عقایدو او سیاسي اختلافاتو پرته انساني سلوک وشي.
د پاکستان د خبریالانو یوې ټولنې له نړیوالو غوښتي چې په دې هېواد کې له دېره افغان خبریالانو سره مرستې وکړي. د آزادۍ شبکې په نوم د رسنیو د څار ټولنې د جون د شلمې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت او د رسنیو د ملاتړ د ډلو په ګډون پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغان خبریالانو سره بشري مرستې وکړي او فرصتونه ورته برابر کړي څو په پاکستان کې د ژوند له ستونزو سره مبارزه او په خپل مسلک کې کار وکړای شي. په بیان کې یادونه شوې چې په پاکستان کې دېره افغان ژورنالیستان په ډېرو... Читать дальше...
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ دفتر وايي چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله د روانې جون میاشتې تر ۱۸ مې نېټې پورې د اوکراین ۹۰۸۳ ولسي وګړي وژل شوي او نږدې ۱۶ زره نور ټپیان دي. روسیې د تېر کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل وکړ. د ملګرو ملتونو دې ادارې نن په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې ښايي د جګړې اصلي تلفات تر دې څو ځلې زیات وي. بیان زیاتوي چې یوازې په جون میاشت کې د ۱۱۲ ولسي وګړو وژنه او د ۴۴۵ تنو ټپي کېدو هم تایید شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا اکثر قربانیان... Читать дальше...
د اوکراین پلازمېنه کییف او څو نور لوی ښارونه تېره شپه د روسیې په راکټي بریدونو کې په نښه شول. د کییف والي سیرهي پوپکو نن پر ټلګرام ولیکل چې د پلازمېنې د هوايي مدافعې سیستم د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د ډرون پراخ بریدونه شنډ کړل او د ایران ساخت نږدې شل ډرونونه یې راوغورځول. پوپکو زیاته کړه چې په تېرو اتلسو ورځو کې دا پر کییف د روسیې لومړۍ حمله وه. د کییف والي همداراز وویل چې په پلازمېنه کې د هوايي حملو الارم څه باندې درې ساعته دوام وکړ. هغه زیاته کړه چې د بېګانیو حملو د تلفاتو په اړه سمدستي جزییات نهشته. Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنیټ راپور له حقایقو سره سر نه خوري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د پرونۍ غونډې او په دې غونډه کې د طالبانو په اوسني رژیم د بشري حقونو د نقض له امله د سختو نیوکو وروسته، د طالبانو حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی. د بشري حقونو شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. Читать дальше...
د بلوچستان په کلني بجټ کې د صوبې د ترقیاتي کارونو لپاره ۲۲۹ اربه او د غیرترقیاتي کارونو لپاره ۴۳۷ اربه روپۍ اېښودل شوې دي.
د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د جون پر ۱۹مه، په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې په يونان کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د مړو شويو پاکستاني وګړيو تر پېژندګلوۍ وروسته به د هغوی جسدونه پاکستان ته وړل کېږي.
افغانستان کې د نورو کسبونو تر څنګ ګلفروشي نسبتاً نوی کسب دی، خو دا کسب د نورو کسبونو برعکس کار یې د خلکو د خوښیو له شېبو سره وي. دې راپور کې د هغه چا کيسه اورېدلی شئ چې ټوله کورنۍ يې د ګلانو کاروبار کوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د پاکستان په لاهور ښار کې پروت د "زمزمه" په نوم توپ د معاصر افغانستان بنسټګر احمد شاه ابدالي (دراني) په امر په ۱۷۵۷ز کال کې جوړ شوی وو چې وروسته په ۱۷۶۱ز کال کې د پاني پت په درېيمه جګړه کې د مرهټوو خلاف وکارول شو. د پاني پت تر جګړې وروسته د افغانستان د هغه وخت پلازمينې کندهار ته د تګ پرمهال احمد شاه بابا زمزه توپ په لاهور کې پرېښود چې لا هم هلته پروت دی.
په کندهار کې مېشت کوچیان وايي، روانې وچکالۍ زیانمن او څاروي یې ورته له منځه وړي دي. کوچیان شکایت کوي چې د مالي زیان ترڅنګ د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي، آن د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري. بلخوا د کندهار د کرني ریاست مسوولان وايي، د موسسو په مرسته هڅه کوي چې ټولو ځپل شویو کوچیانو سره مرسته وکړي. په تېر جمهوري دولت کې کوچیانو د خپلو ستونزو د حل لپاره په دولتي کچه ځانګړی امریت درلود. خو واک ته د طالبانو له ورسېدو وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دغه امریت له منځه ولاړ او په کرنې او مالدارۍ ریاست کې مدغم شو. Читать дальше...
د هلمند د واشېر ولسوالۍ څخه ګڼو خلکو دغلته د اوبو د نشتوالي له کبله کډه کړې او ځینو اوس د سيمې پرېښودو هوډ کړی. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغلته په ډېر شمېر سیمو کې خلک د څښاک اوبو ته هم لاسرسي نهلري. خلک وايي، په واشېر ولسوالۍ کې کارېزونه وچ شوي او د څاګانو د اوبو کچه هم څو برابره ښکته شوې ده. د سيمې اوسېدونکي له واکمنو غواړي چې په ولسوالۍ کې دې د څښاک د اوبو ستونزه ورته حل کړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار لري چې د طالبانو د محدودونکو اقداماتو په ځواب کې باید نړیواله ټولنه د افغان ښځو کلک ملاتړ وکړي. دې شورا ته د دوشنبې په ورځ د افغانستان ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنيټ خپل راپور وړاندې کړ او پهکې یې د طالبانو د زیاتېدونکو سختدریځیو او سرغړونو یادونه وکړه. د شورا ناسته په دې حللارو پای ته ورسېده چې له افغان ښځو باید کلک ملاتړ او د جنسیتي تاوتریخوالي او سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د کاري ډلو پروګرامونه وهڅول شي. دا چې نړیواله ټولنه څه کولای شي او ولې نړیوال... Читать дальше...
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، د افغان ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې عاملان باید ځواب ورکوونکي ووسي. هغې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه ناسته کې چې پرون دوشنبه جوړه شوه وویل، یو تازه راپور ښيي چې افغانستان کې ښځې د جنسیت په خاطر ځپل کېږي. دې غونډې ته په دې اړه راپور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او له تبعیض سره د مبارزې کاري ډلې وړاندې کړ. بېنیټ د افغان ښځو وضعیت له پخوا ترینګلی بللی او ویلې یې دي، پر... Читать дальше...