بېوزلي او د ډلهييزو ودونو زياتوالی
په باميان کې د ۱۷ جوړو ډلهييز واده مراسم ترسره شول. ياد ډلهییز واده چې د يو بنسټ لهخوا تنظیم شوی وايي، دوی د هغو ځوانانو ودونه ترسره کوي چې اقتصادي توان نهلري. نور په دې ويډيويي راپور کې:
په باميان کې د ۱۷ جوړو ډلهييز واده مراسم ترسره شول. ياد ډلهییز واده چې د يو بنسټ لهخوا تنظیم شوی وايي، دوی د هغو ځوانانو ودونه ترسره کوي چې اقتصادي توان نهلري. نور په دې ويډيويي راپور کې:
کروندګر وايي، د بازار د نشتوالي له امله د دوی حاصلات له خرابوالي او مالي زيانونو سره مخ دي. دوی وايي، پنځه کیلو هندواڼه په ۲۰ افغانۍ پلوري، خو بيا هم پېرېدونکي نهلري. ياد بزګران د طالبانو د سرپرست حکومت پر نه پاملرنې هم نیوکه کوي. نور په دې ويډیويي راپور کې:
يو شمېر نجونې زدهکوونکې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې انلاين درسونه پرېښي دي. سميه چې د اتم ټولګي زدهکوونکې وه او د طالبانو د بنديز له امله له زدهکړو بېبرخې شوې ده وايي: "موږ حتی خپلو خوړو ته پیسې نهشو رسولی، تاسې له د انټرنېټ خبره کوئ." سمیې ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې په انلاین ډول خپل درسونه پر مخ بیول، خو د اقتصادي ستونزو له امله نور نهشي کولای خپل درسونه تعقیب کړي. هغه وايي: "ما انلاین درسونو سره ډېره مینه لرله، ما غوښتل خپل درسونه تعقیب کړم، ما د خپلې... Читать дальше...
له کمپيوټر ساينس فارغه مېرمن بېوزله مېرمنو ته د خياطۍ او لاسي صنايعو زدهکړه ورکوي. وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زدهکړو او دغه شان ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي، ډېرو مېرمنو د دندو او زدهکړو پر ځای نورو بوختياو ته مخه کړې. د کابل د لوېديځ اوسېدونکې فاطمه محمدي بېوزله او نالوستو ښځو ته په وړيا ډول خياطي او لاسي صنایع ورزده کوي. فاطمه محمدي چې د کمپيوتر ساينس برخه کې يې زدهکړې کړي دي، بېلابېلو برخو دندې هم ترسره کي دي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغان تخلیې ایتلاف سره به خپل تړون د دوشنبې په ورځ بیا تمدید کړي. یو شمېر افغانان چې د متحدهایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزې، ایس آی وي، پي۱، پي۲ یا P1،SIV او P2 کېسونه لري په خپلو کېسونو کې د نه پرمختګ او په دې برخه کې د چارو له سستوالي شکایت کوي. رفیعالله چې په خبره یې مخکې له امریکايي ځواکونو سره ژباړن و، ازادي راډیو ته وویل چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خپلې کډوالۍ د ځانګړې ویزې دوسیه تعقیبوي. نوموړی وايي، د امنیتي ستونزو له امله په درېیم هېواد کې ژوند کوي چې د پناه غوښتنې کېس یې وروستی شي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې احتمالاً د ۲۰۲۳ کال له جون څخه تر نومبر مياشتې پورې به د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ سیمو کې د خوړو خوندیتوب نور هم خراب شي. د کابل ولايت اوسېدونکې سميرا چې ښوونکې وه او د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې له دندې ګوښه شوې ده وايي: "هرې دروازې ته لاړم، نانوايي ته لاړم دوکانونو ته لاړم هر څه مې وکړل چا راته خیرات را نهکړ." نوموړې چې د خپل د کورنۍ سرپرسته ده، وايي، خاوند یې ورک دی او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. Читать дальше...
د پاکستان د یوشمېر سيمو سېلاب ځپلي وايي شاوخوا یو کال وشو خو حکومت ورسره پوره مرستې نه دې کړې. ډېر تاون د خیبر پښتونخوا په سوات او د سيند صوبې په داود کې اوښتی وو. هلته لا هم ډېری خلک بې کوره دي. خو حکومتي چارواکي وايي دوی له سېلاب ځپلو سره د خوراک، دوايانو او سرپناوو مرسته کړې ده. دوی زیاتوي چې په راتلونکې کې د نقصان مخنيوي لپاره د سیند پر غاړو د ودانیو په جوړولو بندیز لګېدلی دی. د اې اېف پي له ویډيو جوړ رپورټ.
روسي ځواکونو نن سهار وختي د لسګونو ډرون الوتکو په مرسته پر اوکراین حملې کړې دي. راپورونه وایي چې مسکو غواړي د اوکراین د تهاجمي بریدونو مخه ونیسي. روسي ځواکونو هم د ډرون حملې کړي او هم یې د اوکراین بېلابېلې سیمې نن سهار په توغندیو ویشتلي دي. په پلازمېنه کییف کې چارواکي وایي، د تورې بحیرې پر غاړه په اودیسا ښار کې درې ملکیان وژل شوي او په مرکزي پولتاوا سیمه کې روسیي ځواکونو یو پوځي هوایي ډګر په نښه کړی دی. د چارواکو په وينا، په دې بریدونو کې یو نهه ویشت کلن کس په خارکیف کې هم وژل شوی دی. رویټرز... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي چې طالبانو د القاعده په ګډون له یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي. د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او د پاکستاني طالبانو یا 'ټي ټي پي' سره پیاوړې اړیکې لري او ترڅنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نهکړې. Читать дальше...
د اوکراین پوځ نن اعلان وکړ چې د اودیسا پر بندري ښار د تېرې شپې د بېپیلوټه الوتکو په بمبارۍ کۍ یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د اوکراین د پوځ عملیاتي قومانداني په فېسبوک کې لیکلي، یوه ډرون الوتکه چې هوایي مدافع ځواکونو ویشتلې پر یوې څو پوړیزه ودانۍ لګېدلې چې د اورلګېدو سبب شوې ده. راپورونه وایي، دې اور د درې ملکیانو ژوند اخیستی او شپږ ویشت تنه نور یې ټپیان کړي دي. د اوکراین هوایي ځواکونه همدا راز وایي، روسیې په پنځه دېرش ډرون الوتکو او اته توغندیو پر اوکراین برید وکړ چې له دې ډلې یې... Читать дальше...
د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې په پلازمېنه انقره کې د توغندیو د جوړېدو په فابریکه کې چاودنې پنځه کارګر وژلي دي. دا چاودنه نن د 'ایم کې اي' توغندیو او چاودېدونکو موادو په فابریکه کې وشوه. ياده فابریکه له انقرې څخه شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې ده. د انقرې والي واسیپ ساهین خبریالانو ته وویل، د ژغورنې هڅو ته اړتیا نهشته ځکه چې نه څوک ایسار شوي او نه هم څوک ټپي شوي چې روغتون ته انتقال شي.
د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به راتلونکې اوونۍ چین ته ولاړ شي. دا سفر چې پخوا د فبروري په میاشت کې پلان شوی و، د دې لپاره وځنډېده چې د امریکا پر فضا د چین یو مشکوک څارونکی بالون ولیدل شو او بیا امریکا وویشت او اعتراض یې وکړ. وروسته تر دې چې په ۲۰۱۸م کال کې بلېنکن د مایک پامپیو پر ځای د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو، دا چین ته د ده لومړی سفر دی. یو شمېر چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، بلېنکن به د جون په ۱۸مه پېکېنګ ته ورسېږي. د امریکا... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره بنګلهدېش ته رسېدلې ده. افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبډله یې نن شنبه د جون ۱۰مه یاد هېواد ته ورسېده. ټاکل شوې چې افغانستان او بنګلهدېش د جون په ۱۴مه نېټه خپله یوازېنۍ ټېسټ سیالي پيل کړي چې د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي. افغان کرکټ ادارې د یو شمېر پخوانیو او ځوانو لوبغاړو په ګډون دې ټېسټ سیالۍ ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړې ده. د ویلو ده چې دواړه هېوادونه به په جولای میاشت کې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ولوبوي.
د اروپا فوټبال د اتلانو لیګ پایلوبه نن د مانچسټرسیټي او اینټرمیلان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دغه سیالي به د کابل پر وخت د شپې ناوخته د ترکیې د اتاترک د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شي. مانچسټرسيټي د انګلستان او اینټرمیلان د ایټالیا د فوټبال مخکښ کلبونه دي. د ویلو ده چې په دواړو کلبونو کې د فوټبال یو شمېر نوموتي لوبغاړي لوبېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له کوربه قرغزسستان سره کوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې چې دغه سیالي به نن شنبه د جون ۱۰مه د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي. یاد فدراسیون وايي، افغان لوبډله په ب ګروپ کې سیالۍ کوي او د دې لوبې ګټونکې لوبډلې ته ۳ نومرې ورکول کېږي. دغه راز تېره ورځ د یوه خبري ناستې پر مهال عبدالله المطیري په خپلو څرګندونو کې ډاډ څرګند کړی دی چې افغان لوبډله به ډېر ښه فوټبال نندارې ته وړاندې کړي. د ویلو ده چې د افغانستان... Читать дальше...
د جون پر نهمه په کوټه کې د زرګونه کسانو جلسې په وینا کې د غورځنګ مخکښ علي وزیر وویل د یو پلان له مخې د پښتنو په ځمکه جنګ تپل شوی او د هغه په خبره په وسایلو یې قبضه شوې ده.
په اسلام اباد کې پولیسو د سلګونو په شمېر کې افغانان نیولي او زنداني کړي یې دي. هلته ميشت افغانان وايي، د دوی په کورونو او کاروبار ځایونو پولیس چاپې وهي. د پاکستان پولیس بیا ادعا کوي چې دوي یواځې بې اسناده افغانان نیسي. نور حال د امریکا غږ اشنا راډیو لپاره د خدای نور ناصر په جوړ کړي راپور کې:
د سپیکر راجا پرویز اشرف په مشرۍ د جون پر ۹ مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې اسحاق ډار وویل چې په بجټ کې یې کوم نوې ټیکس نه دی لګولې او د پرمختیايي پروژو لپاره یې ۱۱۵۰ اربه روپۍ ځانګړی کړي دي
د مصر یو خیاط یا درزي د جلبیه په نوم د سړیو دودیزې جامې ګنډي او وايي، د هغو کالیو دود په ختمېدو دی چې دی یې ژوندی ساتل غواړي. د درزي په خبره، د هغو جامو ګنډل هم یو هنر دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي چې طالبانو د القاعده او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي. د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او پاکستاني طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او تر څنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري. دا راپور چې د جون په لومړۍ نېټه چمتو شوی او تازه خپور شوی پهکې راغلي، طالبانو د دوحې... Читать дальше...
په متحده عربي اماراتو کې د شاتو مچیو د پالنې لپاره نوې طریقې خپلې کړل شوي دي. د شاتو د فارمونو مالکان وايي چې په متحده عربي اماراتو کې د سختې ګرمۍ له وجې د شاتو د مچیو پالنه ګرانه شي چې له وجې یې د ګبین کاروبار ته زیان رسېږي. انیسه اجمل په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډيو دا راپور جوړ کړی دی.
کابل کې روانه اونۍ یو نندارتون جوړ شوی چې په کې نجونو او ښځو خپل هنري کارونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د نندارتون موخه د دغو تولیداتو لپاره د خرڅلاو زمینې برابرول او ښځو ته د کار فرصت پیدا کول دي.
نا تایید شوي راپورونه وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی وژل شوی دی. د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه یا سنتکام د امریکا غږ راډیو ته ویلي چې دوی هم د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په کونړ ولایت کې د المهاجر د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړل، خو د سنتکام یو چارواکي جګړن جان مور یادونه کړې چې دی اوس مهال په دې اړه هېڅ نهشي ویلای. پاکستاني رسنیو پرون د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې المهاجر په کونړ ولایت... Читать дальше...
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه تازه راپور په اړه یې د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې له چارواکو سره خبرې کړي. مېرمن امیري بېګا ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په اړه د حساب کتاب او د هغوی ژوند ته د رڼا د راوستلو د هڅو لپاره د دې دوو بنسټونو مننه کړې. د ښځو پرضد د طالبانو د جګړې په نوم د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې راپور د تېرې مې میاشتې په ۶مه نېټه خپور شو. Читать дальше...
بریتانیا د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره. د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې رابرت ډیکسن به په راروانه جولای میاشت کې په قطر کې خپل ماموریت پیل کړي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادو د افغانستان لپاره خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ دوحې ته ولېږدولې. ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر پر دندو کار کړی. نوموړی له ۳۴ کلونو راهیسې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې دنده... Читать дальше...