Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 26.06.2023

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د اسیا ایمرجینګ سیاليو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغاستان کرکټ بورډ ادارې د اسیا جام د راتلونکو سیالیو لپاره ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړه. کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې دغې لوبډلې ته د افغان ابدالیانو نوم ورکړی او ویلي یې دي، چې شاهدالله کمال به په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري کوي. د کرکټ اسیايي شورا د مهالوېش پر اساس یادې سیالۍ د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه په سریلانکا کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي. د کرکټ بورډ ټاکونکې ډلګۍ د دې سیالیو لپاره د ځینو پخوانیو او تنکیو ځوانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: ترکیې له خپلې خاورې ۲۳۰ افغان پناه غوښتونکي ایستلي

ترکي رسنیو له دې هېواده د ۲۳۰ افغان پناه غوښتونکو د ایستلو خبر ورکړی. په خبر کې ویل شوي، چې دا افغان وګړي د ترکیې له بېلابېلو ښارونو څخه ایستل شوي. د چارواکو په وینا، دا هغه کسان دي چې یا په غیرقانوني ډول ترکیې ته تللي او یا یې د استوګنې اسناد نه درلودل. له بلې خوا د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د سږني کال له پسرلي راهیسې شاوخوا نوي زره افغانان چې هلته یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل، افغانستان ته ایستل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په عربستان کې د حج مراسم د زرګونه افغانانو په ګډون پیل شوي

په سعودي عربستان کې د حج مراسم د لږترلږه دېرش زره افغانانو په ګډون پیل شوي دي. د کورونا د وبا پرمهال دا مراسم په تېرو څو کلونو کې ډېر پیکه وو، خو سږکال یو ځل بیا د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه له دوه میلیون زیات خلک د اسلام د پنځمې بنا د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي. حاجیان نن په مینا کې وو او په پام کې ده چې سبا به عرفات ته روانېږي. په ۲۰۱۵ کال کې د حج د مراسمو پر مهال په ګڼه ګوڼه کې له ۲۳۰۰ زیات حاجیان مړه شول.

Pa.azadiradio.com 

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه ترکي او سویډني چارواکي خبرې کوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې د سویډن او ترکیې جګپوړي چارواکي به د ناټو له راروانې سرمشریزې مخکې، په ناټو کې د سویډن د احتمالي غړیتوب په اړه په بروکسل کې خبرې وکړي. د ناټو سرمشریزه په راروانه میلادي میاشت کې د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې جوړېږي. سټولټنبرګ نن په ویلینیوس کې خبریالانو ته وویل، چې په دې غونډه کې به د ترکیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د استخباراتي ادارو مشران برخه ولري. د نوموړي په وینا، د دې خبرو هدف په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د بشپړولو په هدف په خبرو کې پرمختګ دی.

Pa.azadiradio.com 

پریګوژین: د مسکو پر لور د مارش هدف د حکومت پرځول نه و

د واګنر په نوم د روسیې د ملېشه ډلې مشر ایفګیني پریګوژین وايي، چې د مسکو پر لور د ده د ځواکونو د مارش هدف د روسیې د حکومت پرځول نه بلکې د خپلې کمپنۍ خوندي کول و. دا لومړی ځل دی چې پریګوژین د مسکو په نږدې دوه سوه کیلومتري واټن کې د خپل مارش له پرېښودو وروسته په یو غږیز پیغام کې خبرې کوي. پریګوژین په دې یوولس دقیقې پیغام کې وايي، چې خپل مارش یې د بې‌عدالتۍ په خاطر پیل کړ. د نوموړي اشاره هغې ادعا ته وه، چې ګنې د روسیې پوځ د ده پر ځواکونو برید کړی. د واګنر ملېشو مشر دا نه دي ویلي، چې اوسمهال په کوم ځای کې دی او د راتلونکي لپاره څه پلان لري.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ۲۷ افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي

د ننګرهار باختر اژنس چې د طالبانو په کنټرول کې دی خبر ورکړی، چې نن دوشنبه ۲۷ تنه هغه افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان وو، د تورخم بندر له لارې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي. باختر اژانس د ځينو بنديانو له خولې لیکلي، چې د پاکستان په زندانونو کې ورسره ناسم چلند شوی، وهل شوي او ډبول شوي دي. یادو بندیانو چې دوه، درې او نهه میاشتې په بند کې وو، د مزار شريف، ننګرهار، لوګر، بدخشان، سمنګان، کندز او کونړ ولايتونو اوسېدونکي ياد شوي دي. تېره مياشت هم ۴۷ افغانان چې پاکستان کې بنديان وو افغان لوري ته سپارل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د ښځو اعتراضيه غونډه؛ "د زده کړو او کار اختری ورکړئ"

په بلخ ولایت کې یو شمېر ښځو په یوه اعتراضیه ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي محدوديتونه لرې کړي. په بلخ کې معترضې مېرمنې د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې د طالبانو له حکومت څخه د کار او زده کړو د حقونو غوښتنه کوي. د دې اعتراض هغه ويډيو چې له ازادي سره شریکه شوې، ښيي چې تر ۲۰ ډېرې ښځې په یوه حویلۍ کې راټولې شوي دي. په دې ويډيو کې چې د ځینو مېرمنو چادرۍ هم پر سر دي، د "د زده کړو او کار اختری ورکړئ" شعارونه ورکوي. د دې اعتراضيه ناستې په پای کې یو څلوره ماده يیز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: تېر او سږ کال ترکیې او ایران زرګونه افغان کډوال له خپلو خاورو ویستلي

ترکي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې شاوخوا ۲۳۰ افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه ترکیې ته تللې وو، له بېلابېلو ښارونو ویستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي‌. دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي، د تېر میلادي کال په اوږدو کې یې له ۱۴۴ زره او ۴۴۱ افغانانو چې دې هېواد ته ورغلي وو، ۶۸ زره ۲۹۰ تنه چې په غیر قانوني توګه یې ترکیې ته سفر کړی و، له خپلې خاورې ویستلي دي. ورته وخت کې د ایران دولتي اژانس ایرنا هم راپور ورکړی، چې د سږ کال پسرلي راهیسې ۹۰ زره افغانان په خپله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هالنډ کې د 'پي ټي ايم' د نيول شويو غړيو د خلاصون لپاره لاريون شوی

په هالنډ کې د پي ټي ايم د نيول شويو غړيو د خلاصون لپاره لاريون ترسره شو. په دغه لاریون کې د هالنډ له بېلابېلو ښارونو سلګونه کسانو ګډون کړي وو، چې موخه یې د میرانشاه د پرلت ملاتړ ترڅنګ د دغه غورځنګ د ټولو غوښتنو د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ د هالنډ څانګې مشرې سایرې نورزۍ د لاریون پر مهال وویل، څه موده وړاندې په محکومه پښتونخوا کې د پنجابي پوځیانو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عیدالرحمن وزیر، جلال وزیر، زکیم وزیر، صابر بلال، اعجاز خوشحال، عالمزیب مسید نیول شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د نړیوال جام غوراوي د دویم پړاو شپږ لوبډلې معلومې شوې

د روان کال د پنځوس اوریز نړیوال جام د لارموندنې سیالیو لومړی پړاو سبا سه شنبه د ایرلنډ او عربي متحده اماراتو په لوبې سره پای ته رسېږي. دغه سیالۍ چې د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه په زمبابوې کې پیل شوې دي، ایرلنډ، د امریکا متحده ایالات، عربي متحده امارات او نیپال هغه لوبډلې وې چې له دویم پړاو پاتې شوې. د دې سیالیو په الف ګروپ کې زمبابوې، ویسټ اینډیز او هالنډ لوبډلو بل پړاو ته لار موندلې ده. دغه راز په ب ګروپ کې بیا سریلانکا، سکاټلنډ او عمان لوبډلې د شپږ غوره پړاو ته رسېدلي دي. د شپږ غوره لوبډلو پړاو جون میاشتې په ۲۹مه نېټه پيلېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا په یوازېنۍ ټیسټ لوبه کې د انګلستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسټرالیا د ښځینه‌وو کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د ایشیز لوبلړۍ په یوازېنۍ ټیسټ لوبه کې د ۸۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه. دغه سیالي چې نن دوشنبه پای ته ورسېده، انګلستانۍ لوبډلې ونه کړای شول، چې د اسټرالیا د ۲۶۸ منډو هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۱۷۸ منډو وسوځېدل. د دې ټېسټ سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې وه او پخپلو دوه پاڼیو کې یې ۴۷۳ او ۲۵۷ منډې کړې وې. د یادې لوبډلې لپاره انیبل سودرلینډ ۱۳۷ او ایلیاس پیري ۹۹ منډې کړې وې. دغه راز په دویمې پاڼۍ کې بیا بیت موني مخکښه وه او ۸۵ منډې یې جوړې کړې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو نېټې په ډاګه شوې

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د فوټسال ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو نېټې په ډاګه شوې. یاد فدراسیون د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د فوټسال ملي لوبډله به په جولای میاشت کې د مرکزي اسیا په سیالیو کې برخه واخلي. د خبرپاڼې د جزیاتو له مخې، افغان لوبډله به خپله لومړۍ سیالي د جولای په ۲۳مه له قرغزستان، په ۲۴مه له ازبکستان، په ۲۶مه له ایران، په ۲۸مه له تاجکستان او په ۳۰مه نېټه له ترکمنستان سره ترسره کړي. دغه سیالۍ د مرکزي اسیا یا کافا د اتلوليو په پار په تاجکستان کې ترسره کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بورډ: د افغانستان غوره لیګ په مناسب وخت کې ترسره کوو

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ د دویم پړاو ترسراوي لپاره یې هوډ کړی او په مناسب وخت کې به یې ترسره کړي. کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د بورډ مشرتابه او بورډ غړیو د یوې ناستې پرمهال د یاد لیګ د دویم پړاو سیالیو د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک او پرېکړه وشوه. یادې ادارې ویلي: "له دې وړاندې د یادو غړو ترمنځ په کلنۍ ناسته کې په دې ټینګار شوی و ترڅو افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالیو د ترسراوي په موخه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو له بلوا وروسته د وضعیت د عادي ښودلو هڅه کړې

د روسیې چارواکو هڅه کړې، چې په دغه هېواد کې له بلوا وروسته وضعیت بېرته عادي وښيي. په روسیه کې د وړمې ورځې له نږدې ۲۴ ساعته ګډوډۍ او بلوا وروسته روسي چارواکو نن هڅه کړې چې وضعیت بېرته عادي وښيي. پلازمېنه مسکو کې نن دوشنبه د وضعیت د عادې کېدو په موخه رخصتي اعلان شوې او د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین اعلان کړی، چې له بلوا وروسته د ترهګرۍ ضد اقدامات بېرته لغوه شوي دي. سوبیانین پر خپل ټلېګرام چېنل لیکلي، چې د بلوا د مخنیوي لپاره ټول لګول شوي محدودیتونه له منځه ځي. د روسیې د امنیت فدرال سرویس په جلا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کورنۍ د طالبانو بند کې د خپلو دوستانو نامعلوم برخلیک اندېښمن کړي

د ځینو هغو کسانو د کورنۍ غړي چې د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوي وايي، په میاشتو میاشتو هم د نیول شويو خپلوانو د ځای او حالت په اړه یې معلومات نه ورکول کېږي او نه هم ورسره لیدلای شي چې له دې امله دوی سخت اندېښمن دي. د ليکوال او شاعر ذبيح الله عیار تره محمد نسيم راضي وايي: "زموږ ټوله کورنۍ په تشویش کې ده، خفه یوو، سرګردانه یوو، له کاره لوېدلي یوو." نوموړی وايي، په تېر کوچني اختر کې یې وراره د طالبانو له لوري نیول شوی، خو تر دې دمه یې نه له خپل وراره سره لیدلي او نه یې په اړه معلومات ورکړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزیر په یوه نوې خپره شوې ويډیو کې لیدل شوی

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په هغې ویډیو کې لیدل شوی، چې د دفاع وزارت د ادعا له مخې نوې ده. دا له کله چې د شویګو د لرې کولو په هدف د واګنر ډلې وسله واله بلوا په یوې هوکړې سره پای ته ورسېده، دا لومړی ځل دی چې شویګو په یوه ویډیو کې راڅرګندېږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغې ویډیو کې چې نن دوشنبه خپره شوې، لیدل کېږي، چې شویګو له خپل یوه همکار سره په الوتکه کې د پرواز په حال کې دی. په ویډیو کې هېڅ غږ نه اورېدل کېږي او په کره توګه دا هم مشخصه نه ده چې هغه څه وخت او کومه سیمه یې لیدلې ده.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کونړ د پېچ درې په ځنګله کې اور مړ شوی، خو نورستان کې لا هم بل دی

چارواکي وايي، د کونړ د پېچ درې په ځنګله کې لګېدلی اور مړ شوی، خو د نورستان په کامدېش کې لا هم پر ځنګله اور بل دی. پېښو ته د رسېدو په برخه کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د دغو اورونو د زیانونو په اړه وایي: "د کونړ په دره پېچ او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې ځنګلونو اور اخیستی وو، له کبله یې له بده مرغه ۱۹۰ جریمه ونې له منځه تللي. د یادونې وړ ده چې د کونړ په پېچ دره کې اور قابو او مهار شوی، خو په نورستان کې د اور د مهارولو هڅې روانې دي." رحیمي وایي، د اور مړه کېدو ته د دفاع وزارت څو قطعې او رضاکاره ټیمونه تللي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خیبر پښتونخوا او پنجاب کې بارانونو او تندر ۱۲ کسان وژلي دي

د ژغورنې ادارې  ۱۱۲۲ ترمخه د جون ۲۵مې په ماښام د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه زنانه وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي. دا راز د مردان ضلع په ګړۍ کپوره کې د کور چت د غورځیدو له امله یوه ښځه او د هغه شپږکلن زوی ژوبل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

پر زده کړو بندیز؛ بدخشان کې یو محصلې د ښځو لپاره پلورنځي جوړ کړی

شهره تمنا چې له زده کړو بې برخې شوې، د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یې د ځان او یو شمېر نورو ښځو لپاره د یو ښځینه پلورنځي په جوړلو سره د کار زمینه برابره کړې. نوموړې وايي، دا چې له زده کړو بې برخې شوې او نه یې غوښتل په کور کې پاتې شي په ډېرو کمو پيسو یې د ښځو یو پلورنځی جوړ کړ. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو سخت بندیزونه لګولي او په زرګونو ښځې او نجونې یې په کورونو کې پاتې کېدو ته اړې کړې دي. نور جزییات په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ، چې د شهره تمنا په غږ پیلېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسټراليا له اوکراين سره د پوځي مرستو نوې کڅوړه اعلان کړه

اسټرالیا د روسیې له یرغل څخه د دفاع په خاطر اوکراین ته د ۷۳ اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو نوې کڅوړه ورکوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مرستو په دغې کڅوړه کې ۷۰ پوځي موټر هم شامل دي. د اسټرالیا صدر اعظم انټوني البانیز نن په کانبرا کې د یوې خبري غونډې پر مهال د دغو مرستو اعلان وکړ. د البانیز په خبره د اوکراین خلکو د روسیې د ناقانونه، غیر موجه او غیر اخلاقي جګړې په وړاندې خپله مېړانه ښودلې ده. له دې سره اوکراین ته د جګړې له پيل راهیسې د اسټرالیا د مرستو اندازه ۵۲۷ میلیونه ډالرو ته ورسېده.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ د نشه‌يي توکو کارول دي

د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر یا 'یو این او ډي سي' وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کارونې په پرتله بل هېڅ خطر هومره ګواښوونکی نه‌دی. د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر په خپل نوي راپور کې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ د نشه‌يي توکو کارول بللي. دې ادارې پرون خپل راپور کې لیکلي: "د افغانستان د پلازمېنې کابل له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې ډېر خطرونه شته، خو د نشه‌يي توکو په پرتله چې ټول ښار او هېواد یې وران کړی، بل... Читать дальше...


Компания BelkaCar нарастила выручку до 5,3 млрд по результатам 2023 года

РФ и Иран заинтересовались расчетами в цифровых рублях и риалах

В РФ обвинили США в срыве встречи Минфинов и ЦБ БРИКС

Кто рискует заболеть раком кожи: врачи назвали факторы риска, которые могут привести к меланоме



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Тяжело в учении, а на боевом выезде ещё и опасно: о тренировках газодымозащитников

Портфель интеллектуальной собственности «Швабе» составил 2550 объектов

Керенский: последние годы последнего главы Временного правительства

На кадастровый учёт в Москве поставили земельные участки для 44 жилых зданий

Музыкальные новости

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

Президент России Владимир Путин подтвердил проведение XVI Международного военно-музыкального фестиваля «Спасская башня»

Регионы Россия, Культура Детям, Концерт Победы: Театр кукол Ульгэр поздравляет "Вальсом Победы" земляков

Анонсирована Batman: Arkham Shadow для VR-гарнитуры Meta* Quest 3

Новости России

В Черноголовке завершат благоустройство территории Южного озера в 2024 г

Песков: конференция в Швейцарии не нацелена на результат

Три почтовых отделения в Подмосковье сменили график работы

Июнь, июль и август подложат нам всем свинью: синоптики дали новый прогноз на лето

Экология в России и мире

Доля свободных площадей в ТЦ Москвы к лету может сократиться до 6 процентов

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?

Новые коллекции Gods Passion и Kolchuga

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга

Спорт в России и мире

Рублев о победе над Алькарасом на турнире в Мадриде: мне очень помогла подача

Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 

Рублёв: быстрая победа над Грикспором связана с тем, что хотел быстрее уйти с корта

Moscow.media

Портативный сканер штрих-кодов Heroje C1271 промышленного класса

Европейские правозащитники подали очередную жалобу на ChatGPT

Заря на Колодозере....

Россия и Дети: театр кукол Ульгэр в Бурятии покажет концерт-представление "Вальс Победы"







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *