طالبانو د ممتاز راډيو بنسټګر او د امتیاز خاوند 'امینالله عالمي' نیولی
د 'ممتاز' محلي راډيو بنسټګر او د امتیاز خاوند امینالله عالمي پنځه وړاندې د طالبانو لهخوا د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې نیول شوی دی. که څه هم په فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او په دې ولایت کې ځینو سرچینو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته د عالمي نیول کېدل تایید او ادعا وکړه چې د نوموړي د نیول کېدو لامل د هغه له رسنیز کار سره هېڅ تړاو نه لري، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، که د عالمي د نیولو لامل رسنیزه هم نه وي، باید د قانوني لارې یې قضیې ته رسېدنه وشي. Читать дальше...