بلېنکین: د ایران د اټومي او افراطي هڅو د مخنیوي لپاره اروپایي هېوادونو سره په هڅو بوخت یوو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشګنتن له درېیو اروپایي هیوادو سره له نږدې په ګډو هڅو بوخت دی چې د ایران د افراطي هڅو مخه ونیول شي. بلېنکین د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا، په منځني ختیځ کې د ایران د بې ثباتۍ هڅو او همداراز په اوکراین کې مداخلې ته اندېښنه ښکاره کړه. د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په کلورادو کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل، د اټومي تړون پرمهال چې کومې هڅې کېدې چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي هغه اوس نه کېږي او ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پراخې کړې دي. Читать дальше...