له پاسپورټ او ویزې پرته افغانستان سره پر تګ راتګ ټینګار؛ چمن کې د اعتراضونو څلورمه اوونۍ
د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سوداګریزو ټولنو، سیاسي ګوندونو او د خلکو پرلت د څلورمې اوونۍ لپاره هم دوام لري. دوی خبرداری ورکړی، که یې د پاکستان حکومت غوښتنو ته پام و نه کړي، دوی به جدي اقدامات وکړي. د دغه پرلت يوه تنظيموونکي عبدالمنان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دوی پرېکړه کړې چې په اسلام اباد کې به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي. هغه د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه وویل: "موږ په مطبوعاتي کنفرانس کې پرېکړه وکړه چې د نومبر له شلمې نېټې وروسته به... Читать дальше...