Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Сентябрь
2024

Новости за 19.09.2024

Mashaalradio.com 

افغان نجونو د طب نيمګړې زدکړې په برېتانيا کې بيا پيل کړې

څلورو افغان نجونو، چې په افغانستان کې يې د طالبانو د بنديز له امله د طب زدکړې نيمګړې پاتې شوې وې، اوس د برېتانيې په سکاټلينډ کې بيا پيل کړې دي. هغوی ډېرې خوشاله دي او په افغانستان کې تر تعليمي بنديز لاندې نجونو باندې غږ کوي چې هيله دې له لاسه نه ورکوي. هغوی زياتوي چې له زدکړو وروسته به په خپل هېواد کې د ښځو درملنه کوي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا حکومت پر څه تمرکز کوي؟

محمود جان بابر وايي چې د پاکستان د نورو صوبو اعلاوزيران یوازې خپله صوبه چلوي خو د هغه په وينا، د خیبر پښتونخوا اعلاوزير علي امين ګنډه پور هم صوبه چلوي او هم په مرکزي سياست کې ګوتې وهي.

Mashaalradio.com 

په خلا کې د عادي وګړو ګرځېدل: خوب که ریښتیا؟

یو شرکت د شتمنو خلکو د ساعت تېري لپاره په خلا کې ورته د ګرځېدو موقع برابروي. سپېس اېکس په لومړي ځل د سېپټېمبر پر ۱۲مه ازموینه پیل کړه چې له مخې به یې د امریکايي فضايي یا خلایي څېړنو ادارې (ناسا) د ستورمزلو ترڅنګ شتمن خلک هم وکولای شي چې په خلا کې وګرځي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

اسفنديار مومند وايي د نويو ټپو ویډيو يې پر انټرنېټ خورا زياته مشهوره شوې

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. نوموړي په وروستيو کې د سيمې له يوې سندرغاړې ثنا ګل سره د ویلو غبرګو ټپو ویډیو پر خپل رسمي یوټیوب چینل خپره کړه چې په دوو اونیو ۲.۵ مېلیونه ځلې ولیدل شوه. مومند دا يوه لويه لاس ته راوړنه بولي او وايي چې ده ته يې د لا ښو سندرو جوړولو روحيه بخښلې. دی زياتوي، کوښښ يې دی چې اسان فهمه شعرونه د سيمې له روايتي سازونو سره ووايي. د نوموړي دا خبرې او د مشهورو شويو ټپو ترڅنګ ځينې نورې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

کواټ کې د افغان کډوالو او ځايي زده کوونکو ترمینځ سیالۍ شوې دي

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د زده کوونکو ترمینځ غشي ویشتو دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته رسېدلي دي. هغه سیالۍ د صوبې د لوبو ادارې، د افغان کډوالو چارو کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) تنظیم کړې وې چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په کواټ سپورټس کمپلېکس کې وشوې. په سیالیو کې د افغان کډوالو په ګډون د کواټ پوهنتون په ګډون د بېلابېلو ښوونځیو نارینه او ښځینه زده کوونکو برخه واخیسته. د افغان کډوالو چارو صوبايي مشر شکیل خان ساپي مشال راډیو ته وویل چې د سیالیو موخه د ځايي وګړو او افغان کډوالو ترمینځ د ورورګلوۍ فضا ته وده ورکول دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خیریه کارکوونکو یوې اوکراینۍ کورنۍ ته په تري – ډي ټېکنالوژۍ کور جوړ کړی دی

یوشمېر خیریه کارکوونکو د اوکراین له مرکز کییف سره نېږدې په یوه سیمه کې یوې جګړې ځپلې کورنۍ لپاره د درې بعدي (تري – ډي) ټېکنالوژۍ په مرسته کور جوړ کړی دی. دا یوه داسې نوې ټېکنالوژي ده چې په مرسته یې په کمپیوټر کې د شیانو نمونې او ډیزاین جوړېږي او بیا د یو چاپ ماشین یا پرېنټر له لارې تولیدېږي. د دې ډول کورونو جوړولو لګښت په دودیز ډول له جوړېدونکو ودانیو خورا کم وي. د نتالیا بېریوزوفا مېړه پر اوکراین د روسیې یرغل په پیل کې ووژل شو او کور یې وران شو. خو نوموړې اوس له خپلو دوو لوڼو سره یوځای دایمي سرپناه پیدا کړه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پکتیا کې د پلاستيکي کرېټونو جوړولو کارخانه جوړه شوې ده

د افغانستان د پکتیا ولایت په ګردېز کې يو تن د پلاستيکي کريټونو کارخانه جوړه کړې ده. دا کارخانه ۲۰ مزدوران لري او د ۴۰۰،۰۰۰ ډالرو په پانګونې یې کار پيل کړی دی. د کارخانې مالکان وايي د دوی له خوا جوړېدونکي پلاستيکي کرېټونه د سبزیو او مېوو د لېږد لپاره کارېږي. خو دوی شکايت کوي چې د پانګونې او کار ښه ساتلو لپاره ورسره حکومتي مرسته نه شته. په دې اړه ويډيو راپور وګورئ

Pa.azadiradio.com 

نړیوال پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو ته څه بدیل لري؟

نړیوال پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو ته څه بدیل لري؟ ولې یو شمېر د بشري حقونو فعالانې چې افغانې نه دي، په نړیواله کچه د افغانو ښځو او نجونو غږ پورته کوي؟ فریدې سیال په دې مرکه کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د ډایرکټرانو د بورډ مشرې لیزا کورتس سره په همدې موضوعاتو خبرې کړي دي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *