د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو خیرالله پرهر خوشې کړی
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار کې د طالبانو له بنده د ورزشي خبریال خیرالله پرهر د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. دغه مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرهر له شاوخوا څلورو میاشتو زندان وروسته خوشې شو، خو د خبرپاڼې په وینا، د هغه توقیف د ټولنیزو رسنیو د قانون خلاف و. د خبرپاڼې له مخې، طالبانو تر اوسه د پرهر د نیولو او خوشې کېدو لاملونه نهدي روښانه کړي. د خبریالانو مرکز ویلي، دا مهال یو بل خبریال مرتضی بهبودي هم د طالبانو په بند کې دی چې باید خوشې شي. طالبانو تر دې وړاندې ویلي، هغه خبریالان... Читать дальше...