ترکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې؛ د رایو شمېرنه پيل شوې
د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمېرنه روانه ده. ترکي رسنیو راپور ورکړی چې په نږدې څلوېښت فیصده شمېرل شویو رایو کې د لومړنیو پایلو پر اساس اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو مخکې دی. دا ټاکنې ځکه مهمې دي چې رجب طیب اردوغان په تېرو څو دورو ولسمشریزو ټاکنو کې د کمال قلیچدار اوغلو په څېر له یوه جدي سیال سره نه وو مخ. قلیچدار اوغلو کيڼ اړخی سیاستوال او د لوېدیځ پلوی دی. هغه د ډیموکراسۍ او ځوانانو ډېر شعارونه ورکړي او هم یې ژمنه کړې چې په بریالي کېدو سره به د ولسمشرۍ... Читать дальше...