سلیوان: مونږ طالبان د دوحې تړون کې په خپلو ژمنو پابند ساتو
یو جګپوړی امریکايي چارواکی وايي، حکومت یې هڅه کوي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نهشي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان بریتانیا ته د خپل سفر پر مهال د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل: "هغه څه چې زه یې ویلای شم دا دي چې مونږ طالبان د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو پابند ساتو، چې افغانستان د هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، زموږ د متحدینو او شریکانو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پلان او طرحې لپاره نهشي کارول کېدای." په دوحه کې د ۲۰۲۰... Читать дальше...