د افغانستان بانک ارزونه؛ امریکا: لا هم د خپلې کنګل شتمنۍ د ترلاسه کولو جوګه نه دی
د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د حکومت چارواکي نه دي توانېدلي، چې دغه بانک ته د سویس د امانت له صندوقه د خپلې کنګل شوې زېرمې، د درې نیم میلیاده ډالرو د انتقال په برخه کې، د امریکایي چارواکو رضایت تر لاسه کړي. د دغه بانک پلټنه د امریکا له خوا تمویلیږي. د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، پلټنې د امریکا د خزانې وزارت هغه نظر بدل نه کړای شو، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک کې تر اړینو اصلاحاتو دمخه د سویس له صندوقه د افغانستان پيسې ور انتقال شي. Читать дальше...