Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2026

Новости за 25.01.2026

Pa.azadiradio.com 

ټایم مجله: په ایران کې په اعتراضونو کې ښایي تر دیرش زرو زیات کسان وژل شوي وي

په داسې حال کې چې په ایران کې پرانټرنېټ لګول شوی بندیز ترډیره بریده پرخپل حال پاتې دی، د دې هیواد په وروستیو اعتراضونو کې د مړو شویو کسانو د شمیرد زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي. ډیجیټالي څارونکې ادارې نېټ بلاکس (NetBlocks) پرون یکشنبې د جنورۍ په ۲۵مه وویل چې په ایران کې پر انټرنېټ بندیز له ۴۰۰ ساعتونو اوښتی او زیاته یې کړه چې د انټرنیټ د لنډمهاله نښلونې زیاتوالي، ښايي په پراخه پیمانه د انټرنیټ د بیرته فعاله کیدو په اړه یوه غلطه انګېرنه رامنځته کړې وي. د دغې ادارې په وینا د بندیز ماتولو وسایلو لکه VPN محدودې آنلاین اړیکې ممکنې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمري ډیکارلو: پرافغان ښځو لګول شوي محدودیتونه دې سمدستي لیرې شي

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو، کابل ته خپل سفر پرون یکشنبې پای ته ورساوه. ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې اغلې ډیکارلو د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې له واکمنو چارواکو، په کابل کې مېشتو د دیپلوماتیکې ټولنې له غړو، همدارنګه له ښځو، د مدني ټولنې له استازو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې له ښځینه کارکوونکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې له واکمنو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو د دوام اټکل

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د واورې او باران د احمتالي ورښت خبرداری ورکړی دی. دې ریاست د یکشنبې په ورځ د دلوې په پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورستان، کنړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکنډی، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه به نن دوشنبه د نسبتاً درنې واورې، سخت باران او تېزو بادونو شاهدان وي. د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې افغان نجونې: که څه هم انلاین زده کړې کوو خو دا د حضوري زده کړو ځای نه شي نیولی

یو شمېر افغان نجونې وایي، د طالبانو له لوري د دوی په زده کړو له محدودیتونو سره سره دوی هڅه کړې چې له بیلابیلو لارو په ځانګړي ډول په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دوی ازادي راډيو ته وویل، که څه هم انلاین زده‌کړو کې هم ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او نه شي کولای په بشپړه ډول د حضوري زده‌کړو ځای ونیسي، خو په خبره یې دوی لپاره د زده‌کړو د دوام یوازینۍ لاره اوس همدا ده. په ورته وخت کې،د زده کړو د حقونو یو شمېر فعالان وايي د دغه نجونو هڅې د زده کړې د حق لپاره د دوی د مبارزې ښکاره څرګندونه کوي. یو شمېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

درنې واورې؛ د افغان کارګرو بې روزګاري او زیاتیدونکې اقتصادي ستونزې

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د لاسي کراچیو یو شمیر چلونکي چې د واټونو په سر او بازارونو کې کار کوي وايي، د وروستیو واورو او بارانونو له امله په ورځو ورځو بې کاره او بې خوړو پاتې دي.

Mashaalradio.com 

ایمان مزاري او مېړه ته یې د ۱۷، ۱۷ کاله بند سزا اورول شوې

د اسلام اباد یو عدالت وکیلې ایمان زینب مزاري او د هغې مېړه هادي علي چټه ته د ۱۷ کاله بند سزا اورولې ده. دوی ته دا سزا په ټولنيزو رسنيو د "جنجالي پوسټونو" کولو په قضيه کې اورول شوې ده. دواړو ورباندې پورې شوي تورونه رد کړي دي.

Mashaalradio.com 

د بيو پر لوړېدو سربېره پېرودونکي ولې سره زر اخلي؟

په نړۍ کې په تېرو ورځو کې د سرو زرو د بيو پر لوړېدو سربېره يو شمېر پېرودونکي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې سره زر اخلي. تاجران او دوکانداران وايي خلک د سرو زرو پر اخیستو زیات باور لري او غواړي چې په اقتصادي ډول ځان خوندي کړي. ځينې خلک دا یوه ګټوره پانګونه ګڼي. پېرودونکي دا هم وايي چې د دوبۍ د سوق بازار سره زر ښه معيار لري. د رویټرز خبري اژانس له ویډيو جوړ راپور.

Mashaalradio.com 

پاکستان کې فعالان د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه هلې ځلې کوي

په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د هوا ککړتیا یا الودګي سېوا شوې ده. د هغه هېواد ځینو اوسېدونکو دا مسله خورا جدي ګڼلې او غواړي د پوهاوي تر څنګ یې د هواري لپاره هم اقدامات وکړي. یوې فعالې په پاکه هوا کې د سا اخیستو حق لپاره عدالت ته درخواست ورکړی. نورو بیا په بېلابېلو ښارونو کې د هوا د کیفیت جاج اخیستو لپاره الې جوړې کړې دي او ټولنې یې پرانیستې دي چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره له حکومتي پالیسیو سره مرسته کوي. د اې اېف پي له ویډيو جوړ رپورټ.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *