Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2026

Новости за 31.01.2026

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي: په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ټولګډونه حکومت بنسټیز شرط دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل د سولې د ټینګښت بنسټیز شرط دی او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوی یو مهم اصل بلل کېږي. انتونیو ګوتېرش دا څرګندونې په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې څلورو بنسټیزو موخو ته ژمن دي. «موږ په افغانستان کې څلورو بنسټیزو موخو ته ژمن پاتې کېږو،لومړی، دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د افغانستان بنسټونه په رښتیا هم ټول ګډونه وي او د ټولنې د هرې برخې استازیتوب ولري،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلوڅ بیلتون پالو په بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په لږ تر لږه دولسو سیمو حکومت مخالفه وسله والو نن همغږه عملیات ترسره کړل. تر دې څرګندونو مخکې نن سهار له کوټې، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر څخه د نښتو او چاودنو راپورونه خپاره شوي وو. بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.

Mashaalradio.com 

پاکستان د کرکټ په دویمه لوبه کې هم اسټرالیا ته ماته ورکړه

د پاکستان د کرکټ لوبډلې په دویمه ۲۰ اووریزه لوبه کې اسټرالیا ته په ۹۰ منډو ماته ورکړه. پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سر ۱۹۸ منډې وکړې. سلمان اغا ۷۶، عثمان خان ۵۳ او شاداب خان ۲۸ منډې وکړې. په ځواب کې د اسټرالیا ټول لوبغاړي په ۱۶م اور کې د ۱۰۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل. تر ټولو زیاتې منډې کېمرون ګرین ۳۵ او مېتیو شورټ ۲۷ منډې وکړای شوې. د پاکستان له خوا ابرار احمد او شاداب خان ۳، ۳ وکټې واخیستې. د دې لوبډلو ترمنځ د درو ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګډو ګټو امنیتي تړون له تاجکستان سره پوځي مرسته کوي

د ګډو ګټو امنیتي تړون وایي، د تاجکستان-افغانستان د پولي پر اوږدو د وسله والو نښتو د زیاتیدو له امله به د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو تجهیزاتو او وسلو سمبال کړي. دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو د ختلان په ولایت کې د مخدره موادو له شکمنو قاچاق وړونکو سره نښته وکړه. د دې نښتې په ترڅ کې د تاجکستان د سرچینو په وینا درې وسله وال وژل شوي او نور د افغانستان لور ته تښتیدلي دي. د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر تالات بیګ مسادیکوف په وینا روسي رسنیو نن راپور ورکړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان په ننیو نښتو کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي

د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په لږ تر لږه دولسو سیمو حکومت مخالفه وسله والو نن همغږه عملیات ترسره کړل. یوه امنیتي مسوول چې نه یې غوښتل څیره یې ښکاره شي او نوم یې یاد شي فرانس پریس اژانس ته وویل چې د دې بریدونو پرمهال د پنځو ملکیانو په ګډون لږ تر لږه لس امنیتي سرتیرې وژل شوي او اته پنځوس مخالف وسله له منځه تللي دي. تر دې څرګندونو مخکې نن سهار له کوټې، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر څخه د نښتو او چاودنو راپورونه خپاره شوي وو. بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

په دوو ورځو کې د افغانستان د دوو سفارتونو د بندیدو اعلان

په توکیو کې د افغانستان سفارت سر له ننه بند شو. په جاپان کې د جمهوري نظام د وخت سفیر شیدا محمد ابدالي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې په خواشینۍ له توکیو روان دی. بل لور ته پرون د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کانبیرا کې به د افغانستان سفارت د جنون په میاشت کې وتړل شي.

Mashaalradio.com 

بلوڅو وسلوالو د کوټې په ګډون د بلوچستان په يوشمېر سيمو کې بريدونه کړي دي

د بلوچستان د سرښار کوټې په ګډون د هغې صوبې په يوشمېر سيمو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو بريدونه کړي او يو شمېر حکومتي ودانيو او بانکونو ته يې زيان اړولی دی. امنيتي سرچينې وايي چې د جنورۍ له ۳۰ مې شپې راهيسې روانو بريدونو کې تر اوسه (د جنورۍ تر ۳۱مې مازيګر مهاله) وسلوالو پر ۱۲ ځايونو بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې ۱۰ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. بلخوا د بلوچستان حکومت دعوه کړې ده چې له تېرو دوو ورځو راهيسې يې په روانو عملياتو کې له ۷۰ زيات وسلوال وژلي دي. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار اداره له نژدې ۱۷ کلونو وروسته منحل شوه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) نن د جنورۍ په ۳۱ مه خپل فعالیت پای ته ورساوه. دا اداره په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا د افغانستان لپاره جوړه شوې وه.

Mashaalradio.com 

ایران کې پر انټرنېټ تر بنديز وروسته کاروونکي نوې لارې لټوي

په ایران کې د حکومت ضد لاريونونو پر مهال پر انټرنېټ لګول شوی بندیز لا هم په پراخ کچ پر خپل ځای پاتې دی. که څه هم حکومت ځینې مهمې دولتي ادارې او بانکونه بېرته وصلوي، خو عام خلک لا هم له پراخ محدودیت سره مخامخ دي. په ورته وخت کې، یو شمېر فعالانو د سپوږمکۍ له لارې د انټرنېټي بندیز ماتولو لارې موندلې دي، خو د انټرنېټ د لاسرسي پوهان ټینګار کوي چې د دې ستونزې لپاره دایمي حللارې ته اړتیا ده. په دې اړه د مشال راډيو د ايرانۍ څانګې فردا ويډيويي رپورټ:

Mashaalradio.com 

پي ټي ای وايي عمران خان ته دې د هغه شخصي ډاکټران ور پرېښودل شي

د تحريک انصاف غړو له هغې پس احتجاجي پرلتونه کښينول چې د جنورۍ پر ۲۹ د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ تایید کړه چې د جنورۍ پر ۲۴مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې د سترګو د ناروغۍ له وجې د عمران خان طبي معاينه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو همغږه عملیات روان دي

د پاکستان په بلوچستان کې بلوچ بیلتون غوښتونکو د مرکز کوټې په ګډون په بیلابیلو سیمو کې نن په یوه وخت عملیات پیل کړې دي. په کوټه کې یوه امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ماشینداروو او ځانمرګو دا همغږه عملیات په ټول بلوچستان کې ترسره کیږي، په ځانګړي ډول په کوټه، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر کې. صوبایي حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی. بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

تهران له واشنګتن سره روغې جوړې ته چمتوالی څرګند کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له امریکا سره یوه تړون ته چمتوالی څرګند کړ. عباس عراقچي نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هیواد یې له واشنګتن سره سم او منصفانه توافق ته چمتو دی. عراقچي وایي چې ایران چمتو دی چې اټومي وسلې جوړې نه کړي خو د دې په بدل کې دې پر تهران لګیدلي بندیزونه لرې شي. د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې ایران ته یې داسې ضرب الاجل ټاکلی دی چې هغوی پرې پوهیږي. ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا هم وویل چې د امریکا ډیرې سترې جنګي بیړۍ د ایران په لور روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

د رفح پوله سر له یکشنبې پرانیستل کیږي

ټاکل شوې ده چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله سر له سبا پرانیستل شي. دا ګام د غزې لپاره د واشنګتن له لورې د سولې د وړاندې شوي پلان برخه ده. د اسراییل پوځ وویل چې رفح پوله به د محدودو پلیو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي او هغه کسان به له دې لارې د تیریدو اجازه ولري چې د اسراییل له لورې یې تایید شوي وي. په ورته وخت کې به د دې کسانو د تګ راتګ چارې اروپایي ټولنه څاري. رفح د غزې یوازینۍ پوله ده چې له اسراییل سره شریکه نه ده. د غزې دا پوله د دوه زره څلرویشتم کال د مې له میاشتې راهیسې بنده ده.

Pa.azadiradio.com 

سیګار اداره سر له ننه منحل شوه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) سر له ننه د یوې خپلواکې ادارې په توګه منحل شوه. دا اداره چې په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا جوړه شوې وه هدف یې په افغانستان کې په پوځي، پرمختیایي او بشري پروګرامونو کې د امریکا د لګول شویو میلیارډونو ډالرو پلټنه او تفتیش و. سیګار خپل وروستی راپور تیره میاشت خپور کړ او په هغه کې یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې له دوه زره دوهمه تر دوه زره یو ویشتم کلونو پورې د متحد ایالتونو کانګرس شاوخوا یوسل او څلروڅلویښت... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پنجاب حکومت د باډېوو پر مېلې (بسنت) لګولی بندیز لرې کړ

د لاهور او نورو ښارونو خلک خوشاله دي چې حکومت ۲۲ کاله وروسته یو وارې بیا دوی ته د باډیوو د مېلې (بسنت) لمانځلو اجازه ورکړې ده. د پنجاب حکومت خلکو ته په مشروط ډول دا اجازه ورکړې ده. حکومت ویلي چې لایسنس لرونکي کسان د فبرورۍ له شپږمې تر اتمې نېټې پورې پتنګان الوځولی شي. په پنجاب کې د بسنت مېله له لرغونې زمانې راهیسې لمانځل کېږي. خلک د کورونو پر بامونو د ډول په تال باډیوې الوځوي، زېړې جامې یې اغوستې وي او په هوا کې له یو بل سره باډېوې جنګوي. حکومت په ۲۰۰۴ز کال کې پر بسنت وروسته له هغې بندیز اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د آزادۍ راډیو د خپرونو د پیل ۲۴مه کلیزه ده

آزادي راډیو په افغانستان کې په ګڼو پلاټفورمونو کې مخکښه رسنۍ ده. داسې مهال چې خپلواکو معلوماتو ته لاسرسي تر بل هر وخت ډېر حیاتي اهمیت موندلی، آزادي راډیو په ټینګ هوډ د موثقو او انډول معلوماتو په رسولو سره د خلکو تر څنګ ولاړه ده. دا مخکښه رسنۍ د معلوماتو د رسولو ترڅنګ د ولسواکۍ، بشري حقونو او په تېره د ښځو او اقلیتونو د حقونو دفاع کړې او دا یې د خپل ماموریت یوه مهمه برخه ګرځولې ده. نن نه یوازې د آزادي راډیو پر عمر بلکې پر دې راډیو د خلکو په باور هم یوبل کال ورزیات شو.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *