د نوماندانو د دوه ګوني تابعیت د معلومولو په اړه له سفارتونو د مرستې غوښتنه!
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د دوو تابعیتونو د موضوع ...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د دوو تابعیتونو د موضوع ...
په قطر کې د سولې خبرې چیرته رسیدلې؟ د پاکستان صدراعظم هم په دوحه کې دی، د دې ترڅنګ به وګورئ چې په نړیوالې اقتصادي سرمشریزه کې د ۲۰۱۹ کال د اقتصادي ودې مساله څیړل کیږي او افغان ستوری راشد خان د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره انتخاب شو:
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره عملیاتي پلان اعلان کړ. د سونګ د بېکیفیته ...
د رورسيې ولسمشر ولاديمير پوتین له خپل جاپاني سیال شينزو ابې سره ولیدل. دوی د ځمکې په سر د لسيزو زړې شخړې په اړه خبرې وکړې چې له کبلهيې په دوهمه نړيواله جګړه کې توکيو او مسکو نهوو توانېدلي چې په رسمي توګه د سولې موافقه وکړي. پوتين او ابې نن په کرملېن کې سره ولیدل. د کرملېن وياند دميتري پسکوف پرون وويل چې روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګټو نهتېريږي. د ده په وينا، دا خبرې په لومړي پړاو کې دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وایي، یوازې په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ لمریزو کلونو کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ د موبایلونو د ...
راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ میلادي کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی دی. د کرکټ نړیوالې شورا نن سې شنبه د تېر کال د کرکټ د غوره څېرو د پېژندلو تر څنګ د کال غوره يو ورځنۍ لوبډله هم اعلان کړه چې له افغانستانه راشد خان هم پهکې شامل دی. په دغه لوبډله کې له انګلستان او هندوستانه څلور څلور لوبغاړو او افغانستان، بنګلهدېش او له نیوزیلنډه يوه يوه لوبغاړي ځای خپل کړی. راشد خان په تېر میلادي کال کې د ۱۴،۴۵ په اوسط سره وتوانېد چې ۴۵ وېکټې واخلي او له خپلو نورو سیالانو وړاندې شي. Читать дальше...
د روسیې یوې لیرې واټن ويشتونکې الوتکې په ارکټېک سمندر کې سقوط وکړ. د دفاع وزارت په وينا، په پېښه کې د عملې له څلورو غړو دوهيې ووژل شول. د بمبار دغه الوتکه له ورځني روزنيز تمرین وروسته په «Tu-22M3» واوره کې د کېناستو پر مهال نسکوره شوه. د روسیې د دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، د دې پېښې لامل تر اوسه نهدی معلوم. روسیې دا ډول الوتکې په سوریه کې د خپل نظامي کمپاين پر مهال کارولې دي.
یو افغان فعال ځوان چې په بایسکل یې کوچنی کتابتون جوړ کړی، ولایتونو ته سفرونه کوي او خلک زده کړو ته هڅوي. ادریس سیاووش وایي، د دې لپاره چې د هېواد راتلونکی یې روښانه شي، غواړي چې له دې لارې ماشومان زده کړو ته وهڅوي. ویډیو: لېمه هادي او تمیم اخګر اېډېټ: لېمه هادي
د هرات ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په دوو ولسواليو کې يې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو طالبانو یو مرکز نيولی دی. د هرات ولایت د پولیسو د امریت مطبوعاتي سرپرست فرزاد فروتن نن همداراز ازادي راډیو ته وويل چې د پښتون زرغون او اوبې په نوم ولسواليو په یو شمېر کلیو کې یې عملیات کړي چې په پشت کلي کې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو مخالفانو یو زندان هم لهمنځه تللی دی. په دغو عملیاتو کې د څلورو طالب وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د وسلهوالو مخالفینو د حملو تکرار د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي. که څه هم افغان ...
د ایټالیا د یوونتوس فوټبال لوبډلي پرتګالی ستوری کرستیانو رونالدو نن په هسپانیا کې د یوې محکمې لخوا په دوه کاله تعلیقي حبس او ۲۱ میلیونه ډالره جریمې په ورکړي محکوم شو. محکمه د ریال مادرید دغه پخوانی لوبغاړی د مالیې په نه ورکولو تورن کړ. نور جزییات پدې راپور کې
د ولسمشر غني دوهم مرستیال د افغانستان لپاره سخت دریځي کرکېچ بولي او ټينګار کوي چې که له دغې پدیدې سره مبارزه ...
په پام کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمهییزې اجماع لپاره د ولسمشر استازی ...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، پرون په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر یوې قطعې د طالبانو په حمله کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي. د ملي امنیت عمومي ریاست نن دا خبره په یوه اعلاميه کې کړې ده. مخکې د ملي امنیت د ریاست یوې سرچینې نن ازادي راډیو ته تأیید کړې وه چې ميدان ښار ته نږدې په پروني برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي. نن د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د هېواد دښمنان بايد په دې پوه وي چې دا پېښه به بېځوابه پاتې نهشي. Читать дальше...
د فارياب ولايت امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې د غرمې تر درېیو بجو وروسته په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو پر پوسته په عملیاتو کې د طالبانو لږ تر لږه څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي. خواجه سبزپوش ولسوالۍ د جوزجان او میمنې ترمنځ پر لاره پرته ده او د فارياب ولايت مرکز او ميمنې ښار ترمنځ یو شمېر نورې ولسوالۍ سره نښلوي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، تمه لري چې په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د ناستې په پایله کې به ...
کابل نن د ولسي جرګې د ناکامو کانديدانو د ملاتړو د لاریون شاهد وو. لاريون کوونکو کابل ته د ننوتلو څلور دروازې وتړلې. د راپورونو له مخې د دغو دروازو بندېدلو مسافر له ستونزو سره مخامخ کړي دي. اعتراض کوونکي غواړي د کابل ولایت لپاره د پارلماني انتخاباتو نتايج دې باطل اعلان شي. د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون پرون وويل چې د کابل د حوزې پر شکایاتو مقدماتي مراحل پيل شوي دي. د دې کمېسیون په وينا، د کابل په حوزه کې د شکاياتو شمېر زیات دی او دغو شکايتونو ته د رسېدو لپاره د دې کمېسیون ولايتي کمېشنران کابل ته راغوښتل شوي دي. Читать дальше...
په کندهار کې د خرقې مبارکې د متوليانو ترمنځ نښته شوې ده. د کندهار د والي د مطبوعاتي دفتر په یوه اعلاميه کې ويل شوي چې د خرقې مبارکې د دوو متوليانو چې وروڼه دي، ترمنځ په شخړه کې د دوی د وسلهوالو کسانو ترمنځ نښته شوې ده. پهدې پېښه کې یو کس ټپي شوی دی. امنيتي مسؤلين د پېښې ځای ته رسېدلي او د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د دغو کسانو د خلع سلاح کولو امر کړی دی.
د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ارزګان-کندهار د لويې لارې د خلاصون په هدف عملیات ...
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار د ګاډو یوه خونړي ټکر لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. دا پېښه د سې شنبې په شپه ناوخته د بلوچستان ایالت لسبیلا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې له کراچۍ څخه د بلوچستان پنجګور سیمې ته روان مسافر بس د کراچۍ ـ کوټې پر لویه لار د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شول. د سیمې یوه چارواکي شبیر مینګل د پېښې په اړه رسنیو ته ویلي چې د مسافر بس او د تیلو د ټانکر ترمنځ د ټکر له امله په بس کې اور ولګېد او درنه مرګژوبله یې واړوله. Читать дальше...
د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال پهدې ولایت کې د وچکالۍ له امله د پستې په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال له دغه ولایته ۲۴ زره مټریک ټنه پسته ټوله شوې وه، خو سږ کال د وچکالۍ له امله دا اندازه ۲۱ زره متریک ټنو ته راښکته شوې ده. د ښاغلي تایب په خبره، اوسمهال د ټول بادغیس ولایت په کچه په ۳۰ هکتاره ځمکه کې د پستو ځنګلونه شته او له دغه ولایته هر کال زیاته پسته د هېواد د ولایتونو سربېره عربي اماراتو او هند ته هم صادرېږي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې عبدالله عبدالله به نړیوالې اقتصادي مجمعې ته په جنوبي اسیا کې د وروستیو ...
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر خصوصي تولیدي فابریکې د برښنا، امنیت او ځمکو له نشتوالي شکایت کوي. په دغه ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو یوې خصوصي فابریکې مرستیال انجنیر بختیار نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې حکومت د دغو فابریکو ستونزو ته جدي پاملرنه نهده کړې. د نوموړي په خبره، په دغې خصوصي فابریکه کې ورسره شااوخوا ۵۰ تر ۶۰ کسان په کار بوخت دي، خو که دغې برخې ته پاملرنه زیاته شي، هم به اقتصادي فعالیتونه زیات او هم به خلکو ته کاري زمینه برابره شي.
د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب بیا هم د سولې په تړاو روانو بحثونو او وروستیو پرمختګونو ته ځانګړي شوي دي.
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره نن د سویس داووس ښار ته ورسېد. اجرائیه ریاست په یوه خبرپانه کې وايي، ښاغلی عبدالله به په پرانېستونکې غونډه او همدا راز په څو نورو مجلسونو کې د افغانستان، سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه ویناوې وکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې اجرائیه رئیس به د یو شمېر هېوادونو له صدراعظمانو او نورو نړیوالو شخصیتونو او چارواکو سره هم وګوري. د داووس د اقتصادي مجمع غونډه نن د جنوري په ۲۲ مه نېټه د نړۍ د څه باندې درې زره سوداګرو، سیاستوالو او د حکومتونو... Читать дальше...