طالبان نن د څلورمې ورځې لپاره له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي
تمه ده چې په دوحه کې، د طالبانو له استازو سره د امریکايي چارواکو خبرې نن هم دوام وکړي.
تمه ده چې په دوحه کې، د طالبانو له استازو سره د امریکايي چارواکو خبرې نن هم دوام وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په یوې تازه هڅه کې د درې ولایتونو پنځه پولیس د دغه وزارت له وروستي ...
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او په دغه هېواد کې د کډوالۍ نړیوال سازمان په غیر قانوني کډوالۍ ...
عبدالرزاق وحیدي سره له دې چې له دې وړاندې په مخابراتو او معلوماتي تکالوژۍ وزارت کې په فساد تورن شوی و، برأت اخیستی و، خو د ماليې وزارت د ادري مرستیالۍ پر وخت پرې ادعا شوې چې میلیونونه افغانۍ یې حکومت ته زیان رسولی دی. خو مدافع وکیل یې پر هغه لګېدلي تورونه ردوي. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سويس ته ولاړ چې د داووس په اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي. زرګونو ویرجنو کسانو نن د یوې عرب اسرايلي نجلۍ په جنازه کې ګډون وکړ. ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه
افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې یو انتحاري کس هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه کړ. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل، دغه کس چې چاودېدونکي مواد يې په ځان پورې تړلي وو، ماښام مهالیې غوښتل چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یوه جومات ته ننوځي، خو وپېژندل شو او هدف ته تر رسېدو مخکې لهمنځه یوړل شو. ښاغلی مجاهد وايي، پېښه د کمپنۍ په سیمه کې د ایوب صابر جومات په انګړ کې رامنځته شوه. دی وايي، په پېښه کې یو کس ټپي او خپله انتحاري کس لهمنځه وړل شوی دی.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د ولید ۳۴ عملیاتو په ترڅ کې یې د مزار-جوزجان پر لویې لارې سربېره، په بلخ کې د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ لسګونه کلي هم د وسله والو طالبانو له شتونه پاک کړي دي. ویډیو: مجیب الرحمان حبیب زی اېډېټ: ابراهیم صافی
د کندهار د سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي په خبره، په تېر مالي کال کې یې ۲۰ بېلابېلې پروژې د ۴۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کړې دي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په دې اړه یو ویډیويي راپور چمتو کړی دی. اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماندانو د اسنادو څېړليې پیل کړي دي. دوی ...
د افغانستان د اوبو او برښنا سرپرست وزیر وايي، د سلما بند اوبه د کروندو د خړوبولو لپاره خوشې شوې. د افغانستان د اوبو او ...
د افغانستان برښنا شرکت د شااوخوا ۳۰۰۰ پوروړو لېست لویې څارنوالۍ ته سپاري. برښنا شرکت د خپلو پورونو د ...
په هرات ولایت کې د وسله والو مخالفینو ترمنځ د یوې ډله ییزې شخړې په نتیجه کې ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ د شینډنډ ولسوالۍ په لنګر او اورابین کلیو کې شوې ده. ده وویل: "تېره ورځ مازیګر تر ماښامه په شیندنډ کې د طالب وسله والو ترمنځ نښتې وشوې، له دواړو لورو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې ۲۱ تنه یې د ملا هیبت الله کسان وو." د ښاغلي فرهاد په خبره، په دې نښتو کې یو هاموی ټانک او د دو اړو ډلو وسلې تخریب شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د درېیو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې. د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات نن ازادي راډيو ته وویل چې پنجشېر، کاپیسا او سرپل هغه ولایتونه وو چې تېره ورځ يې د شکایتونو کمېسیون دوی ته لېست سپارلی او دوی يې له تخنیکي ارزونې وروسته نن وروستۍ پایلې اعلان کړې. ښاغلی سادات وايي چې یوازې د سرپل په وروستیو پایلو کې بدلون راغلی او د دوو نورو یادو شویو ولایتونو لومړنی لېست د اعتبار وړ دی. د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د انتخاباتو... Читать дальше...
په افغانستان کې د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس په سویس کې نړیواله اقتصادي غونډه د ...
د میدان وردګ ولایت چارواکي مني چې تېره ورځ ناوخته په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په بريد کې شپږ طالبان وژل شوي دي. د دغه ولایت د والي د دفتر مطبوعاتي مسؤل محبالله شریفزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د جلرېز ولسوالۍ د کهنه خمار سيمې د "کنډا" په غره کې شوې ده. بلخوا د میدان وردګ د ولایتي شورا یوه غړي بیا ازادي راډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي وو چې د ښکار لپاره یادې سیمې ته تللي وو. شریفالله هوتک وایي، په وژل شویو کې یو ۱۵ کلن هم شامل و. وسلهوالو طالبانو او بهرنیو ځواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوه الوتکه لوېدلې ده. د پاکستان هوایي ځواکونو په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبه داسې مهال وشوه چې «F-7PG» الوتکه په روزنیز مأموریت بوخته وه. د اعلامیې له مخې، پیلوټیې په دې پېښه کې وژل شوی دی. د پاکستان د هوایي ځواکونو په اعلامیه کې د دې الوتکې د سقوط سیمه د بلوچستان ایالت مستونګ ته نږدې ښودل شوې، خو د پېښې د علت په اړه څه نهدي ویل شوي. د دې پېښې د پلټنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی. د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۷ کلونو کې د پاکستان لږ تر لږه ۱۳ «F-7PG» ډوله الوتکې لهمنځه تللې دي. Читать дальше...
بلغاریا په پام کې لري چې په دغه هېواد کې د پانګونې په بدل کې د تابعیت ورکول ختم کړي. د بلغاریا د عدلیې وزارت تېره ورځ وویل چې دغه سیستم ونهتوانېد چې دې هېواد ته د پام وړ اقتصادي ګټه ورسوي. بلغاریا، قبرس او مالتا له هغو اروپایي هېوادونو دي چې اوسمهال د بهرنیو پانګهوالو لهخوا د پانګې اچونې په بدل کې هغوی ته پاسپورټ ورکوي. د اروپایي اتحادیې ۲۰ هېوادونه چې دغه درې هېوادونه هم پهکې شامل دي، دغهراز په خپلو هېوادونو کې د اوسېدو جواز پلوري. په بلغاریا کې یو بهرنی کولای شي چې د څه باندې ۵۸۰... Читать дальше...
په افغانستان کې د سره صلیب کمېټه وایي، هر کال یوازې د جنګ جګړو له امله د دغې ادارې د اورتوپیدۍ مرکزونو ته ۱۵۰۰ معلولین ...
په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوه قوماندان په ګډون د وسلهوالو مخالفنیو ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې په سهراب قلعه کلي کې شوي دي. د اعلامیې له مخې د قاري ظهیرالدین په نوم چې په جندالله مشهور دی او د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو مشهور قوماندان دی پهدې بریدونو کې وژل شوی دی. د وژل شویو او ټپیانو په اړه ډېر جزئیات نهدي وړاندې شوي. خبرپاڼه زیاتوي،... Читать дальше...
په دایکنډي ولایت کې د یوې کورنۍ څلور تنه تر واورو لاندې ورک شوي دي. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر اسد الله سروري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له پرون مازدیګر راهیسې په حصار رباط سیمه کې لادرکه دي. نوموړی وایي، تر اوسه د سیمې شاوخوا ۶۰ کسان د دې څلورو ورکو په لټه کې دي خو لا یې څرک نهدی لګیدلی. د ښاغلي سروري په خبره پهدې سیمه کې تر اتو مترو پورې واوره ورېدلې ده.
په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر قطعې د برید طراح ووژل شو. د ملي امنیت ریاست لهخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په میدان ښار کې د قوماندان نعمان ځای تثبیت او هوایي برید یې ورباندې وکړ. اعلامیه زیاتوي، له قوماندان نعمان سره اووه تنه نور وسلهوال مخالفین هم وژل شوي دي. د دوشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو پر یوه مرکز د وسلهوالو طالبانو لهخوا ډلهییز برید وشو چې ۳۶ تنه امنیتي ځواکونه پهکې ووژل شول. د ملي امنیت د عمومي ریاست د یوې اعلامیې له مخې په هغه پېښه کې ۵۸ تنه نور ټپیان شول.
واشنګټن تأیید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا پلاوي روانه اوونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر د یوې برخې په توګه د جنورۍ پر ۲۲مه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي. تردې وړاندې د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په قطر کې به د طالبانو او د امریکایي پلاوي خبرې نن چهارشنبه هم دوام وکړي. دغې سرچینې وویل چې د دې پړاو خبرو وروسته به د دوی د مذاکراتو نتایج اعلان شي. Читать дальше...
د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په خرقې شریفې کې د وسله والې نښتې په تور د خرقې شریفې د رئیس...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغانستان د سولې د بهیر بریالیتوب په درېیو اړخونو امریکا، افغان حکومت او ...
په هلمند کې چې د پولیو پېښې پهکې ورځ تر بلې ډېرېږي، لاهم د طالبانو او روغتیاپالانو ترمنځ ستونزه چې واکسین دې کور په ...