افغان سندرغاړی چې د کاناډا صدراعظم ته ورته څېره لري
عبدالسلام مفتون د غرني ولایت بدخشان اوسېدونکی دی او وايي چې ګوندي یوه ورځ یې د کاناډا د صدراعظم د لیدو ارمان پوره شي. نور په دې راپور کې ووینئ
عبدالسلام مفتون د غرني ولایت بدخشان اوسېدونکی دی او وايي چې ګوندي یوه ورځ یې د کاناډا د صدراعظم د لیدو ارمان پوره شي. نور په دې راپور کې ووینئ
د سولې شورا وایي چین باید مستقیماً طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره وغږیږي. امریکا د ایران د فاطمیون ډلې په شمول چې افغانان په سوریه کې جنګوي په ځینو ایراني ادارو بندیزونه لګولي او یو پاکستانی ځوان له پنسلونو بیلابیل لاسي صنایع جوړوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون کتلی شئ.
د جمعې په ورځ په غزني کې د سولې د ولسي حرکت له لوري د سولې د غوښتنې په هدف یو لاریون ترسره شو. په دغه لاریون کې د علماوو کرامو، قومي مشرانو، مخورو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو ترڅنګ، سلګونو ولسي خلکو ګډون کړی و او د سولې په اړه یې شعارونه ورکول. لاریون د جمعې له لمانځه وروسته د غزني ښار د ختم المرسلین له جامج جوماته پیل او د ښار پر بېلابېلو واټونو یې مارش وګړ او د ځايي خلکو ترڅنګ له کابله د سولې ولسي حرکت راغلو ځینو برخه والو یې ویناوې وکړې. د سولې ولسي حرکت یو غړي فرهاد عادل په خپله وینا... Читать дальше...
د امریکا د خزانې وزارت پر ایران د نویو فشارونو په لړۍ کې د قدس ځواک سره پر ملیشه ډلو- فاطمیون او زینبیون او همداراز له ماهان هوايي شرکت سره پر تړلي قِشم فارس ایر هوايي شرکت او د ارمنستان پر یوه مسافرتي شرکت بندیزونه لګولي. فاطمیون له افغانانو او زینبیون له پاکستانیانو جوړې ملېشه ډلې دي چې د حرم د مدافعینو په نوم یادېږي او د ایران د رژیم په ګټه په سوریه کې جګړه کوي. د دې ډلو څه باندې دوه زره غړي تراوسه د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچين پرون د بندیزونو د اعلان... Читать дальше...
د بلخ ولایت چارواکي تأییدوي چې د مزارشریف ښار د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي نن د پولیسو له خوا توقیف شول. د بلخ امنیه قومانداني په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي ښوونکي د افغان ترک د هلکانو د ښوونځیو معلمان او افغانان دي. د دې ښوونکو د نیولو علت تراوسه نه دی معلوم. د افغان ترک د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي وايي چې پولیسو د دې لېسو شااوخوا پنځوس تنه زده کوونکي او ښوونکي نیولي دي. له دې ډلې شکرالله صمدي ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو... Читать дальше...
په هرات ولایت کې د افغان ترک د نجونو د ښوونځي اداره نن د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شوه. د هرات د پوهنې ریاست یوه چارواکي عزیزالرحمن سروري ازادي راډیو ته وویل، د دې ښوونځي مسؤلیت بې له کومې لانجې ترکي چارواکو ته وسپارل شو. نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې د پوهنې بنسټ په راتلونکو څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو د پراختیا لپاره ۲۰ میلیونه ډالر لګوي. ښاغلی سروري زیاتوي چې د افغان ترک ښوونځیو په سلو کې لس فارغان به د لوړو زده کړو لپاره سږکال ترکیې ته واستول شي او د پوهنتونونو په لګښتونو کې به هم تخفیف ورکړل شي.
زیمېنس شرکت ژمنه کړې چې د افغانستان د انرژۍ او طبیعي ګاز له برخې سره به د عصري ټکنالوژۍ په مرسته همکاري کوي. په دې اړه یو تفاهم لیک نن د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي د زیمېنس شرکت له استازي سره لاسلیک کړ. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا تفاهم لیک پرون پنجشنبه د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي مجمع په حاشیه کې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو. د دې تفاهم لیک له مخې، دواړه لوري پر داسې جامع ستراتیژۍ کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې زیمېنس شرکت د عصري ټکنالوژۍ... Читать дальше...
د جرمني د احصایې اداره وايي چې د دې هېواد نفوس د ۲۰۱۸ کال له پای ته رسېدو سره سم له ۸۳ میلیونو واوښت. د جرمني د احصايې فدرال ادارې نن اعلان وکړ چې د جرمني د وګړو په شمېر کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۰۰ زره زیاتوالی راغلی دی. د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه د ختیځ او لوېدیځ جرمني د یووالي په را وروسته موده کې دا د دې هېواد د نفوسو تر ټولو لوړ رقم دی چې یو علت یې د کډوالو د شمېر زیاتېدل بلل شوی. له یووالي مخکې د جرمني نفوس ۷۹،۳ میلیونه و. جرمني د وګړو د شمېر له پلوه په اروپايي ټولنه کې لومړی او... Читать дальше...
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال...
د سولې عالي شورا وايي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي نن د افغانستان او پاکستان لپاره د چین د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د سولې د پروسې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. محمد عمر داوودزي او دینګ زي ژن په پېکنګ کې وکتل. د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري چې چین ته په سفر کې له ښاغلي داوودزي سره ملګری دی، نن ازادي راډیو ته وویل، په دې کتنه کې همداراز د سیمې د هېوادونو د مرستندویې ونډې په اړه هم خبرې وشوې. ده زیاته کړه... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا د قطر د سیاسي دفتر د رئیس په توګه د ملا عبدالغني برادر ټاکل کېدل د سولې ...
ایراني چارواکي وايي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو متقاعد منصبدار د یوه شخصي شکایت په اساس نیول شوی دی. ۴۶ کلن مایکل وایټ د ۲۰۱۸ میلادي کال له جولای میاشتې راهیسې په ایران کې په توقیف کې دی. نوموړی لومړنی امریکایي وګړی دی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست له دوه کلنې دورې راهیسې په ښکاره په ایران کې توقیف شوی. د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر نن د ایراني څارنوال غلامي صادقي له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د ښاغلي وایټ قضیه تر څېړنې لاندې ده. هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.
افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو له شتونه د هرات د اوبه او پشتون زرغون ولسوالیو د پاکولو عملیات پیل کړي.
د ازادي راډيو د دې اوونۍ راډيويي مجله مو په لاندې مطالبو راښکلې کړې ده. د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه...
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې په خپل راپور کې د پولیسو له خوا له ترهګرو سره د اړیکو لرلو په تور وژل شوی قبایلي ځوان نقیب الله محسود بې ګناه بللی. د پولیسو له خوا د نقیب الله محسود د وژنې څېړنیز راپور د پنجشنبې په ورځ خپور شوی چې د رسنیو د راپورونو له مخې، د نقیب الله محسود په ګډون د ۳ نورو ځوانان وژل پکې بې ګناه وژنې بلل شوې دي. د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انور یو قبایلي ځوان نقیب الله محسود له ۳ نورو کسانو سره یوځای وواژه او تور یې ولګاوه چې هغوی له ترهګرو ډلو سره اړیکې درلودې. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د هغو راپورونو د څېړنې لپاره یو هیئت ټاکلی چې وايي، د هلمند په سنګین کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دفاع وزارت د پنجشنبې د ورځې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، له تېرو درېیو ورځو راهېسې یې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد پراخ تصفیوي عملیات کړي دي. د دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د وسلو زېرمتونونه یې له منځه وړل شوي. د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به تر هغې چې د امریکا په جنوب کې له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د پام وړ اندازه پیسې ورنه کړل شي، د فدرالي ادارو د پرانیستلو په هدف به لنډمهاله جوړجاړی ونه کړي. د سپېنې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز له خوا په دې اړه د پنجشنبې په ورځ دا بیان په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکانیل او د ډموکراټانو مشر چوک شومر خپلو کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره سره وکتل. پرون پنجشنبه د امریکا سنا د تړل شویو فدرالي ادارو د بېرته... Читать дальше...
تمه کېږي چې د یونان پارلمان به نن جمعه د هغه تاریخي توافق په اړه رأيې ورکړي چې له ګاونډي هېواد مقدونیا سره د یونان اړیکې نورمالوي. په داسې حال کې چې پرون د یونان پارلمان پر دې توافق بحث کاوه، له پارلمانه بهر اعتراض کوونکي راټول شوي وو چې ځینو یې د "خایانانو" شعارونه ورکول. پولیسو د دې اعتراض کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونګی ګاز وکاروه، په مقابل کې یې اعتراض کوونکو پر پولیسو د ماتو ګوډو ګوزارونه کړي. د یونان پولیسو وروسته وویل چي دوی تر ۱۳۳ زیات کسان د تاوتریخوالي د ترسره کولو یا پلانولو په شک نیولي دي. Читать дальше...
طالبانو رسماً تأیید کړه چې ملا عبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشرتابه شورا مرستیال وټاکل شو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دا اقدام له امریکایي لوري سره د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو د ښه ترسره کولو په هدف شوی دی. نن پنځمه ورځ ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د افغانستان د روان بحران د ختمېدو پر څرنګوالي خبرې روانې دي. تر اوسه... Читать дальше...
د هلمند سیمه ییزو چارواکو ومنله چې په سنګین ولسوالۍ کې د چهارشنبې د ورځې په هوایي برید کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیقه شمېره یې نه ده ښودلې. تر دې وړاندې د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان ویلي وو چې په سنګین ولسوالۍ کې پر یوه ملکي کور د هوایي برید په نتیجه کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دې پېښې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د دقیق شمېر معلومولو په هدف، یو پلاوی ټاکل شوی دی. ده وویل... Читать дальше...
د جرمني دفاع وزیره وایي، هېواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. اورزولا فن در لاین د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبرې کړي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې پر بهیر هر اړخیز بحث وشو. ښاغلي غني د افغانستان د سولې په بهیر کې د اروپایي هېوادونو رول مهم بللی او د دغو هېوادونو په تېره بیا د جرمني له همکاریو یې مننه وکړه. Читать дальше...
د سرپل امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ په صیاد ولسوالۍ کې د فوټبال په یوه میدان کې د طالبانو په ډزو څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي. د سرپل امنیه قوماندان عبدالقویم باقي زوی ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ټپيان ټول تر شپاړسو کلونو کم عمره کسان دي. بل خوا په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازي محمد عظیم قویاش او هم د پېښې نور شاهدان وایي چې په دې ډزو کې یو تن وژل شوی او پنځه کسان ټپیان دي چې پکې یو يې پولیس او بل د ملي اردو سرتېری دی. د راپورونو له مخې، دا ډزې له یوه لېرې واټنه داسې مهال شوي چې د یو... Читать дальше...
د یونان پارلمان له ګاونډي مقدونیې سره د نوم د بدلون په اړه پر تاریخي موافقې رأیه اخيستنه وځنډوله. تمه وه چې په دې اړه د پارلمان څلور ورځني بحثونه د جنورۍ پر ۲۴مه پای ته ورسېږي او رأیه واخيستل شي، خو د پارلمان د مشر دفتر وویل، د ټولو هغو کسانو لپاره کافي وخت نه و چې د خبرو لپاره یې نومونه راجستر شوي وو. د یونان د صدراعظم الیکسس سیپراس حکومت د مقدونیې له صدراعظم زوران زاییف سره د تېر کال په جون میاشت کې موافقه وکړه چې د مقدونیې نوم په شمالي مقدونې جمهوریت بدل شي او اتن به په بدل کې په اروپایي اتحادیې... Читать дальше...
د اوکراین یوې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ویکټور یانوکوویچ د حکومت پر وړاندې په خیانت مجرم وګاڼه او په غیاب کې یې په ۱۳ کاله بند محکوم کړ. په کیيف کې د اوبولون سیمه ییزې محکمې قاضي ولادیسلاو دیویاتکو د جنورۍ په ۲۴مه وویل چې یانوکوویچ د اوکرایین د ملي امنیت د بنسټ پر وړاندې جنایت کړی دی. قاضي همدا راز ۶۸ کلن یانوکوویچ د اوکراین پر ضد د جګړې په تمویل کې په لاس لرلو تورن کړ. د محکمې له حکم سره سم د نوموړي د بند موده هغه مهال پیلېږي چې دی ونیول شي. یانوکوویچ د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې وروسته... Читать дальше...
افغان ولسمشر وایي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ...