Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2021

Новости за 01.01.2021

Pa.azadiradio.com 

وسله والو د غور غږ راډیو مسئول مدیر "بسم الله عادل" وواژه

په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږديز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو. په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل نن مازدیګر د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو. د غور والي مرستیال عزیز الله رادمنش وايي، چې نوموړی د مرکز فیروز کوه په ختیځ کې د پشتې ګزک په نوم سیمه کې وژل شوی دی، چې د وژنې په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي. د دې وژنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی. په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې عادل اوونۍ دوه مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې په کور او موټر یې ډزې شوي او دا موضوع یې له امنیتي مسئولينو سره هم شریکه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست ښځينه فعالانې: د خبریالانو او مدني فعالانو وژنو اندېښمن کړي يو

په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وایي، د خبریالانو او مدني فعالانو وروستیو وژنو اندیښمنې کړي او د سولې په دوهم پړاو مذاکراتو کې د خپل ژوند د خوندیتوب او د دایمي اوربند غوښتنه کوي. د ۲۰۲۱ م کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په خوست کې د دې ولایت مدني فعالانې او یو شمېر نورو مېرمنو د یوې غونډې پر مهال په تېر ۲۰۲۰ م کال کې د خبریالانو او مدني ټولنو پر استازو د بریدونو په اړه اندېښنه وښوده. دوی وایي، د سولې د دوهم پړاو په مذاکراتو کې دې د سولې او اوربند موضوع یو طرفه شي چې نه یوازې د خبریالانو او مدني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږدیز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو

په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږديز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو. په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل نن مازدیګر د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو. د غور والي مرستیال عزیز الله رادمنش وايي، چې نوموړی د مرکز فیروز کوه په ختیځ کې د پشتې ګزک په نوم سیمه کې وژل شوی دی، چې د وژنې په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي. د دې وژنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی. په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې عادل اوونۍ دوه مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې په کور او موټر یې ډزې شوي او دا موضوع یې له امنیتي مسئولينو سره هم شریکه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران: د "قاسم سليماني" وژونکي خوندي نه شي پاتې کېداى

د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي وايي، د دې هېواد د لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني وژونکي پر ټوله ځمکه خوندي نه شي پاتې کېداى. ریسي چې نن یې په تهران کې خبرې کولې زیاته کړه، چې حتی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې د ده په خبره د سلیماني د وژنې په چارو کې یې لاس درلود له عدالته خوندي نه دی. د ایران د   قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳ په عراق کې د امریکا د یوې بې پیلوټه  الوتکې په برید کې ووژل شو.  ایران د دې برید د غچ اخستلو ګواښ کړی و.

Pa.azadiradio.com 

په ٢٠٢١ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره کوم موارد مهم ګڼل کېږي؟

نن د ۲۰۲۱ زېږدیز کال لومړۍ ورځ ده. یو شمېر عام افغانان او د چارو پوهان وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل په دغه کال کې د افغانستان لپاره مهم موارد ګڼل کېږي. ۲۰۲۰ کال د افغانانو لپاره خونړی کال و او تاوتریخوالی لا هم دوام لری، خو یو شمېر عام افغانان او سیاستوال یوې تلپاتې سولې او د تاوتریخوالي ختمېدو ته سترګې په لار دي. د سولې د دوهم پړاو خبرو پيل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او په متحده ایالاتو کې د جوبایډن واک ته رسېدل او ورسره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په چیچین جمهوریت کې پر پولیسو د بريد مسئولیت داعش ډلې ومانه

د شمالي قفقاز په چیچین جمهوریت کې پر پولیسو د چړو د ګوزار مسئولیت د اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست. النبا ورځپاڼه چې له داعش ډلې سره اړیکې لري، د سند له وړاندې کولو پرته پرون په دې اړه خبر ورکړ. د ډسمبر پر ۲۸ نېټه دوو کسانو چې په چړو سمبال وو، د چیچن په مرکز ګروزني کې پر پولیسو د چړو برید وکړ، یو پولیس یې وواژه او بل یې ټپي کړ. د چیچن نیمه خپلواک جمهوریت مشر رمضان قادروف وویل، چې برید کوونکي د ګاونډي انګوشیتیا وو چې په چیچن کې یې په یوې نانوايي کې کار کاوه. دا دوه کسان کومه جنایې یا د تندلارۍ سابقه نه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ډيپلومات "عبدالحکیم دلیلي" جنازه خاورو ته وسپارل شوه

په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جنازه په کابل کې د ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه.  د هغه مړی نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو. د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و. عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله ومړ.  افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي: د جنایي جرمونو په تور ٨ کسان نیول شوي

د کندوز پولیسو د جنایي جرمونو په تور ٨ کسان نیولي دي.  د کندز د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارمندانو د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې دغه اته تنه د غلا، د خلکو د ځورونې، ټپي کولو او قمار بازۍ په تور نیولي دي. په اعلامیې کې د امنیه قومندانۍ د ویاند انعام الدین رحماني له قوله ویل شوي، چې دغه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

"وسله والو کسانو په پروان کې یوه مور په ډزو وژلې او زوی یې ټپي کړ"

وسله والو کسانو په پروان ولایت کې یوه مور په ډزو ووژله او ځوان زوی یې ټپي کړ. د پروان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته په جبل السراج ولسوالۍ کې دا پېښه د نامعلومو کسانو لخوا شوې ده. د پروان ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي آزادي راډیو ته وویل، چې دغو کسانو د شپې مهال د یادې ولسوالۍ په خواجه محمد خیل ولسوالۍ کې پر یوه کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې څلویښت کلنه مور وژل شوې او یو ځوان زوی یې ټپي کړی دی. برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وايي، د دې برید علت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نی: تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی و

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ) نی (وايي، په تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی کال و. په داسې حال کې، چې۲۰۲۰ کال د نړۍ لپاره له بېلابېلې ستونزو مخ کال و، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال یادوي. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې کال کې۱۱ خبریالان وژل شوي دي. هغه زياتوي: "۲۰۲۰کال کې د افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د نوي میلادي کال د مراسمو لمانځل پيکه و

د نړۍ په اکثرو ښارونو کې د نوي میلادي کال مراسم د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په محدوده پیمانه ولمانځل شول. نړیوالو نوي میلادي کال ته بې له دې، چې د تېرو کلونو په شان یې په شاندارو مراسمو ولمانځي، هرکلی ووایه او ورسره په یو وخت یې د کرونا پر ضد د واکسین د جوړېدو په خاطر هیلې وغوړولې. د شپې له دوولس بجو څخه، د معمول په شان د نوي کال مراسم په تېره بیا اورلوبې له استرالیا پیل شوې او په تدریج اسیا، منځني ختیځ، اروپا، افریقا او امریکا ته ورسېدې. په نیویارک کې روغتیايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبليو ايچ او: د "فایزر-بیو ان ټیک" واکسین استفادې ته اجازه ورکړل شوه

د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو.ایچ.او) د کرونا پر ضد د فایزر او بیوان ټیک واکسین بېړنۍ استفادې ته اجازه ورکړه. له کله نه چې کرونا وبا پيل شوې، دا یې په وړاندې جوړ شوي واکسین ته لومړنی لوی( اعتبار) بلل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ویبپاڼه لیکلي، چې دا اجازه به نورو هېوادونو ته لاره هواره کړي چې د د دغه واکسین د واردولو او کنټرول چارې ګړندۍ کړي. د فایزر او بیو ان ټیک کمپنیو د واکسین تطبیق د لومړي ځل لپاره بریتانیا او ور پسې په امریکا او اروپایي ټولنه کې پيل شو.

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغان سفیر "عبدالحکیم دلیلي" مړى کابل ته راولېږدول شو

په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جسد نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو. بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و. عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله مړ شو. افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د اړيکو په ښه والي او د سولې په مذاکراتو کې فعال رول درلود. قطر کې د ده د سیاسي ماموریت پر مهال د طالبانو او امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پرتګال نن د اروپایي ټولنې د شورا ٦ میاشتنۍ مشري په غاړه اخلي

پرتګال به سر له نن ( د جنورۍ له لومړۍ نېټې) نه له جرمني د اروپایي ټولنې د شورا شپږ میاشتنۍ مشري په غاړه واخلي. پرتګال به د خپل دې ماموریت پر مهال له ځینو ننګونو سره مخامخ شي چې لویې هغه یې د کرونا وبا له کبله د مرستو د بستو همغږۍ، د همدې وبا له کبله روغتیایي ستونزې او د کرونا واکسین دودول دي. پرتګال په یوه بیانیه کې ویلي، د امکان تر حده هڅې کوي چې دغه شپږ میاشتې په اروپا کې د نوي پړاو یو پیل وي. د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل د دغې څوکۍ د مسئولیت د لېږد پر مهال ویلي، چې جرمني شپږ میاشتې د همدې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په دره نور کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل شو

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ملي دسترخوان د پروګرام عملي چارې پیل شوې. د ننګرهار د ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې چې د پنجشنبه په ورځ خپره شوه ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به شاوخوا ۱۳۸۰ کورنیو ته خوراکي  او غیر خوراکي مواد ووېشل شي.  په  اعلامیې کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانیو په ارزښت یوه بوجې اوړه، لس لیتره غوړي، ۱۳ کیلو لوبیا او لس کلچې صابون مرسته کېږي. د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي شاوخوا دوې اوني دمخه په کابل کې وویل، چې د ملي دسترخوان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"د ژمي سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند ګواښي"

د ماشومانو د ملاتړ یا سیف د چلډرن موسسه وایي، چې د ژمې سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند ګواښي. د دغې موسسې ویاندې مریم عطایي په دې اړه تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل: "د افغانستان په شمال کې د واوري بې ساري اورښتونو له بده مرغه ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې د جګړو او ناامنی کبله له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. همدا وضعیت ماشومان ډیر د مرګ له ګواښ سره مخامخ کوي. له بده مرغه کورنۍ سون توکي او د ژمې نور تجهیزات نه لري." مېرمن عطایي وړاندي وویل، چې سیف د چلډرن موسسه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي: ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي

د بدخشان یوه امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته وویل چې دا طالبان پرون د بهارک – فیض اباد ترمنځ لارې کې د عملیاتو پر مهال ووژل شول . هغه زیاته کړه: "د بهارک – فیض آباد ترمنځ لارې کې د دان آب سپینګل په نوم سیمه چې د څو ورځو راهیسې طالبانو په کې جدي ګواښونه رامنځته کړي وو، عملیات پیل شوي دي. په دې عملیاتو کې د دولت ۱۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۴ تنه یې اسیران شوي دي او ټپیان یې هم ډېر دي."  د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ډېری هېوادونو نوی میلادي کال د هیلو اواندېښنو سره یو ځای ولمانځه

د نړۍ ډېرو هېوادونو نوی میلادي کال د هیلو اواندېښنو سره یو ځای ولمانځه. په اکثرو هېوادونو کې خلکو د کرونا ویروس د پراخېدو له وېرې دا مراسم هغسې ونه لمانځل چې په نورو کلونو کې یې لمانځل. لا هم په اکثرو هېوادونو کې د شپې ګرځبندیز پرځای دی. یو کال دمخه دا ورځ داسې مهال ولمانځل شوه، چې د روغتیا نړیوال سازمان په لومړي ځل په نړۍ کې د یوې وژونکې ساري ناروغۍ کویډ ۱۹ د خورېدو خبر ورکړی وو. دغې ناروغۍ د کال په اوږدو کې نژدې ۸۳  میلیونه کسان ونیول، شاوخوا یو میلیون او اته لکه کسان ترې مړه شول او د نړۍ اقتصاد ته یې ډېر تاوانونه ورسول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ظریف: ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د طرحې جوړولو په لټه کې دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ادعا کوي، د امریکا متحده ایالاتو تلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د یوې جګړې د طرحې د جوړولو په لټه کې دی. نوموړي د ډسمبر پر ۳۱ پر ټویټر داسې مهال دا خبره کړې چې په عراق کې د ایران د یوه لوړ پوړي پوځي قومندان د وژل کېدو یو کلنۍ ته څو ورځې پاتې دي.  له څو اونیو راهیسې امریکایي چارواکي انګېرې چې ایران او یا په عراق کې د هغوی متحدین به د قاسم سلیماني د وژل کېدو د کال پوره کېدو په مراسمو  کې ښایي غچ اخستونکي اقدامات وکړي. د امریکا اوسني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یوه ایراني ځوان اعدام د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وبلل شوه

ملګرو ملتونو د ایران له لوري د هغه کس اعدام غندلی چې په شپاړس کلنۍ کې په قتل محکوم شوی وو . د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي د محمد حسن رضایي اعدام چې د ډسمبر پر ۳۱ نېټه ترسره شو د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.  دغه اداره وایي، دا څلورم تنکی ځوان دی چې ایران په تېر یوه کال کې اعدام کړي. د دغې ادارې ویاندې روینا شامداساني په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د تنکیو زلمیانو اعدام په نړیوالو قوانینو کې منع شوی دی او ایران باید دا اصل په پام کې ونیسي. د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ د بریګزیټ سوداګریز توافق نافذ شو

د بریتانیا او اروپایې ټولنې ترمنځ د بریګزیټ سوداګریز توافق له تېرې نیمې شپې څخه نافذ شو. د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن په تازه څرګندونو کې د دې هېواد او اروپایي ټولنې ترمنځ نوې سوداګریزه موافقه، یوه خلاصه، سخاوتمنده او آزاده سوداګري بللې ده. دا توافق له تېرې نیمې شپې عملي شو. جانسن د نوي میلادي کال په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، چې دا شېبه د ده د هېواد لپاره د پام وړ ده. نوموړي وړاندې ویلي وو چې د ډسمبر د ۳۱ نېټې د شپې ۱۱ بجې به د بریتانیا په تاریخ کې یو نوی پیل او له اروپایي ټولنې سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني: د عامې روغتیا نوی وزیر به سیاسي شخص نه وي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت ټولو ته سپکاوی دی او نوی وزیر به سیاسي شخص نه وي. د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر له خولې راغلي: "په دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی. باید قانون ته درناوی وشي، ټول مسایل د قانوني مراجعو له لارې تطبیق او حق حقدار ته ورسېږي؛ همداراز هغه کسان چې له قانون یې سرغړونه کړې، مجازات شي." هغه غني څرګنده کړه، دې وزارت ته سیاسي شخص نه راځي. ولسمشر تېر ماښام... Читать дальше...


В Москве арестован замгубернатора Тюменской области. Попался на очень большой взятке

Движение на переезде в Карачеве Брянской области будет ограничено

Каштанов интересен двум клубам РПЛ

Легкомоторный самолёт аварийно сел на оживлённом шоссе в Подмосковье



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Легкомоторный самолёт аварийно сел на оживлённом шоссе в Подмосковье

Гражданку Кыргызстана арестовали по обвинению в угрозах судье и прокурору, отправившим за решетку Навального

Опубликован топ-10 банковских вкладов в июне с высокой ставкой

9 июня: какой сегодня праздник, что было в этот день

Музыкальные новости

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Орловские хоккеисты из «Ледового поколения» поборолись в Сочи за «Кубок Содружества»

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Новости России

До 70 тысяч рублей может зарабатывать кассир в магазине парфюмерии в Ростове

Пилот аварийно севшего на шоссе в Лыткарино самолета управлял им по доверенности

«На высоте»: как проходит подготовка к «Российской студенческой весне» в Ставрополе

Финляндия отказалась от нейтрального статуса и получила от России сразу 7 ответных ходов

Экология в России и мире

Жители Барнаула помогут сделать родной город чище

История без фальсификации: Шемахи в первой половине XVIII века

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Немцы решили элегантно кинуть турецкие отели: гостиницы Анталии уже в шоке и угрожают массовыми удержанием туристов

Спорт в России и мире

Зверев вышел в финал «Ролан Гаррос»

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Андреева рассказала о своих планах на предстоящий матч с Соболенко во Франции

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Moscow.media

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков

Глазово

Трасса М-12 Восток будет продлена до Тюмени в 2025 году







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *