د بشر حقونو کمېسیون: هلمند کې پر طالبانو برید، د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل
د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکیانو وژنه د منلو وړنه ده. دغه کمېسیون نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۷مه نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو د هوايي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۵ غړي چې ۳ ماشومان دي وژل شوي او ۵ نور چې ۴ یې مېرمني دي ټپیان شوي. د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پرمهال دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. دغه کمېسیون په ټینګار سره وايي چې دواړه اړخونه دې ژر تر ژره اوربند وکړي. Читать дальше...