Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2021

Новости за 22.01.2021

Pa.azadiradio.com 

سعودي او د اسلامي هېوادونو سازمان: د افغان سولې راوستو کې همکاري کوو

سعودي عربستان او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ټينګښت په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه پیغام کې وویل چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او د دې هېواد د اسلامي اړیکو د سازمان مشر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ریاض ته د هغه د سفر پر مهال ډاډ ورکړ چې افغانانو ته د سولې په راوستو کې به همکاري وکړي. ښاغلي هېواد زیاته کړه: "دوی دواړو د افغانستان د سولې له بهیره خپل کره ملاتړ اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مسکو یوې محکمې د ناوالني د رسنیو مسووله په بند محکومه کړه

د مسکو یوې محکمې د روسیې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسي ناوالني د رسنیو مسووله په نهه ورځې بند محکومه کړې ده.  دې محکمې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) په خپل یوه حکم کې کیرا یارمیش په غیرقانوني اعتراضونو کې چې اپوزیسیون د سبا لپاره پلان کړي دي، د خلکو په هڅولو تورنه کړه.  یارمیش او د ناوالني یو شمېر نور ملګري پرون د جنوري په ۲۱مه ونیول شول.  له بلې خوا اروپايي ټولنې د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.  د اروپايي شورا مشر شارل میشل پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه)  د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پېښور کې د انلاین ازموینو پرضد د زده کوونکو مظاهرې

د جنورۍ پر۲۲مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو له پېښور پرېس کلبه تر د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې د انلاین امتحان لپاره لاریون وکړل. دوی وايي، د فزیکل پرځای انلای امتحان ورکوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

خوست کې وزیرستاني کډوال د ملي دسترخوان پروګرام کې شاملېدل غواړي

د خوست په ګلان پنډغالي کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي چې د داخلي بې ځایه شوېو او اړمنو په شان دې، دوی هم په راغلو مرستو او د ملي دسترخوان په برنامه کې شامل شي. هغوی زیاتوي، د مرستو په کمېدو سره يې ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او ځینې کورنۍ خو بیخي په دې لږو مرستو کې هم نه دي شاملې. وزیرستاني کډوالو وویل، که ستونزو ته يې رسېدنه ونه شي، نو دوی به د غلام خان په صفري نقطه او د خوست د ولایت مقام مخې ته ورشي او هلته به د لاریونونو له لارې خپل غږ اوچت کړي. د جمعې(د سلواغې ۳مه) په ورځ وزیرستانیو کډوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېښنا شرکت: تخنیکي ستونزو پر کابل او څو ولایتونو برېښنا پرې کړې

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان د وارداتي برېښنا په ځینو پایو کې د تخنیکي ستونزو له کبله د کابل او څو نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې.  برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا تخنیکي ستونزه د ایبک ښار د برېښنا د سب سټیشن په۵۸ کیلومترۍ کې د بغلان پر لور د برېښنا په پایو کې رامنځ ته شوې ده.  په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

Pa.azadiradio.com 

سعودي د افغان جګړې د پای لپاره د اسلامي نړۍ د علماوو ونډه حیاتي بللې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د بهیر ملاتړ کوي.  دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) خپره شوه ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په کتنه کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سیاسي حل لارې د موندلو په برخه کې د اسلامي نړۍ د علماوو ونډه حیاتي بللې.  ښاغلي فیصل ویلي چې ترورېزم او افراطیت ګډ ګواښ دی او له هغه سره مبارزه هم ګډ کار غواړي.  د افغانستان د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: روسیه دې الکسي ناوالني سمدستي خوشې کړي

اروپايي ټولنې د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې. ناوالني چې په زهري موادو له مسمومېدو وروسته په جرمني کې تر علاج لاندې و، په روانه اوونۍ کې مسکو ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو. د اروپايي شورا مشر شارل مېشل پرون پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل: "د ښاغلي ناوالني حقوقو ته باید پوره درناوی وشي. موږ پر روسیې غږ کوو چې نوموړی سمدستي خوشې کړي او د هغه د امنیت ډاډ ورکړي." بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان-... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او اروپا کې د کرونا پرضد اقدامات چټک شوي

په امریکا او اروپا کې د کرونا د وبا پرضد اقدامات چټک شوي دي. په داسې حال کې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د کار په لومړۍ ورځ د دې وبا د مخنیوي لپاره یوه ملي ستراتیژي اعلان کړه، اروپايي مشرانو د دې ویروس د نویو بڼو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړ.  ښاغلي بایډن د خپل مخکیني اقدام په دوام پرون پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) لس نوي فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د نورو اقداماتو ترڅنګ د یوې پالیسۍ د جوړولو لپاره د واکسین او ټېسټونو د تطبیق، د ماسک د جبري کولو او د تحلیلي معلوماتو د راټولولو سوکه بهیر چټک شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قریشي: د امریکا نوی حکومت دې طالبانو سره د سولې پر هوکړې ودریږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی لوړ پوړی پاکستانی چارواکی دی چې د امریکا له نوي حکومته له طالبانو سره د سولې د شوې هوکړې پرځای کول غواړي. شاه محمود قریشي له الجزیرې ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي. ښاغلي قریشي تینګار کړی چې د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره په شوې هوکړه ودریږي. نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان په کې لوی لاس درلود. افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې خبریالانو د ولسمشرغني خبري غونډه تحریم کړه

که څه هم ولسمشرغني د پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) په ورځ هرات ته د عمومي وضعیت ارزولو په موخه تللی او هلته یې د خپل پلاوي په ګډون د هرات د ټولنې بېلابېلو ډلو سره لیدلي، خو د دې ولایت خبریالان وایي، دا ناستې د بندو دروازو تر شا ترسره شوې. د هرات خبریالانو د حکومت همدې کار په غبرګون کې نن جمعه (د سلوغې ۳مه) د ولسمشرغني خبري ناسته تحریم کړې ده. د دوی په وینا، د دې ناستو د پوښښ اجازه د حکومتي رسنیو چې ملي او باختر اژانس دي، بلې رسنۍ ته نه و ورکړل شوی. خبریاله الهه ساحل چې په پام کې وه، د هرات ولایت د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فیفا: ولسي جرګه دې د ۱۴۰۰م مالي کال بودجه په مشروط ډول تصویب کړي

د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا غواړي چې د ۱۴۰۰مالي کال بودجې پرسر د ولسي جرګې او افغان حکومت ترمنځ رامنځه شوی جنجال حل کړې. د دې بنسټ مسوول محمد نعیم اصغري ازادي راډیو ته وویل، دوی ولسي جرګې او مالیې وزارت ته د دې ستونزې د حل په موخه طرحه لیږلي ده. د ښاغلي اصغري په وینا، د یادې طرحې یو ټکی همدا دی چې ولسي جرګه دې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه په مشروط ډول تصویب کړي. اصغري زیاته کړه: "موږ له دواړو لورو غواړو چې بیا هم خبرې وکړې او هوکړې ته سره ورسیږي، بالاخره پارلمان بودجه په مشروط ډول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني چارواکي: بېلابېلو هوايي بریدونو کې ۷ وسله وال وژل شوي 

د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په دوه جلا جلا هوایي بریدونو کې ۸ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د جمعې (د سلواغې ۳مه) په ورځ رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي، دغه بریدونه د بنجشنبې ورځ ناخته تر سره شوي دي.  ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: "وسله والو طالبانو د غزني ولايت د مرکز اړوند د ناني په سیمه کې غوښتل د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي چې د افغان امنيتي او هوايي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي چې په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون ۷ تنه وسله وال مخالفین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې په نشه یي توکو یوې روږدې کورنۍ خپل ۲ اولادونه پلورلي

په کابل کې یوې معتادې کورنۍ د خپلو دوو ماشومانو د خرڅلاو په پيسو نشه يي مواد پیرلي دي. قمرګله او مېړه یې چې دواړه نشه کوي وايي چې اولادونه یې ځکه خرڅ کړل چې د ساتلو وس یې نه درلود. قمرګله یوه معتاده مور ده چې د اعتیاد د ستونزو ترڅنګ یې د خپلو اولادونو بېلتون هم ډېره ځوروي. قمرګله په ژړغوني غږ وايي چې مېړه یې معتاد دی او دا يې په چل او فريب دې ته اړ ایستلې چې خپل دوه زامن وپلوري:  "مېړه مې دوه ماشومان راڅخه خرڅ کړل، ویل ته معتاده یې، خپل اولادونه نه شې ساتلای، کېدای شي چې در څخه مړه شي، نو ښه به دا وي چې خرڅ يې کړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوږه او ناروغي؛ د واخان اوسېدونکي مرستې غواړي

د افغانستان شمال ختیځ کې د واخان درې اوسیدونکي د مرستې غوښتنه کوي. د دې سړې درې لارې په سخت ژمي کې د اوونیو او ان د میاشتو لپاره بندې وي  او د کلیو اوسېدونکي یې د خوراکي او سونګ توکو او روغتیایي خدماتو کمښت سره مخ کیږي. د ازادي راډیو خبریال د واخان یوه کلي ته تللی او د سیمې د اوسېدونکو په سخت ژوند یې راپور برابر کړي.

Pa.azadiradio.com 

نیمروز کې د ۱۳۹ کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شوه

د نيمروز پولیسو د دې ولايت مرکز ته د (۱۳۹) کيلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله. د نيمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير پرويز سيستاني ازادي راډيو ته وويل، د دوی پولیسو د جدي د میاشتې په (۲۹مه) نېټه د زرنج ښار په درېيمه ناحيه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۹۵) کيلوګرامه تارياک، (۴۱) کيلوګرامه ښیښه او درې نیم کيلوګرامه چرس له قاچاق کوونکو څخه ونيول شول. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه له دوو موټرو سره نيول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان پولیسو ۷ ولایتونو کې له ۴۰۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي توکي نیولي

د  افغانستان پولیسو په ۷ ولايتونو کې تر څلور سوه کیلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.   لومړي عميات چې د جدي د میاشتې په (۳۰مه) نېټه د پکتیا ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې د ملي امنيت رياست د کار کوونکو له خوا وشول، په نتيجه کې يې (۲۱۵) کيلوګرامه چرس ونيول شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنيو دفتر وايي، شپږ نور عمليات چې په شپږو ولایتونو کې اجرا شول، په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيرويين، (۱۹۱) کيلوګرامه بنګ او (۵۰) کيلوګرامه تارياک ونيول شول. د نشه يي موادو د دې اووو قضيو په تړاو نهه تنه هم نيول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

روغتیا وزارت: سږ ژمی له کابل ښاره دوه زره په نشه يي توکي روږدي را ټولوو

سهار تر ماښامه، په تېره بیا د شپې له خوا د افغانستان په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل ښار کې ډله ډله معتادین تر شکېدلو څادرونو لاندې اورونه بل کړي او د نشې کولو ترڅنګ په دې ډول خپل ځانونه تودوي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې معتادین د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه لري او يخني يې ژر وژني. د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې ملي پروګرام مسؤل محمد شعیب شهرام وايي چې دوی د ژمي په یخنۍ کې د بې سرپناه معتادینو د ژغورنې لپاره د معتادینو را ټولولو پروګرام پیل کړی دی. دی زياتوي چې د دې معتادینو د ګرم ساتلو ترڅنګ به د هغوی درملنه هم کېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوستي ځوانان: عملي او زده کړه ییزې ناستې دې تر ولسوالیو وغځیږي

په خوست کې یو شمېر ځوانان د یوه علمي بنسټ په چوکاټ کې هره اوونۍ راټولېږي او د دايروي مطالعاتو د پراختیا سربېره په ټولنیزو او نورو علمي موضوعاتو اوونیز بحثونه کوي. د دې ناستو مسولین وایي، که امکانات ور برابر شي، ناستې به تر ولسوالیو هم وغځوي. دا اوونۍ بحث د فدا الله همت په نوم یو ځوان مخکې وړی او د مینې پر موضوع لکچر ورکوي. نوموړی د لکچر په یوه برخه کې وایي: " د مینې د کولو لپاره د هغې قربانۍ چې عاشق په کې هرڅه له لاسه ورکوي، بدل کړو او پر ځای له ځان سره مینه وکړو، مینه د خوشالۍ لپاره وکړو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې ژورنالېستان او فعالان: هدفي وژنو ذهنې اندېښنو سره مخ کړي یو

په کونړ کې ژورنالېستان او د رسنيو کارکوونکي وايي، په هېواد کې هدفي وژنو يې ژوند تریخ کړی او کار ساحه پرې راتنګه شوې ده. په دې ولایت کې مېشت ژورنالېستان او د رسنیو کار کوونکي زیاتوي، افغانستان کې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو هدفي وژنو ذهنې تشویش سره مخ کړي او د کار لپاره مناسبه فضا او شرایط نه لري. عبدالوارث سیرت د ښکلا په نوم له یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کوي وايي: "د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ژورنالېستان په نښه شول، د ژورنالېستانو ژوند له ستر ګواښ سره مخ دی. دوی ته هره شېبه مرګ ښکاري."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو پړه داعش ومنله

د اسلامي دولت تروریستي ډلې یا داعش، د عراق په پلازمېنه بغداد کې د پرونیو غبرګو ځانمرګو بریدونو مسوولیت واخېست.  په هغه پېښه کې چې په تېرو درېیو کلونو کې په بغداد کې له خونړیو پېښو ګڼل کېږي، ۳۲ کسان وژل شوي دي.   عراقي چارواکي وايي په دې حمله کې چې د بغداد د طیران میدان په یوه سرخلاصي بازار کې شوې، شا او خوا ۱۱۰ کسان ټپیان شوي دي.   د اسلامي دولت ډلې خبري اژانس اعماق په خپل ټیلګرام چینل کې ویلي، په دې حمله کې د دوی دوو جګړه مارو ځانونه منفجر کړي دي.   تر څو میاشتنو محدودیتونو وروسته دغه بازار کې د حملې پر وخت د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار چارواکي: خوږیاڼیو او شېرزادو کې ۱۶طالبان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالیو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.   د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن جمعه (د سلواغې ۳مه) وویل، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوي د وسله والو ۲ مهم مرکزونه، ځینې وسلې او مهمات هم نابود کړای شوي دي.   د دغه دفتر اعلامیه وايي، په وژل شوېو کې د طالبانو ۵ تنه سرګروپان هم شامل دي.   ولایتي چارواکي وايي، دغه وسله وال هغه وخت په نښه شول چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي.  وسله والو طالبانو د دغو حملو په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې سوداګرې: د چینايي توکو زیاتوالی زموږ د تولید بازار له ماتې سره مخ کړی

بلخ کې ښځینه سوداګرې وايي چې په داخلي بازار کې د چینايي توکو زیاتوالي او همدا راز د هغوی تولید شوېو توکو ته د نندارتونونو نه جوړېدو دوی له ماتې سره مخ کړي.  ۳۴ کلنه حمیرا په عربستان کې له دوو لسیزو مهاجرت وروسته کابو دوه کاله پخوا خپل ټاټوبي بلخ ته راغلې او د مزارشریف په رابعې بلخي مارکیټ یا ښځو ته د سوداګرۍ په ځانګړي بازار کې یې د لاسي صنایعو د تولید یوه کارخونه پرانېستې.  حمیرا په دغه کارخونه کې لاسي صنایع لکه؛ لاسي بکس، د ناوې جامې، افغاني یخن او نارینه وو ته واسکټ جوړوي.  نوموړې وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"کندهار کې تر ۱۴۰ کيلوګرامو ډېره ښیښه د عملیاتو پر مهال ونيول شوه"

له افغانستانه د باندې تر سلو کيلوګرامو د ډېرې ښيښې د قاچاقو مخه ونيول شوه. د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر ازادي راډيو ته وويل، تر (۱۴۰) کيلوګرامو ډېره ښیښه چې د ټوکرانو په توپ يا تان کې پټه ایښودل شوې او په پام کې وه چې د يوه بس په وسيله د نيمروز له خاشرود ولسوالۍ څخه پاکستان ته قاچاق کړل شي، په کندهار کې د پولیسو د عملیاتو په نتيجه کې ونيول شول. د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د سَرې 'کود' او برېښنا فابریکې تولید ۵۰ سلنه کم شوي

په بلخ کې د سَرې یا کود او برېښنا فابریکې مسئولان وايي، د ګازو د کموالي له کبله یې تولید ۵۰ سلنه کم شوی دی.  د دغې فابریکې د مشر عبدالرحمن افغان په خبره، تردې پخوا د سَرې او برېښنا دغې دولتي فابریکه کې ۳ زره کسانو کار کاوه، خو د تولید د کچې کمېدو سره یې د کار کوونکو شمېر ۱۶۴۵ کسانو را ښکته شوی دی.  په دغه فابریکه کې د نارینه وو ترڅنګ ۲۳۰ ښځې هم په اداري او فني برخو کې په کار بوختې دي.  ړنا یو له همدې کار کوونکو څخه ده چې د فابریکې د لابراتوار په برخه کې کار کوي وايي: "اته دېرش کاله کېږي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: غزني کې تر ۳۰ ټنه ډېر بنګ ونيول شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان پولیسو په غزني ولايت کې تر دېرش ټنه ډېر بنګ ونيول. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولايت په مرکز ارباب کلي کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۳۱) ټنه بنګ نيول شوي دي. دا بنګ د دې لپاره غزني ولایت ته راوړل شوي وو چې بزګرو ته ورکړل شي. د دې موادو د ساتلو په تور تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.


Подмосковные УК расчистили от захламления еще 2 тысячи холлов в домах

"Евро-Футбол.Ру": ЦСКА хочет подписать игрока "Локомотива" Жемалетдинова

Отказ от бакалавров: что изменится в системе высшего образования в России

В Москве школьник ударил ножом 16-летнего юношу



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Ефимов: свыше 6 млн м² жилья возведут по программе реновации до конца года

Отказ от бакалавров: что изменится в системе высшего образования в России

Не осмелились на Западе всю речь Путина показать, но поняли, что не поступится Россия своими интересами

Средние радиационные бури сохранятся на Земле до конца дня 8 июня

Музыкальные новости

Финал областной школьной Олимпиады по шахматам состоялся в Опочке

США и Европа "подготавливают" Россию и Ближний Восток для переселений?!

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Погружение в современное российское искусство – стартовал 3-ий фестиваль «Территория. Красноярск»

Новости России

Пассажирский самолет Бишкек - Москва прервал взлет из-за задымления шасси

Два москвича пострадали в аварии по вине злостного лихача в Ставрополе

Американская пресса сочла разработку межспутниковой связи российской компанией аналогом сети Starlink компании Илона Маска

Собянин: Москва подписала ряд крупных соглашений на Петербургском форуме

Экология в России и мире

Туристка заразилась плотоядной болезнью и потеряла руку: новая инфекция начала распространяться на людей, посещающих достопримечательности

Турецкие отели в шоке после банкротства крупнейшего туроператора: все оказались в долгах, как работать летом — непонятно

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ

Спорт в России и мире

Янник Синнер высказался о первом месте в рейтинге ATP и травме Новака Джоковича

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»

Moscow.media

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Средняя полоса в июне.

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *