Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2021

Новости за 31.01.2021

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پولیسو زرګونه مظاهره چیان نیولي

د روسیې پولیسو د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په پلوۍ د راوتلیو مظاهره چیانو له ډلې څه باندې دری زره کسان نیولي دي. خلکو سربېره پر دې چې حکومت خبرداری ورکړی و د ناوالني په پلوي په مسکو او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې. د پوتین سرسخت مخالف ناوالني دوه اوونۍ مخکې له جرمني مسکو ته په رسېدو ونیول شو.

Pa.azadiradio.com 

خوست کې مظاهره: د غښتلي جمهوري نظام او تلپاتې سولې غوښتونکي یو

د یکشنبې (د سلواغې ۱۲مه) ورځې ناوخته د خوست سلګونو اوسیدونکو او مدني فعالانو د یو سوله ییز لاریون په واسطه د جمهوري نظام او تلپاتې سولې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د دې لاریون ویناوالو وویل، افغان ولس ويښ شوی او نه غواړي چې د پردیو په لمسون د دې هېواد د زرګونو کسانو د ژوند په بیه د هېواد رغیدلي بنسټونه یو ځل بیا ونړیږي. دوی زیاتوله، د افغانستان د مسالې او اوږدې جګړې حل په روسیه، چین، ایران، قطر او نورو هېوادونو کې نه دی، بلکې افغانان کولی شي او د دې صلاحیت لري چې تېر تاریخ ته په کتو خپلې مسالې په خپلو کې د خبرو اترو له لارې حل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې به د کرونا د واکسین لړۍ پیل شي

په پاکستان کې به له دوشنبې ورځې د کرونا واکسین لګولو لړۍ پیل شي.  دا ژمنه د پاکستان د صدراعظم د روغتیايي چارو سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ورکړې.  هغه په یوه ناسته کې ویلي و چې د ساینو فارم او کېنساینو کمپنیو سره خبرې شوي او لومړی به د ساینو واکسین پنځه لکه ډوزه ترلاسه او تطبیق به یې پيل شي.  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې حکومت د دې واکسینونو د انتقال لپاره یکشنبه بېجینګ ته ځانګړې الوتکې هم استولي دي.   پاکستان داسې وخت واکسین پیلوي چې کرونا ویروس په دغه هېواد کې له ټول ټال نږدې پنځه نیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارګ: طالبان یوازې د خپلې "کوچنۍ ډلې" استازیتوب کوي

ارګ ماڼۍ د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د طالب پلاوي د لیدنې په غبرګون وايي، طالبان یوازې د خپلې "کوچنۍ ډلې" استازیتوب کوي د افغانانو او افغانستان د استازیتوب صلاحیت او اعتبار نه لري.  د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "طالبان د خپلې کوچنۍ ډلې استازيتوب کوي. د طالبانو ډله په هېڅ ځای او هېڅ عنوان د افغانستان يا افغانانو استازيتوب نه شي کولی؛ د دې کار لپاره نه قانوني صلاحيت لري، نه سياسي اعتبار او نه هم اخلاقي مقام."  د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د نوالنۍ په ملاتړ لاریون؛ له ۲۰۰۰ زیات مظاهره چیان نیول شوي

د راپورونو له مخې په روسیه کې د کرملېن د منتقد الکسي نوالنۍ د خوشې کېدو لپاره د نننیو پراخو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونو کسان نیول شوي دي. د نوالنۍ پلویانو نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) ورځ د مسکو او نورو سترو ښارونو په ګډون په څه باندې ۱۴۰ ښارونو او ښار ګوټو کې مظاهرې پلان کړې وې.  په روسیه کې دغو پراخو مظاهرو کې چې دا یې دوهمه یکشنبې ده چې د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالنۍ په ملاتړ او له توقیفه د هغه د خوشې کېدو لپاره ترسره کېږي، له دوه زرو زیات مظاهره کوونکي نیول شوي دي.  په مسکو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"طالب پلاوی د سولې خبرو دوام ته لېواله نه ده؛ خبرې یې له عمل سره توپیر لري"

د قطر د پلازمېنې دوحې په خبرو کې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی وايي، طالب پلاوی د سولې د خبرو دوام ته لېوالتيا نه لري. د دولت پلاوي درې غړیو له قطره د یکشنبې (د سلواغې ۱۲مه) په ورځ په انلاین خبري ناسته کې خبريالانو ته وویل، طالب پلاوی د سولې هوکړې په اړه د امریکا د نوي حکومت دریځ ته منتظر دی او تراوسه د خبرو میز ته نه دی ناست. د افغان مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي، د سولې په اړه د طالبانو څرګندونې، د سولې په اړه د دوی له عملي اقداماتو سره توپير لري. ښاغلی طالب زیاتوي: "زموږ برداشت دا دی،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د وردګو پېښه؛ ملي امنیت شورا: ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې د پلاوي سفر هم ځنډېدلی

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ومنله چې د میدان وردګ ولایت د بهسودو په لومړۍ حصه کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده - هغه موضوع چې د سيمې اوسيدونکي يې پرې اندېښنه ښوولې.  دې دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، پېښه د امنیتي سرتېرو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ شوې او یو شمېر ملکیانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې. خو د ملي امنیت شورا په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه خپله خپره کړې اعلامیه له څو دقیقو وروسته، بېرته لېرې کړه. په اعلامیه کې دا یادونه هم شوې وه چې د دې پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته د ګمارل شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار، لغمان او پکتیا کې د افغانستان د نظام او جمهوریت په ننګه لاریونونه

په ننګرهار، لغمان او پکتیا کې لسګونو کسانو د افغانستان د نظام، اساسي قانون او جمهوریت په ملاتړ غونډې او لاریونونه وکړل. وروسته له هغې چې له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د مرکچي پلاوي یوه مشر عباس ستانکزي د سولې لپاره د افغان ولسمشر استعفا د خپلې غوښتنې په توګه یاده کړه، ګڼ غبرګونه یې راوپارول. ننګرهار په همدې لړ کې نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) په جلال اباد کې لسګونو ځوانانو دا ډول څرګندونې وغندلې او دا څرګندونې یې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو او قربانیو ضد وبللې. دغو لاریونوالو وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه:که طالبان تاوتريخوالي ته دوام ورکړي د نړېوالې ټولنې غوسه راپاروي

په کابل کې اروپايي ټولنې د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ټولنې غړي او د یو شمېر هېوادونو ډیپلماټیکې استازولۍ لکه اسټراليا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، المان، ایټالیا، د ناټو ملکي استازولي، هالنډ، اسپانیا، سوېډن، انګلستان او امریکا په افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې، اختطافونو او د رغنیزو چارو پر وړاندې د ستونزو جوړل په کلکو ټکو غندي. په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ګواښونه د افغانستان مدني ټولنو، قضايي برخې، رسنیو، مذهبي، روغتیايي او د حکومت غیر نظامي کار کوونکو ته دي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې اعتراض کوونکو د برمته شوي ماشوم خوشې کېدل وغوښتل

په بلخ کې ترکمنانو نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) یو ځل بیا د یو ۹ کلن برتمه شوي ماشوم د خلاصېدو لپاره د بلخ والي دفتر مخې ته مظاهره وکړه.  د دغې مظاهرې یوه تنظیموونکي محمد کمال ګونش ازادي راډیو ته وويل، سره له دې چې له ۱۵ ورځو راهیسې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تښتول شوي عبدالروف د قضیې د څېړو مسئولیت په غاړه اخېستی، خو تر دې دمه دغه قضیه کې هېڅ ډول پرمختک نه دی راغلی.  مظاهره چیانو د پراخو لاریونونو ګواښ وکړ، له ډلې یې کمال ګونش وايي: "موږ د ولسمشر د مرستیال د حسن نیت په پاس یوه بله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د تښتول شوي ماشوم پرضد د ترکمنانو مظاهرې بیا پیل شوې

په بلخ کې ګڼو ترکمنانو د یوه نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو پر ضد بیا مظاهرې وکړې.  ۶۵ ورځې مخکې سړیو تښتونکو د عبدالرووف په نوم دا ترکمن ماشوم تښتولی او چارواکو یې تر اوسه درک نه دی لګولی.  د مظاهرې یوه تنظیموونکي محمد کمال ګونېش ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې پنځلس ورځې مخکې د عبدالروف د قضیې مسوولیت د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په غاړه اخېستی، خو بیا هم کوم پرمختګ نه دی شوی.  هاخوا د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وویل چې د سړي تښتونکو له منګولو د عبدالرووف د خوشې کولو هڅې روانې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پلاوی: که طالبان فکر کوي چې افغان پلاوی به مېز پرېږدي، دا پر ځان نه پرېږدو

د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي، دوحې ته د طالبانو د پلاوېو د ورستنېدو په تمه دي څو خبرې بېرته پيل شي.  د دې مرکچي پلاوي درېیو غړیو شریفې زرمتۍ، غلام فاروق مجروح او محمد رسول طالب نن له دوحې نه افغان خبریالانو ته د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکول.  اغلې زرمتۍ وویل، افغان پلاوی هر وخت د خبرو لپاره چمتو دی، خو دا طالبان دي چې د خبرو د ځنډ لامل شوي: "که طالبان په دې فکر کې وي چې د افغانستان مذاکراتي پلاوی به  ستړی او بې حوصلې کړي او دوی به د مذاکرې مېز پرېږدي او افغانستان ته به ځي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د لا ملاتړ په موخه پنځه قانونه له سره ارزول کېږي

د افغانستان ښځو چارو وزارت وايي، د ښځو د لا ملاتړ په موخه پنځه قانونه له سره ارزوي. د دې وزارت سرپرستې حسینې صافۍ، د یکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، د کار، له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي د منعې، د اجراتو، د کورنۍ او د ودونو د ثبت او انحلال قانونه به له اړوندو ادارو سره په ګډه له سره ارزوي. د اغلې صافۍ په وینا، په ۱۳۹۹ کال کې د ښځو چارو وزارت او د یاد وزارت اړوندو ریاستونو کې له ښځو سره د ناوړه چلند ۳۸۰۰ قضیې ثبت شوې چې ډېری یې په حقوقي توګه او یا د منځګړیتوب له لارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلسطیني نقاش نبلوس کې داسې کافې جوړه کړې چې خلک یې له لیدو خوند اخلي

یوه فلسطیني نقاش داسې کافې جوړه کړې چې دېوالونه یې لکه د ونې ښاخونه چې ورباندې غځېدلي وي. دغه نقاش غواړي خلک د ده په کافې کې طبعیت ته د نږدېوالي احساس وکړي.   احمد یعقوب د فلسطین په نبلوس سیمه کې یوه داسې کافې جوړه کړې چې په ونه کې د کور په څېر ښکاري. دی غواړي خلک په دې کافې کې طبعیت ته نېږدې شي ځکه فکر کوي په فلسطین کې طبیعي ځایونه ډېرکم دي چې د تفریح لپاره خلک ورشي او خوند ورڅخه واخلي.   احمد یعقوب رویټرز خبري اژانس ته په دې اړه داسې ویلي: "د دې ځای په اړه به درته ووایم چې خلکو ته ډېر په زړه پورې دی ځکه دلته دا ډول ځایونه نشته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کرونا ویروس ضد واکسین برابروونکو هېوادونو شمېر په زیاتېدو دی

په نړۍ کې د هغو هېوادونو شمېر په زیاتېدو دی چې د کرونا ویروس ضد واکسین په برابرولو کې پرمختګ کوي.  ډېرو هېوادونو ته دغه واکسینونه د کوواکس په نوم یوه نړیوال ائتلاف له‌خوا چې د نړۍ له بې‌وزلو هېوادونو سره د کرونا ضد واکسین په برابرولو کې مرسته کوي، ورکول کېږي.  د پاکستان، ایران، اوکراین، ګورجستان او د مصر په ګډون یو شمېر هېوادونو پرون اعلان وکړ چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د خپلو وګړو د واکسین کولو پروګرامونه به په نږدې راتلونکي کې پیل کړي. د دغو هېوادونو روغتیایي چارواکو وویل چې د کرونا ویروس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر: د خوست د غلام خان د لارې د ټرانزيټ کار دې چټک شي

د خوست سوداګر، د ټرانسپورټ اتحاديو غړي او د لویو موټرو ډريوران له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د غلام خان لارې د ټرانزيټ کېدو په برخه کې دې خپلې هڅې چټکې کړي او لاره دې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو په شان د افغانستان او پاکستان د حکومتونو له خوا په رسمي توګه ټرانزيټ شي.

Pa.azadiradio.com 

اتل قول اردو: افغان هوایي ځواکونو کندهار کې ۳۶ وسله‌وال طالبان ووژل

د افغانستان پوځي چارواکي ادعا کوي چې افغان هوایي ځواکونو په کندهار کې په یوه هوايي برید سره ۳۶ وسله‌وال طالبان وژلي دي.  د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي په دې اړه ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې وویل: "تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ په «کوهک»، «جوی لاهور» او«دشت بولان» سیمو کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید په موخه راټول شوي وو. دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ډله ترهګر په نښه کړل چې په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان شول، د دښمن یو ۸۲ توپ،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه او ځیني لوېدیځ هېوادونه: طالبان دې د خلکو له وژلو لاس واخلي

اروپايي ټولنې او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خلکو له وژلو او د تأسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي. په کابل کې د اروپايی ټولنې استازولۍ نن په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپرې کړې ده. په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې او ناټو په ملکي استازولۍ سربېره د امریکا، بریتانیا، استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ډنمارک، فنلند، چک جمهوریت، هالند، اسپانیې او سویډن نومونه راغلي چې په افغانانو باندې بریدونه‌یې غندلي دي. اعلامیه زیاتوي چې طالبان د اکثرو دا ډول بریدونو مسؤلیت په غاړه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځیني افغان هنرمندان: د هغې سولې ملاتړ کوو چې اساسي حقونه خوندي کړي 

یو شمېر هنرمندان وايي، د هغې سولې ملاتړ کوي چې په هغې کې د افغانانو اساسي حقونه خوندي کېږي.  د اریانا سعید او وحید قاسمي په ګډون لسګونه هنرمندانو پرون (شنبه) د ملي مصالحې عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل چې د سولې د بریالیتوب لپاره د ټولنې د بېلابېلو پرګنو نظرونو او وړاندیزونو ته اړتیا ده.    د ملي مصالحې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هنرمندان په ټولنه کې اغېز شیندونکي دي او د ټولنې په بدلون کې مهم رول لري.

Pa.azadiradio.com 

مسیر: ایا د اشرف غني د استعفا غوښتنه له سولې سره مرسته کولای شي؟

هشت صبح ولسمشر غني د عبدالله د سولې له تګلارې سره مخالف کړی. دا د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی. وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د  سولې لپاره د عبدالله په تګلاره کې غني باید ستره قرباني ورکړي او له قدرت نه په شا شي. خو د لیکوال په وینا د قدرت د دوام لپاره د ولسمشر غني مبارزه به جګړه خپلې پېچلې مرحلې ته وغځوي، ځکه که تاوتریخوالی ډېرېږي، د پخلاینې فرصت به لا محدود شي. ورځپاڼه ليکي، دا څرګنده ده چې غني د طالبانو په وړاندې په جګړه کې ګټونکی نه‌دی،  خو جنګ کولای شي د هغه لپاره په واک کې د پاتې کېدو ډېر فرصت ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي ځواکونو د کندز ښار په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پیل کړي

چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د کندز ښار په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.  د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني نن (یکشنبه) وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو د شینوارو، اندرابیانو او د شینوارو په چله مزار سیمو کې چې د ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې دي، تلاشي او تصفیوي عملیات پیل کړي دي.  دا په داسې حال کې ده چې د کندز ښاریان وايي، د جګړې ډزې په کورونو کې اوري او د ناامنۍ له درکه اندېښمن دي. خو د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې د ښار شاوخوا ټول کلي به د دولت له وسله‌والو مخالفانو پاک شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له بایډن په افغانستان کې د یوه برمته شوي امریکايي قراردادي د کورنۍ غوښتنه

په افغانستان کې د یوه برمته شوي امریکايي قراردادي مارک فریچز د کورنۍ غړو او ملاتړ کوونکو د امریکا له ولسمشره وغوښتل، تر هغو له افغانستانه خپل نور پوځیان ونه‌باسي چې نوموړی خوشې شوی نه‌وي.  فریچز چې په افغانستان کې یې د انجنیرۍ په یوه پروژه کې کار کاوه، یو کال پخوا وتښتول شو.  امریکايي چارواکي باور لري چې نوموړی د حقاني شبکې له لوري یرغمل شوی دی، خو طالبانو تر اوسه پورې د هغه نیول تأیید کړي نه‌دي.  د فریچز خور کرلېن کاکورا اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وویل چې دوی ډاډه دي چې فریچز ژوندی دی او دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ زرګونه پلویان نن مظاهرو ته راوځي

ټاکل شوې ده چې د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ زرګونه پلویان نن د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې مظاهرو ته راووځي او د ناوالنۍ د خوشې کېدو غوښتنه وکړي. په همدې حال کې پرون شنبه د الکسي ناوالنۍ پلویانو ته سخت خبرداری ورکړل شو چې د نن ورځې په مظاهرو کې ګډون ونه‌کړي. د راپورونو له مخې، پولیس او امنیتي ځواکونه د نن ورځې تر مظاهرو مخکې د الکسي ناوالنۍ یو شمېر نږدې کسان او متحدان نیولي او په مسکو کې یې پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي. الکسي ناوالنۍ چې د پوتین کلک مخالف دی، دوه اوونۍ مخکې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جیش‌الهند ډلې په نوې ډېلي کې د اسرائیل سفارت ته نږدې چاودنې مسؤلیت واخیست

هندي رسنۍ وايي، د جیش‌الهند په نوم یوې ډلې په نوې ډېلي کې د اسرائیل سفارت ته نږدې د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست. د هند پولیسو پرون وویل چې په نوې ډېلي کې د اسرائیل سفارت ته نږدې وړه چاودنه شوې، خو په لړ کې یې چا ته زیان نه‌دی اوښتی. اسرائیلي رسنۍ جیش‌الهند په ایران پورې تړلې ډله بولي. جروسلم پوسټ اسرائیلي ورځپاڼې د هندي رسنیو په قول ویلي چې د هند امنیتي چارواکو د خپل هېواد د مهاجرت له ادارې غوښتي چې د هغو ایرانیانو د نومونو لېست ورسره شریک کړي چې په وروستیو کې هند ته ورغلي دي.

Pa.azadiradio.com 

حمدالله محب: امنیتي لیکو کې باید له سیاسي ګمارنو او ترفېعاتو کلکه ډډه وشي

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي، په امنیتي لیکو کې باید له سیاسي ګمارنو او ترفېعاتو په کلکه ډډه وشي.  حمدالله محب دغه څرګندونې پرون (شنبه) د امنیتي سکټور د لوړپوړو چارواکو یوې غونډه ته وکړې او ویې‌ویل، د امنیتي او دفاعي منسوبینو ګمارنې باید د کدري معیارونو له مخې وشي.  د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې که څه هم نه‌دي ویل شوي چې په امنیتي او دفاعي لیکو کې سیاسي ګمارنې په کومه کچه دي، خو له دې وړاندې د جګړې د کرښو یو شمېر منسوبینو ویلي، د ترفېعاتو په برخه کې د مور مېرې چلند ورسره کېږي. Читать дальше...


Депутат МГД Медведев выступил против автостоянки внутри Московского ипподрома

Лихач за рулём: смертельное ДТП произошло в Челябинской области

Появились кадры с места аварийной посадки самолета Piper в Подмосковье

Цены на ягоды выросли на 20-30 процентов: с чем это связано и когда ждать стабилизации



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Лихач за рулём: смертельное ДТП произошло в Челябинской области

Захарова прокомментировала лишение Федерации шахмат РФ членства в ФИДЕ

Калужанин Денис Погодин уступил в полуфинальном бою «Бойцовского клуба»

Владимир Ефимов: в Москве до 2030 года будет построено 540 км дорог

Музыкальные новости

Погружение в современное российское искусство – стартовал 3-ий фестиваль «Территория. Красноярск»

Объявлен протест по поводу спорной выставки в Варшаве под названием «Христианское наследие в многокультурной идентичности Азербайджана»

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Поражения Шубенкова и Савлукова, осечка Кнороз и двойной триумф Макаренко: чем запомнился «Мемориал Знаменских»

Новости России

Художник Петр Зубов завершил роспись Никольской церкви в Балашихе

Появились кадры с места аварийной посадки самолета Piper в Подмосковье

Летний сезон семейных кинопоказов «РостоКИНО» открылся «Обыкновенным чудом»

В Зимнем театре в Сочи Александр Панкратов-Черный отметит юбилей

Экология в России и мире

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Befree запускает сайт для поиска талантов

Бурятский Театр кукол Ульгэр в Улан-Улан-Удэ показал в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник сказку Колобок - Новости и Культура, Дети и Россия

Новые электрические щетки Revyline RL 085 Black доступны в филиале марки в Ставрополе

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

«Он никогда не снимается с турниров». Циципас прокомментировал травму Джоковича

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Хакеры начали «прикидываться» соискателями и подсовывать вредоносные ссылки

Работать там, где удобно: беспроводная гарнитура Fstyler BH230 от A4Tech

«Грузовичкоф» выступил в Санкт-Петербургской торгово-промышленной палате с предложениями для развития отрасли

Остров Огой.







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *