د کابل په چاودنه کې یو کس وژل شوی، څلور ژوبل
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور ژوبل دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور ژوبل دي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې په پام کې لري چې د فولادو او المونیم پر وارداتو مالیه وضع کړي. پر دې پلان په ټوله نړۍ کې د امریکا متحدانو او رقیبانو انتقادونه کړي دي. ښاغلي ټرمپ پرون وویل، په بله اوونۍ کې به د هغو اقداماتو سند لاسلیک کړي چې له مخې یې تر نامعلومې نېټې پورې امریکا ته د وسپنې پر وارداتو په سلو کې ۲۵ او د المونیم پر وارداتو په سلو کې لس مالیه وضع کېږي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فلزي تولیداتو له مشرانو سره په کتنه کې وویل چې حکومت له مودو وروسته د لومړي ځل لپاره د هغوی لپاره محافظوي اقدامات په پام کې نیسي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د دې هېواد پوځي ځواک د بل هروخت په پرتله پیاوړی شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرت وروسته له هغه په دې اړه څرګندونې وکړې چې ولسمشر ویلادیمیرپوتین وویل روسیې یو نوی دروند اټمي توغندی ازمویلی. ښاغلي پوتین پرون ملت ته په کلنۍ وینا کې وویل دا د لېرې واټن ویشتونکی توغندی دی چې په اټمي کروز میزایل او د اوبو لاندې ډرون سمبال دی او رادار یې نشي معلومولای. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په خپله عادي خبري کنفرانس کې وویل پوتین هغه وینا... Читать дальше...
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه په مزارشریف ښار کې د دوو چسپکې ماینونو چاودنې درې تنه ټپیان کړل. د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري آزادي راډیو ته وویل چې دا چاودنې د ښار په نور چوک کې شوي دي. په همدې حال کې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هم پرون مازدیګر د پولیسو په یوه رینجر موټر کې د چسپکې ماین د چاودنې په پېښه کې د یوه پولیس په ګډون درې تنه ټپیان شول. په بلخ او بغلان کې د پرونیو چاودنو مسؤلیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په هلمند کې د ملي اردو چارواکي وايي، هغه جرمنی وګړی چې د طالبانو په لیکو کې نیول شوی څلورکاله په کوټه کې تېر کړي وو. په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادر زوی فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي چې دې جرمن یو کال په پکتیکا ولایت کې هم تېر کړی او له تېر یوه کال راهیسې یې په هلمند کې د طالبانو په سره قطعه کې وسله وال فعالیت کاوه. افغان چارواکو ویلي چې دا سړی یې د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پرمهال له دوو نورو وسله والو کسانو سره ونیوه. بهادرزوی... Читать дальше...
د امریکا د حکومت یوه پلاوي پرون له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې له افغانستان سره په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د متحده ایالاتو د همکارۍ ډاډ ورکړ. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي دي چې د جنوبي او منځنۍ او اسیا په چارو کې د امریکا د ملي امنیت شورا د دفتر رییسې لیزا کورتیس ویلي چې واشنګټن د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ عملي کولو ته ژمن دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي. خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره... Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان پروان ولایت ته د سفر پرمهال پر وسله والو طالبانو د پوځي فشار د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې. جنرال جان نېکلسن پرون په چاریکار ښار کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې متحده ایالات به پر پاکستان هم فشار زیات کړي څو د هغو کسانو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې په افغانستان کې د ورانکارۍ فعالیتونه کوي. جنرال نېکلسن همداراز د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو پر هڅو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، متحده ایالات به د افغان هوايي ځواک د شمېر د زیاتولو په برخه کې هم مرسته وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه وايي، په جنګي جنایتونو ځينې تورن کسان لا هم په افغان دولت...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسه د دې تر څنګ وايي، افغان دولت له هغو جنګي مجرمینو سره چې له ۲۰۰۳ مېلادي کال څخه مخکې یې جنایتونه کړي د مبارزې وړتیا نه لري. د ازادي راډیو خبریال شاه محمود شینواري له سیما سمر سره مرکه کړې او په سر کې یې مېرمن سمر د جرمونو نړیوالې محکمې ته د افغانانو د ثبت شویو شکایتونو په اړه پوښتلې ده. وېډیو: ابراهیم صافی اېډیت: نصرت پارسا
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په قابل بای سیمه کې انتحاري حملېی یو تن وژل او څلور نور یې ټپیان کړي...
د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قابل بای په سیمه کې چاودنه شوې ده...
د پښتون ژغورنې یا ساتنې غورځنګ مشر منظور پښتون د زیارت پر ماښام پر فېسبوک په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د دې غونډو او جلسو موخه د راتلونکې د کړنلار ټاکل او د هرې سیمې له