نی د هرات سیمهییز چارواکي په سرغړاوي تورن کړي
نی یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د هرات سیمهییز چارواکي اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي له حقه په سرغړاوي تورن کړي دي. د نی ادارې مشر مجیب خلوتګر پرون دوشنبه په هرات کې خبریالانو ته وویل، د دوی موندنې ښيي چې د هرات ډېر چارواکي خبریالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي. دی وايي: "هغه څه چې د نی دفتر په هرات کې لیدلي، دا دي چې اطلاعاتو ته لاسرسي تر ډېره تر ډېره ستونزمن دی او له بده مرغه په دې برخه کې ډېر خنډونه د سیمهییزې حکومتي ادارې لهخوا رامنځ ته کېږي." ښاغلي خلوتګر په... Читать дальше...