فاریاب: شیرین تګاب کې د نوید ۸ په نوم تصفیوي عملیات پیل شول
د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ یې د شیرین تګاب ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د نوید ۸ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړل. د فاریاب امنیه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه «دلاور» رسنیو ته وویل چې دغه عملیات چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې پیل شوي وو، ډېرې لاسته راوړنې لري. د ښاغلي دلاور په خبره یوازې تېره اوونۍ څه باندې ۲۰ تنه مخالفین پهدغو عملیاتو کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د فاریاب امنیه قوماندان وایي، د لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې یې د عملیاتو سره سم، څو پوستې هم جوړې کړي دي. Читать дальше...