ولسي جرګه: نړیواله ټولنه هم د افغانستان د سولې د طرحې تر شا ولاړه ده
د طالبانو لهخوا د افغان حکومت د سولې د طرحې نه د يوه فرصت په توګه د استفادې په اړه د ناټو د عمومي سرمنشي له تازه څرګندونو ...
د طالبانو لهخوا د افغان حکومت د سولې د طرحې نه د يوه فرصت په توګه د استفادې په اړه د ناټو د عمومي سرمنشي له تازه څرګندونو ...
دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په مختلفو سیمو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې ۴۵ وسله وال وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل دي. د دفاع وزارت اعلامیه وايي، دا عملیات په ننګرهار، کونړ، پروان، غزني، کندهار، هلمند، فراه او یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي. دفاع وزارت په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي او دغه راز طالبانو او خپلواکو سرچینو بیا د دفاع د وزارت په اعلامیه تبصره نه ده کړې.
د امریکا د فلوریډا ایالت په نړیوال پوهنتون کې څلور تنه هغه مهال ووژل شول چې د یو لوی سړک لهپاسه د پلي کسانو د تېرېدو لپاره تازه جوړ شوی پُل ونړېد. ویل کېږي، د نړېدلي پُل د ماتو ګوډو لاندې اته موټر بند پاتې دي او د پېښې له ځایه نهه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي. چارواکي وايي، دا پُل چې د فلوریډا ایالت نړیوال پوهنتون یې د سویټواټر په نوم ښارګوټي سره وصلوه، ۵۳ متره اوږدوالی او ۹۵۰ ټنه وزن درلود چې پنځه ورځې مخکې رسماً پرانېستل شوی و. د فلوریډا ایالت یو سناتور ویلي چې په پېښه کې له شپږو تر لس تنو وژل شوي دي. Читать дальше...
د سعودي عربستان ولیعهد وايي، که ایران اټمي وسله جوړه کړي سعودي به هم د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅې پیل کړي. محمد بن سلمان د «سي.بي.اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه وویل: "سعودي عربستان د هېڅ ډول اټمي بم د لرلو په هڅه کې نهدی. خو پرته له شکه که ایران اټمي وسله جوړه کړي، موږ به یې هم څومره ژر چې ممکنه وي، د ترلاسه کولو په لټه شو." ایران د نړۍ له شپږو پیاوړو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ میلادي کال د یو توافق له مخې خپل اټمي پروګرام محدود کړ چې په بدل کې یې پرې نړیوالې ټولنې... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ایالت کې تېره شپه یوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او ۱۰ نور یې ژوبل کړي دي. یوه سیمهییز چارواکي شفقت شاولي وویل، چاودنه په قلعهسیفالله سیمه کې په یوه کور کې په ولاړ موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودونکو موادو له امله شوې ده. نوموړي وویل، د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي. ویل کېږي چې پاکستاني او افغان طالبان په بلوچستان کې مرکزونه او پټنځایونه لري.
د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي. په دغه ولایت د امینه قوماندانۍ سرپرست ویاند احمد فضلي نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان هوايي ځواکونو دغه بریدونه تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ګوګرک سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر پټنځایونو کړي. ښاغلي فضلي زیاته کړه: "کوم برید چې افغان هوايي ځواکونو د ګوګرک په سیمه کې د طالبانو پر یو پټنځای کړی... Читать дальше...
د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو د داعش وسلهوال او درې ماشومان وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند دریچلام سیمه کې برید کړی چې پهکې یو داعشي وسلهوال او درې ماشومان وژل شوي دي. هغه وايي، دا نهده معلومه چې ماشومان د ټرنینګ لهپاره دغه وسلهوال سره وو او که خپلوان يې وو. تر داعش وسله والې ډلې د یاد برید او مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
د امریکا د متحدایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس پر ایران تور لګولی چې د عراق په پارلماني انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅه کوي.
يو شمېر هغه معتادين چې دا مهال يې درملنه کېږي، د خپل اعتیاد یو اساسي لامل بېوزلي او بېکاري بولي.
د امریکا د متحده ایالتونو مرکزي پوځي قوماندانۍ مشر د وسلهوالو طالبانو او نورو تروريستي ډلو په مالي ملاتړ کې...
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ کسان په څلورو ولایتونو کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي. له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي پوليسو یو تن په داسې حال کې نيولی چې غوښتل یې درې اعشاریه ۳۴۶ کیلو ګرامه هیروئين د حامد کرزي له هوايي ډګر دبۍ ته قاچاق کړي. د ښاغلي مؤحد په وینا په بېلابېلو پېښو کې په کابل، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې ۲۲ تنه نور قاچاق وړونکي هم نیول شوي چې ۲۱ کیلو ګرامه... Читать дальше...
د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی په فرانسه کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوی دی. د فرانسې سرحدي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې تېره اوونۍ د «PIA» په نوم د پاکستان هوايي شرکت یوه سټيورډ په داسې حال کې نيول شوی چې غوښتل یې په ۷۴۹ نمبر پرواز کې نشهيي مواد فرانسې ته قاچاق کړي. د فرانسې دولت تر دې مهاله د پاکستان د دې هوايي شرکت له کار کوونکي څخه د نیول شويو نشهيي موادو اندازه نهده ښودلې او وايي چې پهدې برخه کې څېړنې روانې دي. تر دې وړاندې افغان چارواکو پاکستان اروپايي هېوادونو ته د نشهيي... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې تر ۲۰ زره کیلو ګرامه زیات نشهيي مواد وسوځول شول. د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت مرستیال عبدالباقي ازادي راډیو ته وویل، د دې ولایت امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۲ زره ۴۹۵ کیلو ګرامه بېلابېل نشهيي مواد د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې نیولي دي. ښاغلی عبدالباقي وايي، د دې موادو د قاچاق په تور ۴۳۸ تنه نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. عبدالباقي زیاتوي: "موږ په روان کال کې د نشهيي موادو ۱۷۰ پېښې لرو او د نشهيي موادو... Читать дальше...
په بغلان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حُسینخېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشهيي موادو قاچاق وړونکو ۴۴۹ کیلو ګرامه چرس په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ته یې قاچاق کړي چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ونیول. د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د بغلان پولیس د نشهيي موادو قاچاق وړونکي په داسې حال کې نیسي چې نشهيي مواد ګاونډیو ولایتونو ته قاچاق کوي.
د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان شاوخوا ۱۷ نیم کلنه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې په میدان کې به پای ته ونه رسېږي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپټان او الراونډر لوبغاړي محمد نبي عېسی خېل د خپل ۵۰ اورېزه یو...
د امریکا د خزانې وزارت پر څه باندې ۱۰ روسي وګړو او د دې هېواد پر یو شمېر موسسو او شرکتونو نوي بندیزونه اعلان کړل. امریکايي چارواکو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنې او پر متحدایالاتو د روسیې ورانوونکې سایبري حملې د واشنګټن د نویو بندیزونو علتونه بللي دي. د روسیې پرضد د امریکا په نويو اقداماتو کې چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول، هغه ۱۳ کسان چې په تېره فبروري میاشت کې د امریکا د ځانګړي مفتش رابرټ مولر لهخوا تورن شوي وو، په نښه شوي دي. روسی سوداګر ایفګیني پریګوژین «Yevgeny Prigozhin» چې... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په نوي ډيلي کې خپل جګپوړي ډيپلوماټان یې د سلامشورو لپاره راغوښتي دي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند محمدفیصل پرون وویل، دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې په نوي ډيلي کې دېره پاکستاني چارواکو او د هغو کورنیو له دوی سره د ناوړه چلند خبر ورکړ. دوی همدا راز ویلي چې پر موټرسایکلونو سپرو یو شمېر کسانو دوی تعقیب کړل او غوښتل یې چې فلم یې واخلي. اسلاماباد له دې ادعا وروسته په پاکستان کې د هند د سفارت یو ډیپلوماټ د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ، خو هند تر دې دمه په دې اړه تبصره نهده کړې. Читать дальше...
ملګرو ملتونو پرون پنجشنبه په خپل یوه نوي راپور کې وویل چې د سوریې دولتي ځواکونو او ملېشو د حکومت مخالفینو ته د سزا ورکولو په مقصد د یوه کمپاین په ترڅ کې پر ښځو او نجونو تېری کړی او له هغو سره یې ناوړه جنسي چلند کړی. ملګري ملتونه وايي چې د دوی دا کارونه د بشریت ضد او جنګي جنایت شمېرل کېږي. د ملګرو ملتونو څېړونکو په دې راپور کې ویلي، دوی داسې شواهد موندلي چې ښيي د سوریې په جګړه کې ښکېلو د وسلهوالو مخالفینو ډلو هم له ښځو سره ناوړه جنسي چلند کړی او ځورولي یې دي، خو په راپور کې ویل شوي دي چې د دې ډلو لهخوا د سرغړونو موارد ډېر لږ پېښ شوي دي. Читать дальше...
افغانستان د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو د شپږو غوره ټیمونو په لوبو کې لومړۍ لوبه له ویسټ انډیزه وګټله. د پرونۍ لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او د بېټنګ پریکړه یې وکړه. ویسټ انډیز په پنځوسو اوورونو کې ۱۹۷ منډې وکړې. افغان بالرانو مجیبالرحمن په ۱۰ اوورو کې یوازې ۳۳ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. په بېټنګ کې افغان لوبغاړو د ویسټ انډیز د ځواکمنې لوبډلې لهخوا ورکړل شوي هدف ته چې ۱۹۸ و، په ۴۸م اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه. رحمتشاه په ۱۰۹ بالونو ۶۸ منډې او محمدنبي په ۵۴ بالونو ۳۱ منډې وکړې. Читать дальше...
د بغلان د ملي امنیت اداره وايي چې د کندز ولایت درې تنه اوسیدونکي په بغلان کې له تښتوونکو څخه وژغورل شول. د بغلان والي عبدالحي نعمتي پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل، دا کسان نژدې دوه میاشتې مخکې د پلخمري ښار له بالادورې سیمې څخه تښتول شوي وو او د پولیسو په مرسته په مرکزي بغلان سیمه کې له یوه پټنځای څخه وژغورل شول. ښاغلي نعمتي همدا راز وویل چې د پېښې په تړاو پنځه وسلهوال کسان هم نیول شوي دي. چارواکو د دې کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
اندونیزیا به نن د افغانستان د سولې په اړه د دیني عالمانو د یوې غونډې کوربه وي. دا غونډه د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو په ګډون د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې جوړېږي او د دوشنبې تر ورځې پورې به دوام وکړي. د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې په غونډه کې به د افغانستان د جګړې په اړه د اسلام له نظره بحث وشي. نوموړي زیاته کړه: "د سولې عالي شورا هیله لري چې هم له پاکستاني علماوو سره او هم د سیمې لپاره داسې یو تفاهم ته ورسېږي چې د جګړې د... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، داسې ښکاري چې روسیه، د انګلستان په سالزبري ښار کې د روسیې د استخباراتي...
ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون پنجشنبې په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د ناټو د ۲۰۱۷ میلادي کال...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې یا زیارت پر ماسپښين په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، دا په نوي دلي کې د پاکستانیو ډېپلوماټانو تر ځورونې وروسته کوي.