د سولې شورا: طالبانو ته د ځینو سیمو سپارل د سولې په طرحه کې شامل نهدی
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبانو سره د سولې طرحه همغه ده، کومه چې په دې ورستیو کې ...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبانو سره د سولې طرحه همغه ده، کومه چې په دې ورستیو کې ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د ۲۰ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون یکشنبه د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ وسلهوال طالبان ووژل شول. د خبرپاڼې له مخې دوه نور طالبان په نادعلي ولسوالۍ کې وژل شوي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
د پاکستان سپریم کورټ ویلي، د نقیب الله مسود په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار اوس هم چانس لري چې ځان پولیسو ته وسپاري او عدالت ته حاضر شي.
د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو تقریباً د ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ...
د روسیې د انتخاباتو کمېشن وايي، زیاتره رایې یې شمېرلې دي چې پکې ولادیمیر پوتین له ۷۶ فیصده څخه زیات ووټونه ګټلي او په دې توګه د شپږو کلونو لپاره
په دایکنډي کې د پولیسو په امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو په بریدونو کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دایکنډي ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې نن دوشنبه سهار وختي وسلهوالو طالبانو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهالیې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د دایکنډي مرستیال والي سید محمد سادات نادري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه بریدونه نن سهار وختي درې بجې پیل شوي او یو ساعتیې دوام کړی دی. نادري وايي، په دغو بریدونو کې وسلهوالو طالبانو... Читать дальше...
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن بیا هم کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر او د دغه هېواد لومړي وزیر ته د ...
د سپینې ماڼۍ لوړ رتبه وکیل د یوې اعلاميې په خپرولو سره د رسنیو دا وړاندوینه رد کړې ده چې ګواکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ځانګړي څارنوال رابرټ مولر له دندې ګوښه کړي. سپینې ماڼۍ دا اعلامیه وروسته تر هغې خپره کړه چې ولسمشر ټرمپ پرون یکشنبه په خپلو ټویټونو کې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې د موضوع په اړه د «اېف.بي.ای» د ادارې د پخواني مشر رابرټ مولر پر پلټنو سخت انتقادونه وکړل. ولسمشر ټرمپ په وار- وار ویلي دي چې دا پلټنه سیاسي انګېزه لري او د رابرټ مولر تحقیقات يې د شیشکې له ښکار سره تشبیه کړی دی. Читать дальше...
په بروکسل کې د ناټو پرسونل نن دوشنبه د دې تړون نوي مرکزي دفتر ته انتقالېږي. د جرمني خبري اژانس نن دوشنبه وویل، د ۴ زره پرسونل انتقال به شاوخوا ۱۲ اوونۍ وخت ونیسي. ټاکل شوې وه چې د ناټو پرسونل په جنورۍ میاشت کې نوي دفتر ته انتقال شي، خو د نوې ودانۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ د برابرولو په سیسټم کې د تخنیکې ستونزې له امله دا کار وځنډېد. د ناټو د نوي مرکزي دفتر لپاره جوړه شوې ودانۍ پخواني هغې سره نېږدې جوړه شوې ده او د انتقال په موده کې به د دې تړون چارې له زاړه دفتره ترسره کېږي. په بروکسل کې د ناټو... Читать дальше...
په شمال ختيځ زون کې د پولیسو د روزنیز مرکز چارواکي وايي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې څه باندې ۳۵ زره تنه ځوانانیې وروسته له ...
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۶ نورو کلونو لپاره د دې هېواد د جمهوري ریاست څوکۍ خپله کړه. د یکشنبې د ورځې د ...
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د متحد ایالاتو او ناټو د اهدافو د تخریب لپاره د پاکستان هڅې نتیجه ورکوي..
د امریکا یو لوړپوړی سناتور وايي، په دې باور دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې میاشت د ایران له اټمي تړونه ووځي. د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوري غوښتونکی مشر سناتور باب کورکر پرون یکشنبې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې دا خبره وکړه. ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له دوو میاشتو په کمه موده کې له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د اټمي تړون په اړه پرېکړه کوي. هغه به دا پرېکړه کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون په اساس په ایران د بندیزونو کمښت تمدید کړي که نه؟ ښاغلي کورکر «سي.بي.اېس» ټلوېزیون... Читать дальше...
د یونان پولیس وايي، یو افغان چې غوښتل یې په یوه غلا شوي جرمني پاسپورټ دغه هېواد ته سفر وکړي په کاوالا هوايي ډګر کې نیول شوی دی. اسوشیټېډ پریس خبري اژانس دا خبر خپور کړی دی. په رپوټ کې راغلي یو پاکستانی وګړی چې هغه هم غوښتل د پاکستان په یوه جعلي پاسپورټ جرمني ته سفر وکړي، نیول شوی دی. زرګونه افغانان چې په وروستیو دوو کلونو کې د اروپا په مقصد وتلي په یونان کې ایسار پاتې دي او له سختیو ډکې ورځې تېروي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا سې شنبه د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په یوه بله لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ کېږي. د کرکټ د ملي ټیم کپټان راشد خان هیلهمن دی چې د اماراتو او ایرلنډ په وړاندې پاتې دواړه لوبې وګټي. د راشد خان د خبري کنفرانس یوه برخه کرېک انفو ویبپاڼې خپره کړې ده. "موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې په پاتې دوو سیالیو کې ښه لوبه وکړو. په تمه به شو چې د ګروپ نتیجه څه کېږي. لوبغاړي اماده دي او هر یو په خپله دنده پوهېږي هیلهمن یم په پاتې دوو لوبو کې هم بریا... Читать дальше...
د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د ۶ نورو کلونو لپاره د دې هېواد د جمهوري ریاست څوکۍ خپله کړه. د یکشنبه د ورځې د انتخاباتو د نېږدې ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښيې چې پوتین ۷۶،۶ په سلو کې رأی اخېستې دي. په همدې حال کې د روسيې د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پروسه کې د درغلیو او رأی ورکوونکو د فشارونو زرګونه پېښې شوي دي. د کمونېسټ ګوند مشر پاول ګرودینین د ۱۱عشاریه رأیو په اخېستلو سره په دوهم او د سخت دریځو نېشنلسټانو د ګوند کاندید ولادیمیر ژیرینفسکي یو عشاریه ۶ فیصده رأیو په خپلولو سره په درېیم مقام کې دی. Читать дальше...
امریکا طالبان یو ځل بیا له افغان حکومت سره پخلاینې ته هڅولي دي. په کابل کې د امریکا سفیر پرون یکشنبې له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې له طالبانو وغوښتل چې افغان دولت د سولې پروګرام ته مثبت ځواب ووايي: "موږ باوري یو چې د کابل پروسې په دوهم دور ناسته کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز کامل او هر اړخېز و. که طالبان په رښتیا غواړي سوله وکړي، نو دا د خبرو لپاره یو ښه وړاندیز دی." د امریکا سفیر زیاته کړه چې واشنګټن او د نړۍ نور هېوادونه د ولسمشرغني له وړاندیز ملاتړ کوي. طالبان چې له امریکا سره... Читать дальше...
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن روسیه د اعصابو د بېسده کوونکو ګازو په زېرمه کولو تورنوي. ویل کېږي له دې ګازو په دې ...
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن روسیه د اعصابو د بېسده کوونکو ګازو په زیرمه کولو تورنوي.
امریکايي چارواکي وايي، ایران او روسیه یوازې د خلکو د ذهن د بدلولو لپاره امریکا له داعشه په ملاتړ تورنوي. په کابل کې د ...
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، روسیه او ایران د داعش په وړاندې دوی ته له متوجه مسؤلیتونو د پام اړولو لپاره...
په نورستان کې د قیمتي ډبرو په یو شمېر کانونو کې په غیر فني او غیر قانوني ډول کېندنې روانې دي چې د خلکو په وینا ډېره ګټهيې د ...
د هندوستان د کرکټ لوبډلې د "ندهاس" درې اړخیز کرکټ ټورنمنټ په سیالیو کې بنګلهدېش ته په یوې په زړه پورې لوبه کې ماتې ورکړه.
د هندوستان د کرکټ لوبډلې د "ندهاس" درې اړخیز کرکټ ټورنمنټ په سیالیو کې بنګلهدېش ته په یوې په زړه پورې لوبه ...
اسرائیلي چارواکو ویلي یو فلسطیني وګړي وروسته له هغه د پولیسو په ډزو کې ووژل شو چې یو فلسطینی ساتونکی یې د چاقو په ضربو ډېر ژوبل کړ. دا پېښه پرون شوې ده. وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه وپېژندله، د فلسطینیانو او اسرائیلیانو تر منځ نښتې زیاتې شوي دي. په داسې حال کې چې امریکا بیت المقدس ته د خپل سفات د لېږد لپاره چمتووالی نیسي، په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې موجودي دي. فلسطینیان وايي چې ختیځ بیت المقدس د دوی راتلونکې پلازمینه ده.