اتمر: ترهګرۍ د سولې هڅې له خنډه سره نشي مخ کولی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، وسله وال طالبان باید په دې پوی شي چې جګړه ګټلی نه شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، وسله وال طالبان باید په دې پوی شي چې جګړه ګټلی نه شي.
د افغانستان دفاع وزارت په ټول هېواد کې د «نصرت» په نوم د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي....
په کندهار او ارزګان کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي. په جنوب کيېد ملي اردو د ۲۰۵ اتل قل اردو د مطبوعاتي دفتر مسئول يحيي علوي وایي، تېره شپه د صفر درې قطعې ځواکونو د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د کرزعلي، شېرزي او چهارسنګ په سیمو کې عمليات ترسره کړي چې په نتجه کې يې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نوریې د یو شمېر وسلو او مهماتو سره يو ځای نيول شوي دي. علوي وویل چې په عملياتو کې د وسله والو ۷ مرکزونه هم ويجاړ شوي دي. ۲۰۵ اتل قول اردو همداراز وايي چې د ملي اردو د هوائي ځواکونو... Читать дальше...
د افغانستان په لوېدیځ کې د اسلامي جمعیت ګوند یو قوماندان اسماعیل خان له طالبانو غوښتي که له جهادي مشرانو سره د خبرو اترو غوښتونکي وي، دا خبراترې باید په افغانستان کې دننه ترسره شي. نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې به ورځ په هرات کې د خپل وژل شوي زوی میرویس صادق د تلین په مناسبت غونډې ته وکړې. تر دې مخکې نوموړي په هرات کې په یوه بله غونډه کې له وسله والو طالبانو غوښتي و چې که له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي، له جهادي مشرانو سره دې خبرو اترو ته کېني. وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې د اسماعیل... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې مشران وايي، دوی توافق کړی چې له مسکو څخه خپل استازی ور وغواړي او ښايي د روسیې په وړاندې یو شمېر نور اقدامات هم وکړي. دوی دې نتیجې ته رسېدلې چې په «ډېر احتمال» روسیه په انګلیستان کې د یو پخواني روسي جاسوس د مسمومولو مسوله ده. اروپايي مشران دا اعلان وروسته له هغې کوي چې د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې په انګلیستان کې پر پخواني روسي جاسوس او د هغې پر لور د زهرجنو موادو له برید وروسته، له اروپايي ټولنې د روسیې د ګواښ په وړاندې د یو موټي کیدو غوښتنه وکړه. په بروکسل کې د اروپايي ټولنې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل ملي امنیت د اوسني سلاکار مک مسټر پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر جان بولټن ټاکي. ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر وویل، بولټن به د اپریل له نهمې نېټې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړي. ۵۵ کلن مک مسټر ویلي، پلان لري چې په دې دوبي کې تقاعد واخلي. ۶۹ کلن بولټن د امریکا د جمهوري غوښتونکيو د بهرنۍ پالیسۍ په کړۍ کې له لسیزو راهېسې یوه مخکښه څېره ده. د نوموړي هغه هڅې چې پر شمالي کوریا یې د بریدونو او ایران سره د جګړې لپاره کولې دده د لانجمنو دریځونو څخه ګڼل کېږي. Читать дальше...
د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ورځ په کابل کې سخي زیارت ته نېږدې مرګونې حملې د نړیوالو چاپي او انلاین رسنیو پام...
په کندهار کې په لومړي ځل د ښځو لپاره د سوداګریزو چارو مرکز پرانیستل شو. د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر د راپور له مخې، دا مرکز د کندهار د یوې مېرمنې لیلا افاق له لوري جوړ شوی دی. پرون پنجشنبه د دې بازار په پرانیستونکو مراسمو کې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان مُنیب وویل چې دا مرکز به د ښځو د لاسي صنایعو له بازار موندنې سره مرسته وکړي. ده دا هم وویل چې تر دې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه. مېرمن لیلا افاق وویل، د کندهار د ښځو د سوداګرۍ مرکز به چې اوس ۱۴ تنه پکې... Читать дальше...
د افغانستان، قزاقستان او کوزوو ښځې د ۲۰۱۸ کال په لسو زړه ورو ښځو کې شاملې دي. د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو ښځو ته چې د مشرتابه، زړه ورتیا او د نورو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یې قربانیو ته لېوالتیا ښوولې وي، د نړۍ د زړه ورې ښځې میډال ورکوي. نن جمعه به د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیفن د نړۍ زړه ورو ښځو ته د میډال ورکولو د مراسمو کوربه وي. په دې مناسبت غونډې ته به د امریکا لومړۍ مېرمن ملینیا ټرمپ هم وینا وکړي. افغان مېرمن... Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکا سفیر له عطا محمد نور څخه نوي والي ته د بلخ د ولایت د چارو د سوله ییز انتقال هرکلی وکړ. د مرکزي حکومت او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ له اوږدې لانجې وروسته پرون پنجشنبه محمد اسحاق رهګذر ته د بلخ د والي په توګه چارې وسپارل شوې. په افغانستان کې د امریکا سفیر جان آر بس په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د افغانستان د ډیموکراسۍ روغوالی د ادارو له لا زیاتې پیاوړتیا، په سوله ییز ډول د لانجو له هواري او د انتخاباتو له لارې پر مشرانو د خلکو د باور له تازه کولو سره تړلی دی.» د... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له آیرلنډ سره په یوه حساسه مسابقه کې مخامخ کېږي. دا مسابقه چې د نړیوال جام د غوراوي لپاره د شپږو غوره لوبډلو د سیالیو په لړ کې کېږي، د دواړو لپاره زیاته مهمه ده. که دا مسابقه چې د افغانستان پر وخت د غرمې پر ۱۲ بجې پیلېږي، هر ټیم وګټله، نړیوال جام ته وځي. تر دې وړاندې ویسټ انډیز د ۸ امتیازونو په لرلو نړیوال جام ته وتلی دی. پرون پنجشنبه متحده عربي اماراتو زېمبابوې ته په ۳ منډو ماتې ورکړه. د متحده عربي اماراتو دې بري نړیوال جام ته د افغانستان د وتلو هیله ژوندۍ کړه. Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالتونو یوه سختدریځه ازبکستانۍ ډله چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده، د نړیوالو تروریستانو په لېست کې شامله کړه. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه وویل چې د کتیبه الامام بخاري یا د امام بخاري کنډک په نوم ډله یې د نړیوالو تروریستانو په ځانګړي لېست کې ثبت کړې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې کار هدف دا دی چې د تروریستي حملو او پلانونو د جوړولو لپاره د الامام بخاري کنډک د سختدریځې ډلې سرچینې وچې شي. په خبرپاڼه کې الامام بخاري کنډک په سوریه کې تر ټولو ستر جنګېدونکی ازبکستاني ځواک بلل شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، وسله وال طالبان باید په دې پوی شي چې جګړه ګټلی نه شي....
د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویندوی وايي، د بریتانیا د بهرنیو چار وزیر بوریس جانسن له لوري د نازي جرمني...