Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2018

Новости за 10.09.2018

Mashaalradio.com 

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير کابل ته ځي

افغان چارواکي وايي کابل ته د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي سفر ته د جګړې ختمولو لپاره د هڅو په لړ کې د يو نوي ګام اخيستنې په توګه ګوري.

Pa.azadiradio.com 

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې په جرمني کې دوه افغانان د يوه سړي د وژلو په تور نیول شوي. ټاکل شوې ده د اسلامي همکارۍ سازمان سبا د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه يوه غونډه جوړه کړي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

په شانګله کې ضمني ټاکنې

د دوشنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د صوبايي اسمبلۍ پر ۲۳مې حلقې رایې واچول شوې. د پاکستان الېکشن کمېشن د جولای پر ۲۵مه هلته د انتخاباتو نتیجې ځکه رد کړې وې چې پکې د ښځو د ووټونو شمېر له ۱۰ فیصده کم وو. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د غزني سوځیدلي دکانونه بیرته پرانیستل کیږي

په غزني ښار کې د یو شمېر سوځیدلو دکانونو او مارکیټونو د بیا جوړلو چارې پیل شوي دي. د غزني په ښار نږدې یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله وکړه چې له امله يې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه ورسېدل. ویډیو: حبیب الرحمان تاثیر اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

کټوازی: ډېر ژر به په پکتیا کې د مخابراتي شبکو د بندېدو ستونزه حل شي

د پکتیا چارواکي وایي چې ډېر ژر به په پکتیا کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو د بندېدو ستونزه حل شي. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي ازادي راډيو ته وویل، دوی داسې اطلاع ترلاسه کړې چې نه‌یوازې په پکتیا کې، بلکې په ګڼو ولایتونو کې د دولت وسله‌والو مخالفینو د مخابراتي شبکو مسؤلین ګواښي او ورته وایي چې د شپې له‌خوا مخابراتي فعالیتونه ودروي. کټوازی وایي، د مخابراتي شبکو له مسؤلینو سره‌یې خبرې کړي او د شبکو د خوندیتوب لپاره د زیاتو ساتونکو په ګمارلو سره یاده ستونزه د هواري په حال کې ده.  په پکتیا کې د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د انصاف نړیوال عدالت ته امریکا د بندېزونو دړکه

رويټرز خبري اژانس وايي، امريکا د انصاف نړيوال عدالت ته په هغه صورت کې د بندېزونه دړکه ورکړې که چرته عدالت په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د جنګي جرمونو د تورونو پلټنو ته دوام ورکړي.

Mashaalradio.com 

کوټه کې د باچا خان پر فلسفې او د افغانستان پر سولې غونډه شوې

په کوټه کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د باچا خان د عدم تشدد پر فلسفې، سیمه ییزو حالاتو او د افغانستان سولې په اړه یوه غونډه شوې چې ورته یو شمېر پوهانو ویناګانې وکړې. دوی په خبرو کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د سختدریځۍ پر ضد اقدامات وکړي. د غونډې په پرېکړه لیک کې له افغان حکومته هم غوښتنه شوې حکومتولي سمه کړي او اداري فساد ختم کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

دُرانی: کندهار کې یو محلي پولیس او ۳ وسله‌وال وژل شوي

د کندهار په ارغنداب او شاه وليکوټ ولسواليو کې د جګړې پر مهال محلي پولیسو او وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی وايي، تېره شپه ۱۱ بجې وسله‌والو طالبانو د ارغنداب پر خانه ګرداب او د شاه ولیکوټ د سربند پر پوستو بریدونه کړي چې په نتيجه کې یې یو محلي پولیس او درې وسله‌وال وژل شوي، یو محلي پولیس او دوه وسله‌وال ټپيان شوي دي. وسله‌والو طالبانو که څه هم تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په یوه پیغام کې يې ادعا کړې چې پرون‌یې په میوند ولسوالۍ کې درې پولیس وژلي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي: د دشت ارچي په جګړه کې ١٥ پوځيان وژل شوي

د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي، په جګړه کې ١٥ پوځيان وژل شوي دي. د دې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه ۱۲ بجې وسله‌والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز اړوند په کندز بندر سيمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د عامه نظم او د سیمه‌ییزو پولیسو ۱۵ پوځيان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د سرچينې په وینا چې سیمه ته د کمکي ځواکونو په رسېدو سره وسله‌وال طالبان له سیمې په شا وتمبول شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه کې پولیسو هغه تن ونیو چې په چړې یې ۷ کسان ټپيان کړل

د فرانسې پوليس وايي، يو تن چې ګومان کېږي افغان به وي، وروسته له هغې ونيول شو چې په پاريس کې يې د چړې په ذريعه ۷ کسان ټپيان کړل. قضايي سرچينو خبري اژانسونو او محلي رسنيو ته دغه راپور ورکړى دى. د پوليسو چارواکي د حملې خبر تأييدوي، خو د مشکوک سړي په اړه‌يې معلومات نه‌دي وړاندې کړي. دوى وايي، ګومان نه‌کوي چې دا حمله دې له ټرورېزم سره کوم ارتباط ولري. ځينو سرچينو چې د دې پېښې جزئيات څاري نن رسنيو ته ويلي چې دغه حمله تېره شپه يوې سينما ته نږدې شوې وه. د سرچينو په حواله، په ټپيانو کې د څلورو کسانو ټپونه شديد دي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *