Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2018

Новости за 12.09.2018

Mashaalradio.com 

د افغانستان، پاکستان او تاجکستان کلتوري مېله

په چارشنبه د سېپټېبمر پر ۱۲مه په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځوان سفیرانو یوه مېله ترسره شوه چې پکې د درې واړو هېوادونو پر ګډو کلتوري ارزښتونو څرګندونې وشوې. د مشال ویډيو

Mashaalradio.com 

کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو لاریون

په سېشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د خپلو بندي پلویانو د راخوشېکولو، په وزیرستانونو کې د هدفي وژنو روانۍ لړۍ بندولو او په کراچۍ ښار کې په یوه مشکوکه پولیس برید کې د یوه پښتانه ځوان نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار ته د سزا ورکولو لپاره د پاکستان په ګڼو ښارونو په لاریونونواو احتجاجونو په ګډون په کوټه کې هم راوتلي ول. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

د چاپېرۍ کلي ځوانان د شګو په پلورلو خپلې کورنۍ ساتي

د صوابۍ سلیم خان کلي زیاتره ځوانان د بنیر د غرونو وتونکي خوړ کې راغلي شګې راباسي او پلوروي یې چې پکې د چاپېرې کلي یوشمېر ځوانان هم له دغه کاره خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ګټي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

ارټ لاهم چلېږي خو ګڼو برخو نومونه یې په هېرېدو دي

د صوابۍ په ټانکوهي کلي کې لا هم د کروندو او څښنګ اوبو اړتیا په ارټونو پوره کېږي. په غویو چلېدونکيو دغو ارټونو کې د یوشمېر اوزارونو نومونه د اوبو برېښنايي ماشینونو له راتلو سره ورو ورو په هېرېدو دي. په صوابۍ کې د زېدۍ کلي ایاز خان د ارټ یوې یوې پرزې نوم نه یوازې ژوندی ساتلی بلکې له خپلو پښتنو سره پر ټولنیزو رسنیو هم شریکوي. د مشال راډيو خبریال شاهنواز ترکزي ورسره ویډيو مرکه کړې او د ارټ د بېلابېلو نومونه یې ترې پوښتلي.

Pa.azadiradio.com 

روسیې له جاپان سره د سولې تړون د لاسلیک وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له جاپان سره د دوهمي نړیوالې جګړې د سولې تړون د لاسلیک کولو وړاندیز کړی دی. نوموړي ویلي دا تړون باید د روان کال تر پایه له کوم مخکیني شرط پرته لاسلیک شي. د ولسمشر پوتین دا حیرانوونکی وړاندیز داسې مهال شوی چې نوموړی نن د سپتمبر ۱۲ د روسیې په ولادی واستوک ښار کې په یوه اقتصادي غونډه کې د جاپان د صدراعظم شینزو ابې تر څنګ کښېناست. وروسته له هغه چې ابې د سولې د تړون او د دواړو هېوادونو تر منځ د ټاپوګانو د ملکیت پر سر د لسیزو لانجو د هواري په اړه فشار راوړ، ولسمشر پوتین وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: په پاکستان کې د رسنیو ازادي محدوده شوې

په پاکستان کې د خبریالانو د دفاع کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د رسنیو آزادي بدتره شوې ده، ځکه د دوی په وینا د پاکستان پوځ په خاموشانه خو اغېزمن ډول په فشار راوړلو، ګواښونو او نورو اقداماتو سره د خبرونو خپرول محدود کړي دي. په هغه راپور کې چې نن د سپتمبر ۱۲ خپور شو راغلي چې د پاکستان پوځ معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي د مخنیوي، د ځان سانسور کولو هڅونې او نورو مستقیم او غیر مستقیم ګواښوونکو فعالیتونو په لړ کې یې د خبریالانو د فعالیتونو مخه نیولې ده. د دې راپور له مخې هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني: افغان ځواکونو تعرضي حالت نیولی

د افغانستان ولسمشر په ننګرهار کې د پرونۍ خونړۍ حملې په غبرګون وویل چې د افغانستان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته مخه کړې او پر وسله والو مخالفینو به بریدونه لا سخت شي. د محمد اشرف غني دا تازه څرګندونې داسې مهال شوي چې د ننګرهار چارواکو نن تائید کړه چې د مومند درې په پرونۍ خونړۍ پېښه کې ۶۸ تنه وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان دي. تر اوسه ددې حملې مسولیت چا نه دی منلی.  ولسمشر غني نن په ارګ کې په یوې وینا کې وویل: "دا حملې ښیې چې دښمن زموږ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریدونو توان نه لري او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د کرکټ لوبډلې ټېسټ سیالۍ ۴ د یو په مقابل کې وګاټه

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې هندوستان کرکټ لوبډلې ته په پنځمه ټېسټ سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو لړۍ ۴ د یو په مقابل کې وګټله. په دغه پنځه ورځنې لوبه کې ټاس د انګلستان لوبډلې وګاټه او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه چې په دواړو ایننګزونو کې يې ۷۵۵ منډې وکړې، خو هندي لوبډلې په دواړو ایننګزونو کې ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۱۱۸ منډو په توپير وبایلله. دا د هندوستان او انګلستان تر منځ پنځمه ټیسټ سیالي وه. په دې بریا سره انګستان له هندوستانه د لوبو دغه لړۍ څلور د یو په وړاندې وګټله.

Pa.azadiradio.com 

د «ATF» د تکواندو لوبډله له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوه

د افغانستان د «ای.ټي. اېف» تکواندو فدراسیون ۹ کسیزه لوبډله ۶ د سرو زرو او ۲ سپینو زرو مډالونو په ترلاسه کولو له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوه. د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، د دوستي کپ دغه سیالۍ د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د سېپټمبر په ۱۱مه نېټه ترسره شوه. د دوی په وینا د افغانستان په ټیم کې اته لوبغاړي یو روزونکی شامل و چې د شپږو له بریا سره بېرته هېواد ته ستون شو.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې دوهمه لوبه هم له ایمرجینګه وګټله

د افغانستان د کرکټ د الف او ایمرجینګ لوبډلو ترمنځ په پيل شوېو ازمایښتي سياليو کې نن دوهمه لوبه هم ایمرجینګ لوبډلې وګټله. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې الف لوبډلې د لومړي نوبت په ترسره کولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې عثمان غني ۷۸، میرویس اشرف ۳۸، افسر ځاځي ۳۱ او کریم جنت ۳۰ منډې جوړې کړې. د ایمرجینګ له لوري د توپ اچونکو په ډله کې فضل الحق ۳، عبدالواسع او جمشید دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول. ورکړل شوی هدف د ایمرجینګ لوبډلې له لوري په ۳۸ اور کې د ۴ لوبغاړو په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایران ته د امریکا خبرداری

امریکا په منځني ختیځ کې پر خپلو تنصیباتو د ایران د لاسپوڅو او د هغوی د اتحادیانو له خوا د ممکنه بریدونو په اړه ایران ته خبرداری ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

نواز شریف او لور یې په موقتي ډول له زندانه خوشې شول

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، د هغه لور او زوم یې په موقتي ډول له زندانه خوشي شوي دي، څو د شریف د مېرمنې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. راپورونه وایي، د پاکستان د زندانونو د مقرراتو له مخې دغه کسان نن د دولسو ساعتونو لپاره خوشې شول، خو داسې هم ویل کېږي چې ښایي دغه موده وغځېږي. بیګم ګلثوم نواز پرون سې شنبه په لندن کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه. نواز شریف چې درې دورې یې د پاکستان صدراعظم پاته شوی، دا مهال د فساد په تورنو د لس کلن بند موده تېروي. دده لور مریم نواز په اوه کاله بند محکومه ده. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *