واشنګټن پُسټ: زرګونه افغان ملکيان د طالبانو د رژيم له سقوط راهيسې وژل شوي
یو شمېر امریکایي ورځپاڼو په افغانستان کې د افغان او امريکایي ځواکونو په هوايي حملو کې د ملکيانو وژل کېدو ته کتلي دي.
یو شمېر امریکایي ورځپاڼو په افغانستان کې د افغان او امريکایي ځواکونو په هوايي حملو کې د ملکيانو وژل کېدو ته کتلي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په اسیایي جام کې وروسته له ګټې او ماتې کابل ته ستون شو. په کابل کې د دوی خورا تود هرکلی وشو، نور د تمیم اخګر په راپور کې:
پروسږ کال د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې د ترهګرۍ خلاف جوړې قومي تګلارې له مخې دوه سوه او څلور پنځوس مشکوکه او غېررجسټرډ مدرسې بندې کړل شوې دي.
ډونالډ ټرمپ به په ملګرو ملتونو کې يو ځل بيا له نورو هیوادونو وغواړي چې ايران منزوي کړي. د سوريې له ادليب ایالت څخه د حکومت تر کنترول لاندي سيمو ته په داسي حال کې د ملکيانو تګ دوام لري. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د پرېغله د کورنۍ له وینا سره سم، نوموړي په متحده عرب اماراتو کې کار کاوه او په چوټۍ کور ته ورغلی وو چې د جولای پر پینځمې، شپې مهال پولیسو او په ساده جامو کې ځېنو کسانو په ډېره اسماعیل خان کې له کوره یووړ.
د پېښور شهريار احمد د پټرولو پرځای خپل موټر سایکل په برقي بېټرۍ چلوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګوئ.
په پلازمېنه اسلام اباد کې په چارشنبه د پاکستان سرکاري راډيو نوکرانو او پولیسوالو ترمنځ هله نښته وشوه چې احتجاجیانو د پارلمان ودانۍ ته د تلو هڅه کوله. د سرکاري راډيو ملازمین د هغه حکومتي پلان پرضد راوتي چې غواړي دوی له اوسنۍ ودانۍ بلې هغې ته کډه کړي. حکومت نیت لري چې اوسنۍ وداني د پیسو سپمولو تر تکل لاندې بلچا ته په کرایه ورکړي. د مشال راډيو ویډيو
د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان په راتلونکې اکتوبر میاشت کې مالدوا ته سفر کوي. اروغان په داسې حال کې مالدوا ته ځي چې دې هېواد څو اوونۍ وړاندې ۷ ترکي وګړي انقرې ته وسپارل. د بشري حقونو ډلو د مالدوا پر دې اقدام انتقادونه کړي دي. د مالدوا ولسمشر ایګور دودان نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې ولسمشر اردوغان به د مالدوا په مرکز کې د ولسمشرۍ د نوې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړي او د دې هېواد ګاګوزیا ترک ټبره میشتې خپلواکې سیمې ته هم لاړ شي. د مالدوا چارواکو د ترکيي له استخباراتو سره یو ځای د سپتمبر په ۶ نیټه ۶ ترکي وګړي ونیول. Читать дальше...
د پېښور په قیوم سټېډیم کې د سېپټېمبر پر ۲۶مه د خېبر پښتونخوا له یو شمېر سیمو د معذوره هلکانو او نجونو ترمنځ بېلا بېلې سیالۍ وشوې. په اړه یې دا رپورټ وګورئ.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په کندهار ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې ده چې په دې سره په روان میلادي کال کې په جنوب زون کې د پولیو پېښې لسو او په ټول افغانستان کې ۱۵ ته رسېدلې دي. د عامې روغتیا وزارت اعلامیه وايي، د کندهار ښار پېښه په هغې کورنۍ کې شوې ده چې په ظاهره ښکاري چې خپلو کوچنیانو ته يې واکسین نه دی کړی. اعلامیه د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز له قوله وايي چې له پولیو سره مبارزه یوازې ددې وزارت نه، بلکې د ټولنې د ټولو خلکو وظیفه ده. د افغانستان د عامې روغتیا... Читать дальше...
د مصر په ساحلي ښار الغردقه کې په ۲۰۱۴م کال کې یوه موزیم خلاص شوی چې پکې د سکندر اعظم او نپولین بوناپارټ په ګډون له شګو جوړې ګڼې مجسمې دي. په دې اړه د انیسې اجمل ویډیو وګورئ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د نوماندانو ترمنځ ...
د امریکا غږ اشنا راډیو د ښونځیو د زده کونکو د پوهنې د سطحې د لوړولو په هدف د معارف وزارت سره په انګلیسي ژبه لیکل شویو ۱۵ زره جلده کتابونو مرسته وکړه. د امریکا غږ د مرکزي او جنوبي اسیا د برخې مشر اکبر ایازي تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل امریکا غږ د انګلیسي ژبې په تدریس او ترویج کې زیات مهارتونه لري او هڅه کوي چې په دې برخه کې له افغان زده کونکو سره مرسته وکړي. د پوهنې د وزارت د عمومي ښونو مسول ابراهیم شینواري د امریکا غږ اشنا راډیو له دې همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې دا کتابونه د افغانستان په مختلفو ښونځیو وویشي.
د امریکا ولسمشر نن سې شنبه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران په اړه په خپل دریځ وینا کوي. ډونالد ټرمپ پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د ایراني مشرانو د منزوي کولو لپاره له ده سره په ګډه کار وکړي. ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د امنیت په نړیوالې شورا کې د ایران په اړه خبرې کوي چې د تهران دوه متحدان چین او روسیه او اروپايي هېوادونه به چې د ایران له اټمي موافقې څخه د واشنګټن د وتلو له امله له ډونالد ټرمپ سره اختلاف لري، هم په دې غونډه کې وي. ولسمشر... Читать дальше...
د خوست صنعت کاران وايي، چې د دوی تولیداتو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ښه بازار پیدا کړیدی.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د کابل ښار په مختلفو برخو کې يې د طالبانو ۹ مشکوک غړي نیولي دي. د ملي امنیت په اعلامیه کې نن چهارشنبه راغلي دي چې نیول شوي کسان په کابل او نورو ولایتونو کې د بم ایښودلو، کمین نیولو او ترورېستي ډلو ته د امنیتي ځواکونو د نقل او حرکت په اړه د معلوماتو په ورکولو تورن دي. د اعلاميي له مخې، دا کسان د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي شورا د اداري هیئت غړي وايي، دا چې د امریکا جمهور رئیس د ملګرو متلونو اسامبلۍ ته ...
د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ دولتي او نظامي چارواکي وايي، له تېرو څه باندې دریو میاشتو د ولسوالۍ په مرکز کې ...
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او اداري پلاوی وايي، د مخالفینو پروړاندې هوايي عملیاتو کې د ملکي خلکو خوندیتوب په پام کې نه نیول کېږي...
کريم اسير هغه افغان ځوان دی چې د مشهور ټوکمار چارلي چپلين په شان اداکاري کوي. هغه په لارو کوڅو کې له خندا ډکې اداکارۍ په کولو سره د افغانستان د جګړو کېسو په کولو سره د خلکو پام سولې ته اړوي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
د باغ بالا د درمسال کمیټې غړي وایې له تېر کال راهسې شپیته سلنه اهل هنودو او سیکانو افغانستان د نا امنیو او د دوی پر وړاندې د ستونزو له امله پریښی او هندوستان ته کډه شوي دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلی شئ.
د هلمند والي محمد یاسین وايي، د ایرانیانو په ګډون یو شمېر بهرني اتباع چې په پرمختللو وسلو او ټکنالوژۍ سمبال دي دغه ولایت ته راغلي او د کجکي بند په اړه معلومات ټولوي.
د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف وکیل ته ویلي یوه اونۍ کې دې عدالت ته جواب ورکړي چې پروېز مشرف خپل ملک ته راځي او که نه.
د هند او افغانستان ترمنځ د ستمبر په پنځه ويشتمه په دوبۍ کې د ايشيا کپ يوه ورځنۍ لوبه وه. سيالي د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پاتې شوه. د بشير ګواښ په دې ويډيو کې د افغان او هندي لوبغاړي څرګندونې وينئ.
د هند او افغانستان ترمنځ د سېپټمبر په ۲۵مه په دبۍ کې د اسيا کپ يوه ورځنۍ لوبه وه. سيالي د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پاتې شوه. د بشير ګواښ په دې ويډيو کې د افغان او هندي لوبغاړي څرګندونې وينئ.