Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2018

Новости за 20.09.2018

Mashaalradio.com 

'د افغانستان د جوړجاړې خبرې تشې خبرې دي'

د امريکا دفاع وزارت په روانه اونۍ کې په يوه رپوټ کې د دفاع وزير او د ځواکونو ګډ مشر له لوري د ملګرو هېوادونو سفرونو، چې په کې پاکستان هم شامل ول، خلاصه وړاندې کړې ده. په دې کې ويل شوی چې د دې سفرونو مقصد اېتلافونه جوړول او پرځای ساتل وو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو کې خلکو نن د عاشورا د مراسمو پر مهال سخت امنيتي تدابير نيولي دي. د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این د پنجشنبې په ورځ شمالي کوريا ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

کلا سیف الله: د وژنو پرضد پیه جام، هړتال او احتجاج دی

په کلا سیف الله او نورو پښتني سیمو کې د لېوېز سرتېرو د پرلپسي هدفي وژنو پرضد نن په دغه ښارګوټي او لورلايي کې هړتال، پیه جام او احتجاجي ولسي غونډه وشوه. مظاهرې ته د پښتونخواملي عوامي ګوند سېنېټر محمد عثمان کاکړ، دعوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي او د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز جوګېزي ویناګانې وکړې. نور په دې ویډیو راپور کې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د محرم جلوس

په پېښور کې د محرم نهمې او لسمې لوی جلوس د صدر بازار د حسينيه امام بارګاه کې پیل شوی چې په کې ګنو شیعه ګانو برخه اخېستې دی. په ۶۸۰م عيسوي کال کې د يزيد پوځ د اسلام د پېغمبر لمسې او د هغې د کورنۍ نور غړي شهيدان کړل د دې ورځې په مناسبت شيعه ګانو هر کال د محرمو په لومړو لسو ورځو کې دغه وژنو وير کوي. په دې اړه دا ویډیویي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وايي پر روسیې د نړیوالو بندیزونو د نرمېدو خطر موجود دی

د اوکراین ولسمشر، پترو پروشنکو خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې پر روسیه د نړیوالو بندیزونو د نرمېدو خطر موجود دی.  ولسمشر پروشنکو نن پنجشنبه د سپټمبر۲۰مه، د خپل پارلمان د کورني او بهرني سیاست کمېټې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که روسیه د کریمیا ټاپو وزمه بېرته ورته ونه‌سپاري، پر روسیې د نړیوالو په بندیزونو کې نرمښت به د نړیوال قانون د ماتې معنی ولري. روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په زور د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه.  له هغه راهیسې د اوکراین د حکومتي ځواکونو او د روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د فولکس واګن کمپنۍ په ایران کې خپل فعالیت ځنډوي

په جرمني کې د امریکا سفیر رېچرد ګرېنل وویل چې د جرمني موټرو فولکس واګن «Volkswagen» کمپنۍ موافقه کړې چې د امریکا له بندیزونو سره سم، په ایران کې د خپل فعالیت لویه برخه وځنډوي. رېچرد ګرېنل پرون، چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه بلومبرګ نیوز ته وویل: "موږ له دې پرېکړې خوشحال یو ځکه ایران خپلې اقتصادي منابع په ټوله نړۍ کې د تشدد او بې‌ثباتۍ د زیاتولو لپاره لګوي او له خپلو خلکو یې سپموي." په جرمني کې د امریکا سفیر بلومبرګ ته وویل چې امریکایي چارواکو او د فولکس واګن کمپنۍ تر تقریباً دوو اوونیو مذاکرو وروسته، د تېرې سې شنبې په ورځ دا موافقه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"م. م": هرات او بادغیس کې د وچکالۍ له وېرې ۲۵۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري فعالیتونو د هماهنګۍ اداره وايي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله د بې‌ځایه شویو وګړو شمېر ۲۵۰ زره کسانو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په یوه بیان کې چې نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه خپور شو وویل چې یو لک او ۲۰ زره کسان تازه د بادغیس له کلیوالي سیمو مرکز قلعه نو ته کډه شوي دي. په بیان کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په بادغیس او هرات کې یو لک او ۹۰ زره کسانو ته د څښاک باکې اوبه رسولې دي. خو دا اداره وايي چې په بادغیس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عاشورا ورځ او کلک امنیتي تدابیر

د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د عاشورا ورځ د جدي امنیتي تدابیرو په نیولو سره ونمانځل شوه. خو د نورو ولایتونو په پرتله کابل ښار د کلکو امنیتي تدابیرو شاهد و. ابراهیم صافی په همدې هکله ویډیویي راپور لري.

Mashaalradio.com 

په خېبر کې د ایس پرضد قومي جرګه

د خېبر قبایلي ضلعې په لواړګي جرګه هال کې د ایس نشې پرضد یوه قومي جرګه وشوه چې د خېبر انتظامي چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو پکې ګډون وکړ او په خپلو وینا ګانو کې یې د دې د مخنیوي غوښتنه وکړه. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

د پخوانۍ فاټا ۲۴ اربه روپۍ بجټ چا وخوړ؟

د پخوانۍ فاټا سیمې چې اوس د خېبر پښتونخوا په ضلعو اړول شوې دي، ولس یې له نوي انتظامي جوړښته زښته زیات سر ټکوي. دوی ګیله کوي چې د دوی د سیمو لپاره پرمختيايي پیسې تش تر اعلانونو پورې پاته دي د ځمکې پرمخ یې هېڅ څلی او کاڼی نه ترسترګو کېږي. دوی واي د کلني پرمختیايي کارونه لپاره مخکیني وفاقي حکومت ۲۴ اربه روپۍ منظورې کړې وې چې تر اوسه یې هېڅ درک نه لګېږي. د عمردراز وزیر ویډيو

Pa.azadiradio.com 

د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې ۵ پولیس وژل شوي

د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په حمله کې پنځه پولیس وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي. د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، عصمت‌الله جهان‌مرادوال نن پنجشنبه د سېپټمبر۲۰مه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د اب‌بند ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه. د ولایتي شورا د دې غړي په وینا، د وسله‌والو طالبانو د تلفاتو شمېر نه‌دی څرګند. د غزني ولایت چارواکو تأیید کړې چې حمله شوې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده. په غزني کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان ادعا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا د سترې محکمې د مشرۍ لپاره پر کاندید تور لګوونکې ورغوښتې

د امریکا سنا د کرستین بلاسي فورد په نوم یوې ښځې ته چې د سترې محکمې د مشرتابه لپاره کاندید برت کونا یې تورن کړی چې دوه لسیزې مخکې یې جنسي زیاتی ورسره کړی، دوه ورځې وخت ورکړی چې پرېکړه وکړي او ورته ووايي چې راتلونکې اوونۍ مجلس ته د شاهدي لپاره ورځي که نه؟ د امریکا سنا د قضايي چارو د کمېټې مشر چک ګراسلي پرون چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه، مېرمن فورد ته په یوه لیک کې بلنه ورکړې چې د سپټمبر په ۲۴مه چې راتلونکې دوشنبه ده، د سنا غونډې ته ورشي او مخامخ معلومات ورکړي. کرستین فورد ته تر سبا پورې وخت ورکړل شوی چې دې بلنلیک ته ځواب ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پریمورسکي کرای سیمه کې د ټاکنو پایلې لغوه شوې

د روسیې په لیرې ختیځ کې د پریمورسکي کرای سیمې انتخاباتي چارواکي وايي چې د سیمې د والي د انتخاب لپاره د وروستیو ټاکنو پایلې یې چې تر لانجې لاندې وې، لغوه کړي. د روسیې د انتخاباتي ادارو چارواکو نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه وویل چې په ټاکنو کې جدي درغلۍ شوې وې. د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشرې ایلا پامفیلوا پرون وړانديز کړی و چې په سیمه کې چارواکي په پریمورسکي کرای کې د انتخاباتو د دوهم دور پایلې لغوه کړي. پاميلووا وویل چې په‎دې ټاکنو کې د رأیو صندقونو ته د رأیو پاڼې مخکې له مخکې وراچول شوې وې، رأیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل او نورو ولایتونو کې د عاشورا ځانګړي مذهبي مراسم روان دي

نن پنجشنبه د سېپټمبر ۲۰مه د محرم‌الحرام میاشتې ۱۰مه ده. په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې نن د عاشورا ځانګړي مذهبي مراسم روان دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې چې په وروستیو کې د شیعه‎ګانو او هزاره‎ګانو پر سیمو خونړۍ حملې وشوې د عاشورا د مراسمو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، د استخباراتو، کشف، اوپراتیف او عملیاتي برخو کارکوونکي مکلف شوي چې شدید ترتیبات ونیسي. د دفاع وزارت، کورنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: افغانستان د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو د یووالي بېلګه ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو د یووالي بېلګه ده. ښاغلي غني نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه په دشت برچي کې د "حضرت رسول اکرم" په جومات کې د عاشورا په ځانګړو مراسمو کې وویل چې "عاشورا د بې‌عدالتۍ، فساد او له بیت‌الماله د ناروا ګټې پورته کولو په وړاندې د مقاومت درس دی." ولسمشر غني وویل چې "پر جوماتونو، عبادت‌ځایونو، ښوونځیو او علمي مرکزونو د ترورېستانو حملې د یزید او شِمر پر لارې د تګ معنی لري." هغه همداراز وویل چې "وړو او لوی سیاستونو " ته اجازه نه‌ورکوي... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *