سوات: مخالف ګوندونه د پوځ نګرانۍ کې ضمني انتخابات نه مني
سوات ـ په سوات کې د مخالفو ګوندونو ټولنې ویلي، په اکتوبر میاشت کې د پوځ په نګرانۍ کې کېدونکې ضمني ټولټاکنې نه مني.
سوات ـ په سوات کې د مخالفو ګوندونو ټولنې ویلي، په اکتوبر میاشت کې د پوځ په نګرانۍ کې کېدونکې ضمني ټولټاکنې نه مني.
اروپايي ټولنه وايي د افغان کډوال ماشومانو د ملاتړ او د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ د ختمېدو لپاره له افغانستان سره د ٢٥ مليونه يورو مالي مرسته کوي. د دې ټولنې په حواله دغه مرسته به چې په څلورو کلونو کې ورکول کېږي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا يونيسف او نورو بنسټونو ته له کډوالو ماشومانو سره د مرستې او همکارۍ وړتيا ورکوي. د اروپايي ټولنې په نننۍ اعلاميه کې ويل شوي، دغه مالي مرسته به په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو زمينه هم برابره کړي. افغانستان له پاکستان او نايجیريا څخه وروسته... Читать дальше...
په بلخ ولايت کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ۴ سرحدي پوليس وژل شوي او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي. د بلخ د شورتپې ولسوال محمد کريم ازادي راډيو ته وويل، پېښه نن ماسپښين د دې ولسوالۍ په توقي کلي کې شوې ده. ولسوال وايي ماين د پوليسو پر موټر چاودلى چې له دغه کلي څخه د حيرتان پر لوري روان و. د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.
د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي به د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې ويناګانې پيلوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وينا کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ځینې ګاونډي هیوادونه د افغانستان پرمختګونه نه شي زغملي، له همدې له امله هڅې کوي چې د افغانستان...
په ابوظبۍ کې د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي ټيمونو ترمنځ مسابقه روانه ده. پچه يا ټاس بنګله دېش وګاټه او د برېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه. دا د څلورو غوره ټيمونو څلورمه مسابقه ده. د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دغې مسابقې ته پوره چمتووالى لري او د افغان لوبغاړو مورال ډېر ښه دى." دا د اسيايي جام په روانو سياليو کې د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان دويمه مسابقه ده. افغانستان تېره مسابقه له دغه هېواده ګټلې وه. افغانستان به د راروانې... Читать дальше...
د بلخ د مرکز مزار شريف د مارمل پوځي اډې مخې ته راټول شوي اعتراض کوونکي وايي، د بلخ پوليسو د زور په کارولو خواره واره کړي دي. د افغانستان په شمال کې د جرمني ځواکونو د دې پوځي اډې د پخوانيو کارکوونکو او ترجمانانو د اعتراضونو مسوول جاوید سلطاني وايي، د مارمل پوځي اډې مخې ته يې اعتراضونه له دوو اوونيو راهيسې روان دي. ښاغلى سلطاني وايي تېر ماښام يې د پوځي اډې دروازه بنده کړې وه، خو نن غرمه د بلخ پوليسو له زور څخه په استفاده دوى سره خواره کړي دي. د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان درانى د دې پېښې په اړه بې خبرې ښيي. Читать дальше...
روسيې نن خپله هغه ادعا بيا تکرار کړه چې اسرائيل يې په کې د يوې روسۍ پوځي الوتکې د ويشتل کېدو علت بللى و. روسيه وايي دغه الوتکه د اسرائيل د پوځ د ”ناسمو معلوماتو“ له کبله ويشتل شوې ده. دغه پوځي الوتکه تېره دوشنبه د مديترانې سمندرګي په ختيځ کې وويشتل شوه چې په کې سپاره ١٥ روسي پوځيان ووژل شول. د سوريې دولتي ځواکونو فکر کړى و چې دغه il-20 ډوله اکتشافي الوتکه د اسرائيل ده او د بمبارۍ په ماموريت يې الوتنه کړې، ځکه يې په لاذقيه ولايت کې وويشتله. د روسيې د دفاع وزارت وايي د اسرائيل يوې الوتکې هڅه... Читать дальше...
د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسيس په لتوانيا کې د هغو کسانو د درناوي مراتم پر ځاى کړل چې د شوروي او نازيانو د اشغال په وخت کې يې کړاو ليدلى او په لتوانيا کې مړه شوي دي. پاپ نن د بالتيک حوزې دغه هېواد ته د خپل سفر په دويمه ورځ په دې مناسبت مراسمو کې برخه واخيسته. ده د هغو يهودانو د درناوي مراتب هم پرځاى کړل چې د نازيانو د درې کلن اشغال پر مهال مجازات شوي يا د ډله ييزو وژنو کمپونو ته لېږل شوي وو. د لتوانيا د هغو خلکو لپاره يې هم د درناوي مراتب پر ځاى کړل چې د شوروي اتحاد د پنځوس کلن اشغال... Читать дальше...
د پېښورد صدر بازار دوکاندارانو له حکومته یو وارې بیا غوښتنه کړې چې د «بي. ار. ټي.» په نوم د چټکو بسونو پروژه دې زر تر زره بشپړه کړي ځکه چې له وجې یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
کارپوهان وايي په شمالي وزیرستان کې امنیتي وضعیت هله ښه کېدای شي چې په سیمه کې وسله وال په بشپړ ډول ختم کړل شي او په پخوانیو قبایلي سیمو کې زر تر زره اصلاحات وشي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د يکشنبې په سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې د بهرنیو چارو ...
د خیبر قبایلي سیمې د شاکڅ او نورو سیمو اوسېدونکي وايي، د حیات اباد د صنعتي سیمې کارخانې زهرجن لوګي او ګیسونه خارجوي چې د دوی ژوند یې اغېزمن کړی دی. دوی مشال راډیو ته وویل، لوګي او ګیسونو ورته د سا ناروغۍ پیدا کړې دي. د خیبر پښتونخوا د چاپېریال چارو اداره وايي، پخوا یې هم د دې کارخانو پر ضد اقدام کړی او اوس بیا هڅه کوي چې د زهرجنو ګیسونو اخراج مخه ونیسي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې زلمی خلیلزاد به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي...
د سېپټمبر پر ۲۲مه، د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د یو قرارداد له لارې غوښتنه وشوه چې حکومت دې په کلا سیف الله او پشین کې پر لېویز سرتېرو برید کونکي زر تر زره ونیسي.
د افغانستان اجرائيه رئيس د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۳یمه غونډه کې د ګډون په هدف، نن نيويارک ته روان شو. له عبدالله عبدالله سره په دې سفر کې یو جګپوړی پلاوی هم ملګری دی. د اجرائیه ریاست مرستيال وياند اميد ميثم ازادي راډيو ته وويل، اجرائيه رئيس به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته پر ګڼو مسايلو خبرې وکړي. ده وویل: "په دې غونډه کې به پر سياسي، امنيتي مسايلو، پر را روانو انتخاباتو او په سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو خبرې وکړي، د غونډې په څنډه کې به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، د ځينو هېوادونو... Читать дальше...
په افغانستان کې د پرانیستي حکومتوالۍ بنسټ وايي د حکومتي چارواکو د شتمنیو د ثبت او په دغه بهیر کې د درغلیو په اړه لا هم جدي اندېښنې موجودې دي...
د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش ډلې د پنځو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى. په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي نن يکشنبه ازادي راډیو ته وویل بهرنيو ځواکونو پرون مازيګر د داعش پر وسله والو حمله کړې چې ٥ تنه يې وروژلي دي. یوسفزی وایي، په دغه برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتى.
د پاکستان صدراعظم د هند له خوا له اسلام اباد سره د خبرو د لغوه کولو پرېکړه وغندله. عمران خان پرون شنبه په ټوېټر کې لیکلي: "د سولې د دیالوګ د بیا پیل لپاره زما غوښتنې ته د هند له خوا منفي او کبرجن ځواب مایوسوونکی دی." ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې له یو بل سره وویني. عموماً د هند او پاکستان چارواکي دا ډول کتنې ډېرې نه کوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په کشمیر کې د هند پر ګټو د حملو په خاطر، له پاکستان سره خبرې د اوس وخت لپاره لغوه کوي.
اووه پاکستاني پوځیان وروسته له دې ووژل شول چې دوی په شمالي وزیرستان کې د وسله والو سختدریځو پر یوه پټنځای برید وکړ. د پاکستان پوځ وايي، په دې نښته کې ۹ تنه وسله وال سختدریځي هم وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دا کسان د افغانستان له خاورې وزیرستان ته اوښتي وو. پوځ دغه راز ویلي، د وژل شویو پاکستاني پوځیانو په منځ کې یو تورن هم شامل دی.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه، د پاکستان او افغانستان په سیالۍ کې پاکستانۍ ډلې د لوبې په اخري اوور کې بریا ترلاسه کړه.
د امریکا او ملګرو ملتونو چارواکو د ایران په اهواز کې پر یوه پوځي پرېډ حمله غندلې ده...
افغان سرحدي ځواکونو په کندهار کې د پاکستان لخوا د اغزن سیم غځولو مخه نيولې ده په کندهار کې د سرحدي ځواکونو د څلورمي لوا رئیس ارکان ډګروال امين الله د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پوځيان د کندهار ولایت د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې شااوخوا درې سوه متره د افغانستان خاوري ته ننوتلي وو او غوښتل چې اغزن سيم تېر کړي چې امنیتي ځواکونو يې مخه نېولې ده. ډګروال امين الله وویل اوس د سرحدي ځواکونو پلاوی سيمي ته رسېدلی او تر څېړنو وروسته به نور جزئيات له رسنیو سره شريک کړي. Читать дальше...
یو شمېر انتخاباتي څارونکي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي بهیر د مدیریت په ضعف تورنوي وايي، په راتلونکو انتخاباتو کې د بایو متریک سیستم په اړه...
د سوات په کبل کې د کانجو سیمې اوسېدونکې نفیسې رحمان د ناامنیو په کلونو کې هم زده کړو ته دوام ورکړ او وايي، د نجونو پر تعلیم بندیز وو او چې له کوره به ووته نو دا وېره به ورسره وه چې په جګړه کې و نه وژل شي. نوموړې د ناامنیو په کلونو کې لیکنې وکړې چې اوس یې کتابي بڼه ورکړې. د نفیسې رحمان کیسه په ویډیويي رپورټ کې.