پاکستان کې لومړۍ ډېجیټل سرشمېرنه پیل شوې
د پاکستان حکومت وايي، په اوسنۍ ډیجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کوي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصاد شمېرنه هم ده.
د پاکستان حکومت وايي، په اوسنۍ ډیجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کوي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصاد شمېرنه هم ده.
د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د بیا پیلېدو خبر ورکوي. د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د اعلامیې پر بنسټ د پاسپورټونو د وېش بهیر له پنځه میاشتې ځنډ وروسته د چهارشنبې په ورځ پیل شو. د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، او پاسپورټ ریاست ته څېرمه خلکو ته د پاسپورټ فورمې لیکي، ازادي راډیو ته یې وویل: "هو، د پاسپورټ ریاست پرانیستل شو، هغه کسان چې په فورمو یې نېټې لیکل شوې وې د پاسپورټ اخیستلو د نورو مرحلو ترسره کولو لپاره ورغلل. Читать дальше...
د طالبانو حکومت یو ځل بیا له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتنه وکړه. هغه مراسم چې د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا په ارګ کې جوړ شوي وو، د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، طالبان اوس له نړۍ سره مثبت تعامل ته اړتیا لري. هغه وايي: "موږ له هېوادونو غواړو چې د نوو ملتونو په څېر د اسلامیت او بشریت له مخې مثبت او نیک تعامل ولرو. موږ د ټولو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو سره تعامل ته اړتیا لرو او دا یو ضرورت دی. هېڅ ملک په یوازې ځان نه شي کولای چې مستغني شي. Читать дальше...
ایران دوه جرمني ډیپلوماتان له دې هېواده ایستلي او ویلي یې دي چې هغوی د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې وه. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن په یوه بیان کې وویل چې په تهران کې د جرمني سفیر وزارت ته احضار شوی او د دغې پرېکړې خبر ورکړل شوی دی. هغه په دې اړه چې دغو ډیپلوماتانو په مشخص ډول ډیپلوماتیک پروتوکول څه ډول مات کړی، نور جزییات نه دي ورکړي او نه یې هم ویلي چې دغو ډیپلوماتانو ته له هېواده د وتلو څومره وخت ورکړل شوی دی. د ډیپلوماتانو نومونه او دندې یې هم نه دي په ډاګه شوي.
د کابل د لوېديځ يو شمېر اوسېدونکي وايې چې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي او اړ دي چې خپلې د اړتیا وړ ورځنۍ اوبه په پيسو واخلي. د کابل ښار د ١٣مې ناحيې د ريګرېشن سيمې يو اوسېدونکی وايي، له اتو مياشتو راهيسې په دې سيمه کې اوبه نه لري او اړ دي چې په پیسو یې واخلي. مهدي وویل: "نږدې اته میاشتې کېږي چې د د دیارلسمې ناحې ٢٤، ٢٣ او ٢٦مه ګذر د اوبو له کمښت سره مخ دي. موږ هره ورځ اوبه اخلو. حتی جوماتونه هم یوه بوشکه اوبه په يوه افغانۍ پلوري." ... Читать дальше...
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او یوشمېر سياسي ګوندونو د زیاتېدونکو حملو پرضد د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پاڅونونه او مظاهرې کړې دي. اخوا د پاکستان رياست هم له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهيسې په "ترهګرۍ ضد جګړه" کې بوخت دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره بحث شوی چې ایا په ترهګرۍ ضد بیانیه کې د پاکستان دولت او پښتون ژغورنې غورځنګ طبیعي اتحادیان دي او که څنګه؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځنۍ اسیا ته په سفر کې نن د ازبکستان پر مشرانو فشار راوست چې د نویو اصلاحاتو د پلي کولو پر مهال بشري حقونو ته ډېر پام وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ازبکستان پر مشرانو چې په دې هېواد کې نوي اصلاحات پلي کوي، فشار راوست چې د بشري حقونو ستونزو ته ځواب ووایي. د فرانسپرس خبري د راپور له مخې بلېنکن یوه ورځ وروسته تر دې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې ګډون وکړ، د ازبکستان... Читать дальше...
د پاسپورټونو عمومي ریاست د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د "انلاین فورمونو" لرونکو ته یې د پاسپورټ ورکړه پیل کړې ده.
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د جيشل د ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره نن د هند په پلازمېنه، نوي ډیلي کې وي، چېرته چې ټاکل شوې د هغه روسي سیال سرګې لاوروف به هم هلته وي. د هند په کوربهتوب دغه غونډه به چې هدف یې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي، تر ډېره د اوکراین او له چین سره د کړکېچونو تر سیوري لاندې وي. داسې نه ښکاري چې بلېنکن او لاوروف به جلا سره وګوري. د لوېدیځ چارواکو له قوله دواړه مشران په بالي کې د جون د میاشتې د جيشل له غونډې وروسته په یوه خونه کې نهدي لیدل شوي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی. کونډه زهرا چې، د درې اولادونو مور او د کور سرپرسته ده د کابل ښار یو سرک تر غاړې سوال ته ناسته ده. دا مېرمن وايي، په داسې حال کې چې یوه لور یې معیوبه ده او دوامدارې درملنې ته اړتیا لري له مجبوریته سوال کوي، ځکه په خبره یې له ډېرو هڅو وروسته هم نهده توانېدلې چې ځانته کار پیدا کړي. نوموړې وايي: "درې اولادونه لرم، له مجبورۍ سوال... Читать дальше...
عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."
د بانکونو یو شمېر مشتریان چې عام خلک او هم سوداګر پهکې دي وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو له يونيم کال زياته موده کېږي، لا هم بانکي ستونزې پر خپل ځای دي او دوی له بانکونو د خپلو پیسو په ایستلو کې له ستونزو سره مخ دي. د کابل يوه اوسېدونکې حسنا وايي: "بېروبار، یو بل ټېل وهل، نر او ښځې یو ځای، له ډېر انتظاره چې پښې مې شخې شي له ماشوم سره په خاوروکې کېنم، څه وکړم؟ مجبوره یم چې پیسې مې له بانک نه واخلم." حسنا وایي، د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیاځلي... Читать дальше...
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پاسپورټ عمومي رياست وايي، د پاسپورټونو د وېش بهير يې نن رسماً پيل کړ. ياد رياست په يوه ټوېټ کې ويلي دي، د پاسپورټونو د وېش دا بهير يې د هغو کسانو لپاره پيل کړی، چې مخکې يې انلاين نومليکنه کړې وه. د پاسپورټ رياست داسې مهال د پاسپورټونو د وېش بهير د پيل خبر ورکوي چې، له بېلابېلو ولايتونو يو شمېر خلکو ازادي راډيو ته په رالېږل شويو کتبي پيغامونو کې ويلي، د پاسپورټونو د وېش بهير له خنډ سره مخ دی. ځينو کسانو ليکلي، د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د پاسپورټ رياست وېبپاڼه... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال رامزالاکبروف وایي، تر اوسه د نړۍ ستر بشري بحران په افغانستان کې دی چې د دې هېواد ۲۸ ملیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر مرستو پورې تړلي دي. یوناما بېګا په یوه ټویټ کې د ښاغلي الاکبروف له قوله ویلي، تر اوسه هیڅ هڅونکي پرمختګونه نه ترسترګو کېږي چې نجونې به بېرته ښوونځیو ته ستنې شي. الاکبروف چې له کابل څخه د ویډیو کنفرانس له لارې یې په نیویارک کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، په تېرو... Читать дальше...
په سویس کې د افغانستان د پیسو د امانتي صندوق د بورډ یو غړی شاه محمد محرابي وایي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې شوي. ښاغلی محرابي وايي، تېره میاشت یې د دوهم ځل لپاره د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالرو شتمنۍ په اړه چې، دغه صندوق یې چارې سمبالوي، پر مختلفو لارو خبرې وکړي چې، په څه ډول کېدای شي هغه د پولي ثبات سره سم ولګول شي. دغه پیسې چې په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شوې اووه ملیارډ ډالره شتمنۍ نیمایي برخه وه، تېر کال ازادې او دې امانتي صندوق ته ولېږدول شوې. Читать дальше...
د کابل پوهنتون د استاد ارواښاد پوهاند احمدشاه زغم پر ژوند مفصل راپور، کندهار کې د احمدشاه بابا تاريخي کور په کوم وضعيت کې دی؟ حال يې درکوو. دغه راز په دې خپرونه کې درته له غزني د سانګې د لوبو په اړه راپور او يو شمېر نور مطالب هم لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
په عراق کې نجونو او ښځو ته د هغوی د ځواکمنولو لپاره د اسونو د ځغل روزنه ورکول کېږي. د عراق په دیوانیه سیمه کې د هغې لړۍ په لومړيو سياليو ښځو له سړیو سره سیالي کړې ده. د دې سیالۍ منتظیمین وايي چې په نېږدې راتلونکي کې به دا ډول دوه نورې سیالۍ هم کوي. د اس د ځغل یوه ښوونکې وايي چې د اس سورلي ښځو ته د ځواکمنتيا او د خپل ژوند واګې په خپلو لاسونو کې د اخيستلو احساس ورکوي. نور حال د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو په ويډيوګانو کې وګورئ.
ارزګان کې د معاملاتو د راهنما ټولنه وايي، دغه ولايت کې د کورونو پېر او پلور ۸۰سلنه پرته له اسنادو ترسره کېږي. د يادې ټولنې مسؤلينو ازادي راډيو ته وويل، د کورونو د پېر او پلور ډېری معاملې پرته له قانوني پروسېجر ترسره کېږي چې دا کار راتلونکي کې له ډېرو ستونزو او جنجالونو سره مخ کېدی شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د یونان لاریسا ښار ته نږدې تېره شپه د دوو ریلګاډو د ټکر له امله تر دېرشو ډېر کسان مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. لاریسا ښار د پلازمېنې اتن شمال ته په درې سوه اتیا کیلومترۍ کې پروت دی. د یونان د اور وژنې د خدماتو ویاند واسیلس واتراکوګیانیس وویل، یو بار وړونکی ریل له یوه مسافر وړونکي ریلګاډي سره ټکر شوی دی. په دې پېښه کې د پنځه اتیا کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی او د راپورونو لهمخې د ځینو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی. د یوناني رسنیو په باور دا ټکر د دې هېواد په تاریخ کې د اورګاډو تر ټولو بد ټکر دی.
یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو په کابل کې د طالبانو له لوري د داعش وسلهوالو د وژلو په اړه مطالب خپاره کړې دي. سټارز ایڼد سټرایپس: سټارز ایڼد سټرایپس خپرونه چې د امریکا د دفاع وزارت مربوط ده، لیکي چې په کابل کې د یکشنبې د شپې له لوري د طالبانو د عملیاتو په ترڅ کې قاري فاتح د داعش د استخباراتو رئیس ووژل شو. خپرونې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد په وینا خبر خپور کړی دی. د اسلامي دولت مربوط یوې خبرې سرچینې هم دا تایید کړې ده چې، قاري فاتح وژل شوی دی. سټارز ایڼد سټرایپس لیکي،... Читать дальше...
په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر وکړ. عمران خان تورن شوی دی چې، د واکمنۍ پر مهال یې دولتي سوغاتونه په پټه پلورلي دي. په اسلام اباد کې قاضي ظفر اقبال د سهشنبې په ورځ وویل، له عمران خان څخه یې څو ځله وغوښتل چې محکمې ته حاضر شي، خو ده سرغړونه وکړه نو اوس یې دا چانس هم له لاسه ورکړی دی چې په ضمانت خوشې شي. د عمران خان مدافع وکیل د پنځو ورځو په مخه د محکمې د دې حکم د ځنډېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، عمران خان د دوو نورو قضایانو په ارتباط محکمې ته حاضر شوی و، خو قاضي دا درخواست رد کړ.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون سهشنبې هغه قانون توشیح کړ چې، له امریکا سره په نیوسټارټ تړون کې د مسکو غړیتوب ځنډوي. د دغه تړون لهمخې دواړه هېوادونه مکلف دي چې پر اټومي سروکو د سمبالو وسلو شمېر له ۱۵۵۰ او د قاره ویشتونکو بالستیک توغندیو شمېر له اووه سوو زیات نهکړي. پوتین تېره اوونۍ ملت ته په وینا اعلان کړه چې، غواړي په دغه تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډوي. د روسیې د پارلمان یا دوما دواړو جرګو تېره اوونۍ دغه قانوني مسوده تصویب کړې وه.
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون سهشنبې تایید کړه چې، د دې ادارې پلټونکو د ایران تر ځمکې لاندې په فوردو اټومي تاسیساتو کې د نږدې ۸۴ سلنه غني شویو یورانیمو ذرې موندلې دي. ګروسي وویل، د موندل شویو خالصو غني شویو یورانیمو اندازه څه کم ۸۴ سلنه ده. د یوه اټوم بم د جوړولو لپاره نوي سلنه خالصو غني شویو یورانیمو ته اړتیا ده. دغه غني شوي یورانیم د دې ادارې څارونکو په تېره جنوري میاشت کې په فوردو تاسیساتو کې موندلي دي. په دې سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې، ایران ښایي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون سهشنبې ژمنه وکړه چې پر مسکو د مرکزي اسیا د هېوادونو د اتکا له کمولو سره به مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د کریملین د نفوذ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. بلېنکن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې اعلان وکړ چې، پر هغو ۲۵ ملیون ډالرو مرستې سربېره چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې اعلان کړی و، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره به ۲۵ ملیون ډالره نوره مرسته هم وکړي ترڅو دا هېوادونه وکولای شي چې له روسیې لیرې، د سوداګرۍ متنوع لارې پیدا کړي. Читать дальше...
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې نږدې نهه ملیون وګړي د زدهکړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په روان ۲۰۲۳ کال کې درې ملیونه او یو لک کسانو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې د زدهکړې لپاره یې څه باندې ۲۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده. اوچا ویلي، په کورنیو ټولګیو کې د زدهکړې په دې بهیر کې نجونې هم شاملې دي. اوچا په افغانستان کې د زدهکړې په برخه کې د ملیونونو کسانو د ملاتړ اړتیا داسې مهال په ګوته کوي چې طالبانو په دې هېواد کې نجونې له... Читать дальше...