ايران کې د سپاه پاسداران يو جګپوړي قومندان اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک یوه جګپوړي قومندان د ایران په جنوب ختیځ سیستان ـ بلوچستان ولایت کې معترضینو ته د رژیم له سرو کرښو د تېرېدو په وړاندې خبرداری ورکړی دی. په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ځوانې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د معترضینو د خونړۍ ځپنې وروسته هره اوونۍ د جمعې له لمانځه وروسته خلک د حکومت ضد اعتراضي لاریونونه ترسره کوي. د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور لهمخې، د دغه ځواک د پلي ځواکونو قومندان محمد پاکپور ویلي چې، په دې ولايت کې لاریونونه هغه کسان چې ده ورانکاري افراد او دښمنان وبلل، ترسره کوي. Читать дальше...