د طالبانو مشر په افغانستان کې د بنګو پر کښت بندیز ولګاوه
د طالبانو مشر په یوه فرمان کې په افغانستان کې د بنګو پر کښت بندیز ولګاوه. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن خبر ورکړی چې د ملا هبت الله اخندزاده په فرمان کې راغلی چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولای چې په خپلو ځمکو کې بنګ وکري. په فرمان کې دا هم راغلي چې د سرغړونې په صورت کې به کښت له منځه وړل کېږي. په فرمان کې امر شوی چې سرغړونکو ته باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې سزا ورکړل شي. سږ کال د وري په میاشت کې طالبانو د یوه فرمان په صادرولو سره د کوکنار کښت هم منع اعلان کړی و. خو پر... Читать дальше...