خلک: د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ښځينه ډاکټرانې نهشته
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، په یادې ولسوالۍ کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو نشتوالی د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د دشت ارچي ولسوالۍ د باجوړیو د سیمې یو اوسېدونکی محمد سالم وايي، د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې پر درملو او روغتیايي امکاناتو سربېره د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی هغه ننګونې دي، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړی وايي: "موږ دلته نسايي ولادي ناروغانو او د جراحي په برخو کې مشکلات لرو چې زموږ په کلینیک کې د جراحي څانګه نهشته ده. Читать дальше...